په اديسه کې د استاداولمير ياد غونډه وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18119
جلالزی
دخبریدو نیټه : 2008-05-05

دا مو د بابا وطن ۰۰۰


د ۲۰۰۸ کال د مي د میاشتې په څلورمه نیټه د ادېسې په ښار کې د بحرد تم ځاي په يوه ښکلي تا لار کې د افغانانولخوا یو پرتمین ف هنګی کلتوری کنسرت اجرا شو کنسرت د ګران افغانستان دځوان با استعداده ، ښکلي سندرغاړی او ښه هنر مند محترم نجیب حق پرست او د ده ورور مبین حق پرست په ګډون ښیسته شو۰ محترم نجیب حق پرست او هم د ادېسې ښار مهاجرو له وطن څخه لرو افغانانو په غوښتنه د محترم استاد اولمیر ۲۶ تلین په یاد شو ،او ښاغلی نجیب حق پرست د پښتو ژبې خدم تګار د محترم محمد امین بسمل هغه لیکنه ولوستله چې د استاد اولمیر لنډ ژوندلیک یی لیکلی وؤ، او په زړه پورې تاریخې ، علمي ،فرهنګي او کلتوري خبرې وشوې او د محترم استاد د ژوند کارنامو او د ده په زړه پورې سندرو او د ده د شخصي ژوند او راډیو افغانستان ته د اولین ځل لپاره د ده د راتګ په هکله په زړه پورې خبرې وشوې ۰
د محترم استاد اولمیر په څو سندرو او نغمو د ده یاد ډیر په درنښت وشو ، او هم د محترم استاد دا سندره چې
:

دا مو د بابا وطن
دا مو د دادا وطن
دا وطن مو ځان دي
دا افغانستان دی

د تالار د راغلو کسانو میلمانو له خوا د ولو و او ډیرو و احساساتو سره په ولاړه بدرګه شوه ۰

موږ افغانان په هر ځاي کې چې یو د داسې ګرانو هنرماندانو در ، عزت او احترام او د دوي هنر او د دوي زړه وړونکی غږ د دوي یاد مو په زړو کې د تل لپاره پاتې دی۰

د استاد اولمیر هنر زموږ د پاره تارېخي ویاړ دی ، دا ویاړ د تل لپاره په یاد ساتو او احترام يي کوو،ځکه استاد او میر زموږ د وطن میړانو سندرو ویاړ دی چې دا ویاړ د وطن د کلیمې په ویلو او اوریدلو کې پروت دی۰

د استاد د تل ياد په هيله 

په درانښت د اوکراين د ادېسې ښارکې ميشت مهاجر افغانان۰