د افغانستان د نوې کابينې وروستۍ او رسمي بڼه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1800
د بېنوا ويبپاڼي ډېوه
دخبریدو نیټه : 2004-12-23

يادونه : نوري خپروني د سرچينې د يادولو سره دا خبر کاپي کولای شي

کابل : د مرغومي ٣ ، ١٣٨٣

ولسمر حامد کرزي نن بالاخر خپله کابينه اعلان کړه . په کابينه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نشتوالی ډيرو ته حيرانونکی دی .ښاغلی احمد زی د ډيرو کورنيو او بهرنيو کارپوهانو په نظر په تېرو درو کلونو کې د افغانستان د کابينو تر ټولو فعال غړی و .

د لنډ مهالې کابينې له جملې څخه د قسيم فهيم ، يونس قانوني ، ګل اغا شيرزي ستانکزي حکيم تڼيوال ، محبوبه حقوقمل او ځينو نورو نومونه کم شوي دي .

نوې کابينه د ولسمشرۍ د دفتر په وينا کارپوهه ده او ټولو وزيرانو يې د خپلو دندو لپاره د اساسي قانون ٧٢ ماده منلې او که د دوهم تابعيت خاوندان وو نو هغه يې پراېښی دی .

د ولسمشرۍ د دفتر غړي دا نه مني چې ګواکې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نشتوالی د تابعيت په سر او يا هم له ښاغلي کرزي سره د هغۀ د کوم مخالفت له امله ليدل کيږي . دوی وايي چې دا د ښاغلي احمدزي خپله غوښتنه او هيله وه چې د پوهنتون د بيا رغاونې لپاره مټې راونغاړي .

داسې ګنګوسې دي چې ښاغلي احمدزی به د افغانستان د پوهنتونونو د بيا رغاونې لپاره بهرنۍ مرسته جلبوي .

په نوې کابينه کې د هرات د پخواني والي تورن اسماعيل خان ګډون د ځينو په فکر د ښاغلي کرزي له هغې ژمنې سره ټکر کوي چې ويل يې کابينه به يې کارپوهه وي . ښاغلي اسماعيل خان د ولايت د څوکۍ تر ليرې کيدو وروسته په کابينه کې يوه څوکۍ په دې رد کړې وه چې د دوي په خپله وينا کارپوه نه و .

 په کابل کې د سياسي کړيو ځينې  برخې په دې باور دي چې ښاغلي کرزي د اسلامي جمعيت د مشر برهان الدين رباني د هغۀ ملاتړ له امله دغه څوکۍ اسماعيل خان ته منلې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت يې  ښوولی و .

د مخدوم رهين په شته والي  باندې هم ځينو د حيرت ګوته په غاښ کړې ده . په کابل کې په پرله پسې توګه دا ګنګوسې وې چې  په تېرو درو کلونو کې د کار نه کولو له امله ښايي ښاغلی رهين له خپلې دندې ګوښه شي .

د کابينې د نورو غړو په باب لومړنی غبرګون تر ډيره د حيرانتيا دی . په کابل کې سياسي کړۍ هېښې دي . د سياسي مسايلو کارکوونکي په دې باور دي چې ښاغلي کرزي  تر ډيره ځايه يوه  ناپېژندل شوې کابينه غوره کړې ده .

د نوې کابينې ټول غړي او پېژندګلوي :

١ : ډاکټر امين ارسلا د سوداګرۍ وزير او د ولسمشر لوړ پوړی سلاکار .

ښاغلی ارسلا د مجاهدينو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير و ، دی د پير سيد احمد ګيلاني په ملي محاذ کې فعال غړی و خو وروسته بيا د پخواني پاچا ډلې ته ورنژدې شو . له طالبانو وروسته په لومړۍ کابينه کې د ماليې وزير و .

٢ : ډاکټر عبدالله ، د محی الدين زوی ، د بهرنيو چارو وزير

 د شمالي ټلوالې  او د قومندان احمد شاه مسعود پخوانی وياند او د نظار شورا هغه غړی چې د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو وختونو کې وغوړيد . دی د طالبانو راهيسته د بهرنيو چارو په وزارت کې دی .

٣ : ستر جنرال عبدالرحيم وردګ د عبدالغني وردګ زوی ،د ملي دفاع وزير ،

  ظاهرشاه پلوی پخوانی پوځي افسر .

٤ : علي احمد جلالي ، د غلام جيلاني جلالي زوی ، د کورنيو چارو وزير

د امريکا غږ خپرونې مخکينی مشر چې په تېرو نژدې دوو کلونو کې د کورنيو چارو وزير دی .

٥ : ډاکټر زلمی رسول د  پوهاند عبدالقيوم رسول زوی ، د ملي امنيت سلاکار

په روم کې د ظاهر شاه وياند، د کرزي په لنډمهالې کابينه کې د هوايي ملکي چلند وزير او بيا وروسته د ملي امنيت د ادارې مسوول .

٦ : نور محمد قرقين د محمد قل زوی ، د ښوونې او روزنې وزير

د بلخ ولايت ازبک توکمی د ښاغلي کرزي د انتخاباتو د کمپاين مشر او تر هغه وړاندې د کابينې غړی و .

