دسميزې پراختيا دملي پروګرام خدماتو ته كتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18046
امين الله ژواكمل
دخبریدو نیټه : 0000-00-00


دجنګ ځپلي هېواددابادۍ اوښېرازې پۀ م وخه دافغانستان اسلامي دولت خپلو هېوادوالوته دمناسبو بوختياوواو هوساينې پۀ مقصد بېلابېلې ملي پروژې پۀ كا اچولي ، چې تر دې دمه يې حيرانونكې پيلې لاس ته راوړي دي.ددې ملي پروګرامونو له ډلې څخه يو هم دسيميزې پراختيا م ي پروګرام او بل دهملند دزراعتي  او كليوالي پراختيا پروګرام دى چې دكليو دبيارغونې او پراختيا دوزرات پۀ چوكاټ كې دوزارت دعالي مقام پۀ نوښت او دجمهوري رياست په منظورۍ دهېواد پۀ ګوټ ګوټ كې تر پلي كېدلو لاندى دى چې دهېواددابادۍ او زوريدلو هيوادوالوته دجنګ جګړې او نورو طبعي او ټولنيزو افتونو په بدل كې د لازم معيشيت او كار برابرولوپۀ مقصد نه هيريدونكي پلانونه عملي كوي اوتر ډيره حده يې ګټوربدلونودخلكو دژوندانه دسطحې د وړولو پۀ برخه كې  رامنځ ته كړي  دي .

دافغانستان اسلامي دولت اوپۀ خاص ډول دكليو دبيارغونې او پراختيا وزرات دټولو دوستو م سته كوونكو هيوادونو او نړيوالو موسساتو پۀ مرستۀ جنوب لويديځ زون ته چې دهيواد نورو برخوته پۀ پرتله  كو وسره ناآرامه او وروسته پاتې سيمه ده د سيمېزې پراختيا دملي پروګرام او دهلمند دزراعتي اوكليوالي پراختيا پ وګرام په چوكاټ كې خاصه پاملرنه كړې ده چې د جنوب لويديځ زون پۀ پينځوولايتونو (كندهار،هلمند،اوزګان،زابل  اونميروز) كې ديو ساحوي اغيزناك دفترپۀ جوړولوسره  د پروګرام دشروع څخه تر دې دمه  33245786 امريكايي ډالره مرسته د عام المنفعه ساختماني او بشري قوا دظرفيتونو دلوړولوپه غرض دبيلابيلې پروژو داجرا لپاره  په مصرف سولي دي ،چې له دې مبلغ څخه (۱۵۲۸۷۶۶۴) امريكايي ډالر د قندهار ولايت ،(۹۶۰۰۵۵۴) امريكايي ډالر دهلمند ولايت (۱۱۴۷۴۲۸) امريكايي ډالر د زابل ولايت( ۶۹۴۸۱۹۶)امريكايي ډالر د ارزګان ولايت او (۲۶۱۹۴۴) امريكايي ډلر د نم يروز ولايت د جوړونې او پراختيايې پروژو لپاره لږول شوي دي چې پۀ دې پروژوكې قريرزې سړكونه،مكتبونه، ،م سجدونه،.كانالونه ،چكډيمونه،استنادي ديوالونه،داوبوشبكې،څاګانې،زراعتي كمپليكس،پلونه ،پلچكونه ك ايزپاكونه  او نورې شامل دي.

هغه پروژې چې دملي پراختيا دساحوي دفتر په چوكاټ كې بشپړې شوې دي او يا دكارلاندې دي د خصوصي ساختم اني شركتونو او يا دكليوالي شوراګانو له لارې عملي كيږې چې دقرارداد كولوكړنلار ېې په ډيره روښانه او معياري دوطلبانه چوكاټ پۀ خاصو وضع شو شرايطو  كې دسيميزي پراختيا دساحوي دفتر او داړوندو ولاياتو د بيارغوني او پراختيا د رياستونوتر نظارت او څارنې لاندې په مخ وړل كيږي.
دسيميزي پراختيا ملي پروګرام دخپل كار دشروع څ خه تردي مهاله پۀ جنوب لويديځ زون كې ټولې 717 بيلابېلې پروژې د 32,984,958 امريكايي ډالرو په ارزښت  شروع كړي دي چې له دې جملې څخه 309 پروژې د 16,193,447 امريكايي ډالرو په ارزښت بشپړې شوي او پاتې نورې د بشپړېدلو په حال كې دي . چې ددې پروژوپه عملي كولو سره 18،374 تنه بيوزلو هيوادوالو ته د1110672 كاري ورځولپاره دكار زمينه مساعده شوې او 981,333 كو نۍ يې دګټې اخيستلو څخه برخمنې شوي دي.

ګڼه

ولايت

كټه اخيستونكي كو نۍ

په كار لږيدلي كراګرانو شمېر

كاري ورځې د مزدوران لپا ه

 

۱

كندها

497925

14766

757298

 

۲

هلم ند

408519

2468

225108

 

۳

زابل

3245

184

25979

 

۴

ارزګان

67719

848

94377

 

۵

نيمروز

3925

108

7910

 

ټول

981333

18374

1110672