په کندهار ولايت کې د وروستيو امنيتي
پېښو او ناکراريو له امله د دغه ولايت ١٣٧ ښوونځي تړل شوي، چې په پايله کې يې نږدې څلوېښت زره ماشومان له زده کړې
بې برخې پاتې دي .
د دغه ولايت د پوهنې رييس محمدانور وويل چې په ټوليزه توګه په ټول کندهار کې ٣٦٩ښوونځي شتون
ري، چې لهدې جملې څخه (٢٣٢) ښوونځي فعال او پاتې نور يې غير فعال دي
د هغه په وينا، د يادو شويو ښوونځيو د تړل
کېدو لامل په ولسواليو اوکليو کې خراب امنتيي حالت دى ، چې له مخې يې زده کوونکي او ښوونکي نه شي کولى خپلې درسي
چارې په سمه توګه پر مخ بوځي.
نوموړي د کندهار په ښاري سيمو کې د زده کړې بهير سم او ګړندى وباله، خو زياته يې
کړه چې په لرې پرتو ولسواليو کې د تېرو څو مياشتو په جريان کې ګڼ شمېر ښوونځي سوځول شوي او ښوونکيو ته د وسلوالو
ه لوري ګواښونه شوي دي .
د پوهنې درييس په خبره، د يادو شويو ستونزو د له منځه وړلو او تړل شويو ښوونځيو د بې
ته پرانېستلو په موخه يې هلې ځلې پيل کړي او په دې لړ کې يې له ولايتي شورا، د ولايت له مقام، د سولې او پخلاينې له
ملي کمېسيون، ديني عالمانو او قومي مشرانو سره خبرې کړې دي .
محمد انور هيله وښوده ، چې د يادو شويو ادارو او
خلکو په مرسته به ډېر ژر تړل شوي ښوونځي بيرته پرانېستل شي او په ناکرارو سيمو کې به نجونو او ماشومانو ته د زده
کړې لازم شرايط برابر کړي .
په دې وروستيو کې د کندهار د نورو ولسواليو تر څنګ د شاوليکوټ او خاکرېز ولسواليو
قومي مشرانو هم د تړل شويو ښوونځيو د بيرته پرانېستلو هوډ کړى او له حکومت څخه يې د مسلکي ښوونکيو او درسي م
وادو غوښتنه کړې ده .
د پوهنې رييس په دې اړه وويل چې دغه پروسه يې له څه مودې را هيسې د ولايتي چارواکيو اوقومي
مشرانو په ملتيا پيل کړې او په نږدې وخت کې به په دې ولايت کې (١١٢) ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې کړي.
د هغه په
وينا، له دې جملې څخه د٥١ ښوونځيو د ودانيو د رغونې کار پاى ته رسېدلى او په راتلونکيو څو ورځو کې به د١١ نورو
ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو قرار دادونه لاسليک کړي .
نوموړى وايي چې د ښوونځيو لپاره د يادو شويو ودانيو
د جوړولو کار دکندهار پر مرکز برسېره په سپين بولدک، ډنډ، ارغنداب، تخته پل، دامان، پنجوايي، شاوليکوټ او
خاکرېز ولسواليو کې يا بشپړ شوى او ياهم دوام لري .
د هغه په خبره، د پوهنې وزارت د پلان له مخې به په روان کال
کې دکندهار په هره ولسوالي کې يوه ديني مدرسه هم جوړوي، چې په دې لړ کې د پنجوايي، ارغنداب او سپين بولدک په و
سواليو کې د درېو_ درېو ديني مدرسو د جوړولو کار عملاً پيل شوى دى.
خو نوموړي له دې هر څه سره سره د پوهنې په
برخه کې د مسلکي ښوونکيو کمښت د يوې سترې ستونزې په توګه يادوي او وايي چې دکندهار ګڼ شمېر ښوونځي د ښوونکيو له
نشتوالي سره مخ دي.
د هغه په وينا، د هېواد ډېرى مسلکي ښوونکي ياخو سپين ږيري شوي، يا وفات شوي او يا هم د ا
تصادي ستونزو له امله په يو شمېر موسساتو کې کار کوي .
نوموړى وايي چې که د ښوونکيو معاش اضافه شي ، نو ګڼ
مېر مسلکي ښوونکي به جذب کړاى شي، چې هغه مهال به د زده کړې معيار هم ور سره اوچت شي .
د کندهار ولايت ګڼ شمېر
ومي مشران او ځايي اوسېدونکي هم د تړل شويو ښوونځيو د بېرته پرانېستلو هرکلى کوي او وايي چې په دې برخه کې به د
پوهنې له رياست سره هر اړخېزې مرستې کوي .
هغه د دولت له مخالفينو هم غوښتنه وکړه چې د ښوونې او روزنې مرکزونه
دې د خپلو سياسي موخو ښکار نه کوي، ترڅو ددوى ماشومان د ناپوهۍله تورو تيارو څخه راووځي.
په روان کال زېږ ديز کال کې د ټول کندهار (١١٢٩٠٠) زده کوونکي ښوونځيو ته ځې چې له دې جملې څخه (٧٧٥٠٠) تنه هلکان او پاتې يې (٣٤٥٠٠) تنه نجونې دي .