٧ : ډاکټر انوارالحق احدي د عبدالحق زوی ، د ماليې وزير

د افغان ملت د ګوند يو مشر چې د اسلامي محاذ په استازيتوب د بن په غونډه کې برخه وال و .  د طالبانو له حکومت راهيسته د افغانستان بانک مشر و او تر هغۀ وړاندې په متحدو ايالاتو کې د يوۀ پوهنتون استاد و .

٨ :  ډاکټر محمد امين فرهنګ د مير محمد صديق فرهنګ زوی ،  د اقتصاد وزير

ظاهر شاه پلوی دی چې له طالبانو راهيسته په کابينه کې تل موجود و .

٩ : حاجي ستر جنرال محمد اسماعيل خان د مير محمد اسلم زوی ، د انرژۍ او اوبو وزير

د هرات پخوانی والي ، د اسلامي جمعيت غړی چی د طالبانو په حکومت کې زنداني و او بيا په حيرانونکې توګه د کندهار له زندانه ايران ته وتښتېد . د کرزي په لنډمهالې کابينه کې يې زوی وزير و چې بيا په هرات کې ووژل شو .

١٠ : انجينير اميرزی سنګين د  امير ګل ګلشاه خېل زوی ، د مخابراتو وزير

تر ډيره ناپېژندل شوې څيره .

١١ : انجينير مير محمد صديق د مير غلام سخي زوی د معادن او صنايع وزير

ناپېژندل شوې څيره

١٢ : ډاکټر سهراب علي صفري د حاجي صفر محمد زوی  د عامه فوايدو وزير

ناپېژندل شوې څيره

١٣ : انجينير يوسف پښتون د ښار جوړولو وزير

د ښار جوړولو مخکينی وزير چې د کندهار والي وټاکل شو ، دوی د ښار جوړونې په برخه کې لوړې زده کړې لري او ويل کيږي چې د بحرين د ښار ماسټر پلان يې جوړ کړی دی .

١٤ : عبيدالله رامين د محمد عمر زوی ، د مالدارۍ او خوراکي توکيو وزير

ناپېژندل شوې څيره

١٥ : عنايت الله قاسمي د احمد علي زوی د ترانسپورت وزير

ناپېژندل شوې څيره

١٦ : سرور دانش د محمد علي زوی ، د عدليې وزير

ناپېژندل شوې څيره

١٧: سيد امير شاه حسنيار د غلام حسن زوی ، د لوړو او مسلکي زده کړو وزير

ناپېژندل شوې څيره

١٨ : مخدوم رهين د محمد شريف زوی د اطلاعاتو او کلتور وزير

د جهاد په کلونو کې له پير ګيلاني سره په اسلامي محاذ کې و چې له وطنه دباندې د مجاهدينو په حکومت کې هم د اطلاعاتو کلتور وزرادت ورسپارل شوی و ، وروسته ظاهر شاه پلوی شو ، د طالبانو له نسکوريدو راهيسته په همدې څوکۍ ناست دی .

١٩ : ډاکټر سيد محمد امين فاطمي د مرحوم سيد ابرار پاچا زوی د عامې روغتيا وزير

له حضرت مجددي سره په اسلامي ملي جبهه کې و . دوی هم د مجاهدينو په جلاوطنه حکومت کې د عامې روغتيا د وزير په توګه کار کاوۀ .

٢٠ : پوهاند نعمت الله شهراني د عبادالله زوی ، د حج او اوقافو وزير

د ولسمشر کرزي مرستيال او د اساسي قانون د مسودې د چمتوکوونکي کميسيون مشر و .

٢١ : عبدالکريم براوي د محمد مبين زوی ، د سرحداتو او قبايلو وزير

ناپېژندل شوې څيره

٢٢ : ډاکټره مسعوده جلال د حاجي طلا محمد لور د ښځو د چارو وزيره

په بيړنۍ لويه جرګه کې د مشرتابۀ لپاره په ټاکنو کې د حامد کرزي سياله چې وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم يوازينۍ ښځه سياله وه . دا د طب ډاکټره ده .

٢٣ : سيد اکرام الدين معصومي د سيد معصوم زوی ، د کار او ټولنيزو چارو وزير

ناپېژندل شوې څيره

٢٤ : ډاکټر اعظم دادفر د حاجي بابه خان زوی ، د کډوالو د چارو وزير

ناپېژندل شوې څيره

٢٥ : صديقه بلخي د اسماعيل بلخي لور ، د شهيدانو او معيوبينو وزيره

ناپېژندل شوې څيره

٢٦ : محمد حنيف اتمر د محمد اصف زوی ، د ليو د پراختيا وزير

د لغمان ولايت استوګن چې پخوا يې په مرستندويو ټونو کې کار کاوۀ او د طالبانو له نسکوريدو راهيسته د کليو د پراختيا وزير دی .

٢٧ : انجينيير حبيب الله قادري د حاجي احمد قادري زوی د  مخدره توکيو پر ضد د مبارزې وزير

پخوا د کډوالو د وزارت مرستيال و .