دافغان انتخاباتو په اړه د ايران او پاکستان نوي هڅي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18282
عزمت علی
دخبریدو نیټه : 2008-05-13

د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه د ايران او پاکستان نوي هڅي

د افغانستان په چارو کی په تیره بيا دملی مسائيلوپه هکله دايران او پاکستان د حکومتونو پاليسيو ته يوه لنډه كتنه
په اوسنی کړکيچنو اوغیر امنیتي حالاتو کې ايران او پاکستان غواړی خپلي گټي دافغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې تمثيل کړي.
ايران او پاكستان دافغانستان دوه نږدی او په ظاهرکی دافغان جنگ ځپلي او خوار ولس دلسوزه، متعهده، په نیب کی صاف او با دیانته ګاونډي هيوادونه دی چی د افغانستان د تپل شوی دیرش کلن جنگ جگړی په اوږدو کی د قومونو او قبیلو په منځ کی جنگونه غزولی دی او په باالفع ه و باالقوه توگه په جگړواو ورانیو کی ونډه درلودل او دافغان مسلمان ولس د مړینی او ژوبلی مستند او مشهود م سببان او عاملين دي.

جوته ده چی دتاریخ په اوږدو کی د ایران او دپاکستان د دواړو استخباراتی او نظامی اسوهنو نتیجه وه چی تر اوسه مخصوصاً د ناتو په موجودیت کی د افغنستان په جگړو او نا امنیو کی لاس لری. پورتنی مغرضو او مداخله گرو هیوادونو او دهغوی ملگری د هاغو هدف درلودونكو هيوادونو له جملو څخه شميرل كيږي چي دتا يخ په اوږدوكي په تيره بياپه افغانستان كي د شوروي اتحاد د سره پوځ ديرغل دنيټي څخه وروسته په پربنډو توګه زم ونږدګران هيواد په چارو كي دخپلوناوړو ګټو په ترلاسه كولوكي په سياسي، اقتصادی، بیارغونی اوپوځي اړخونو كي د دوستي او ورورګلوي تر شعارلاندی ډول ډول كرغيړن تحركات ترسره كړي او افغان مسلمان ولس ته د سر او مال زښت زیات تاوانونه رسولی دي.
دپورتنيو مغرضو هيوادونودشرمه څخه ډك ناوړو لاسوهنو او سياسي تحركاتو له جملو څ خه زمونږپه ګران هيواد كي په تيره بيا په دي ورستيو كي زمونږدپښتنو او هزاره وروڼو په منځ كي دنفاق او شقاق د بيا را ژوندي كولو او په هيواد كي د ګډوډيو، ناامنيو او وينو تويولوپراخه موقع او زمينه برابرولو لپاره هڅي او هاند د ځينو پلورل شويو او سست عنصرو افغاني ګوډاګيانو په واسطه په پراخه پيمانه پيل شوي دي، چي زمونږ هيوادوال په تيره بيا ګران لوستونكي د تورخمه څخه تر تورغونډۍ پوري تري خبردي. داچي هوس هوس په موجوده حساسو شرایطو کی دافغانستان د ځوان حکومت او دخلكو دمنتخب نمايندګانو په وړاندي هاغه ملی اودروند مسئولیتونه چی په هیواد کی د ملي وحدت تأمینول، ملي ګټي خوندی کول ، ملي امنيت راوستل او ټولنيزعدالت پراخولو په لاروچارو كي دروند پیتئ پروت دئ، چی د قضيي يوه اساسی اړخ تشكيلوي، همداشان له بلي خوا څرنګه چي ولیدل شو په غزني او بام يانو په ولايتونو په خینو سیمو او علاقو کی كي دكوچيانو او هزاره وروڼوپه منځ كي د تاوتريخوالۍ په اړوندو م سايلو كي زمونږ په هيواد مين ځيني منتخب نمايندګانو ولي د يو اود بلو پلمو خپلو اعتراضاتو او اعتصاباتو ته انونی بڼه ورکوی؟ او ولي د څه دپاره په كابل پوهنتون كي دمحصلينو د پاكو احساساتو څخه د يو او بل قشر په ګټه او خلاف سياسي ګټی اوچتیږی؟ آيا ويلاي شو چي په دي اړوندو ملی ضد مسائلو كي دچا لاسونه دى؟ مسلمه او ثابته خب ه ده چي نه يواځي په دي ورستيو تاوتريخوالو كي بلكي په مجموعي توګه ويلاي شو چي د افغانستان ګاونډي هيوادونه (ايران او پاكستان) هيڅكله نه غواړي چي زمونږ په جنګځپلي هيواد كي سوله او امنيت تآمين شي. د بهرنیو صاحب غرضو ټولگیو او ځواکونو، کوم چی په افغانستان کی ملی، ژبنیز، قومی، نژادی او مذهبی مسایلو کی گوتی وهی او دقومونو او قبایلو تر منځ ملی نفاق او بیلتون منځ ته راولی په لاندی ډول سیاسی او استراتیژک اهداف او پلانونه لری:
1- په افغانستان کی دجنگ جگړو دوام او پراختيا.
2- په افغانتسان کی پراته او میشته ناټو ځواکونوته تهدید او گواښ.
3- دافغانستان موجوده حکومت کمزورئ کول.
4- دافغانستان په راتلونکی ریاستی او پارلمانی انتخاباتو په درشل کی دخپلو پخوانیو تالی څتو طرفدارانو په منخ کی دسیاسی و اقتصادی هدفونو د تامینیدلو په منظور نفوذ او ح ضور پیداکول.
5- د تش په نامه آزاد اقتصادی بازار څخه به گټه اخستلو په تول هیواد کی د خپلو بی کیفیتوصنعتی، خوراکی، ملبوساتی، طبی اواستهلاکی تولیداتو او توکو د هیواد بی سرحده او بی دروازی ښارونو او بازارونو ته په قانونی او غیر قانونی توگه واردول او پیرودل.
په پای کی ویلای شو چی په سیمه کی د پورتنیو نوښتونو او سیاسی خوزښتونو څخه داسی څرگنریزی چی مغرضو هدف لرونکو او مداخله گرو هیوادونو تر هاغه وخته پوری به خپلو ک غیړنو پالسیو ته به دوام ورکړی تر څو چی دافغانستان جیوپولوتیک او جیواستراتیژیک منل شویو بین الاقوامی یا بین المللی پولی، کرښی او سرحدات ونه ټاکل شی و په پوره توگه ستراو امن نشی. او له بلی خوا په افغانستان کی د پوره ثبات، امنیت او تولنیزعدالت تأمینول او راوستلو په لارو چارو کی د یو اساسی، منل شوئ، انطباقی م یکانیزم او استراتیژی ضرورت لیدل کیزی چی د یو پیاورئ اسلامی او حقوقی نظام په رڼا کی د جناب منتخب جمهور ییس کرزی او د افغنستان پخوانئ وزیر جلالی صاحبانو او همدا شان د نورو ملی او نریوالو منابعو په قول او ویناوی ٌ افغاني و بهرني قاچاقبران، مفسدین، رشوت خواره، توپك سالاران، بی تعهده، بی تجربه، بی ظرفیته، تپل وئ، مصلحتی، غرب خپلی دوه تابعیتان او غیرمسلکی اشخاص او افراد پکی نه وی او دقانون د غیر مشروط،، تنفیذ د زم ان، مکان او نورو مبتذلو سلیقو او ملاحظاتو څخه پرته په غوڅه توگه پلئ شی. نو هاغه وخت لیدل کیژی چی نه یواځی د هیواد او د خلکو دبهرنیو اوکورنیو دښمنانو لاس د افغانستان څخه پریکیزی بلکی په هیواد کی ټول میشته مسلمان وروڼو او قومونو په یو آواز او یو لاس دخپل ویجاړ او جنگځپلی هیواد په بیا رغاونی کی د اعتماد او ورورگلوئ ت سیوری لاندی ونډه اخستئ شی او بس.

يادښت:دا ليکنه زمونږ د ويب پاڼي کوم گران لوستونکي مونږ ته استولي خو خپل نوم يې  ندی ليکلی .