دکندهار ډيري اوسيدونکي اوروڼ اندي
دتير په څير يو ځل بيا په شخصي ټلويزيونونو کي دهندي سريالونو دبنديدو غوښتنه کوي دوي دعلماو دشورا،ولسي ج
ګي ،اواطلاعاتو اوکلتور وزارت دپريکړوڅخه ملاتړکوي
دغه هندي سريالونه چي دکوم کوم ،امتحان زندګي .تولسي
، اودولهن په نومونودي په هيوادکي ددروشخصي ټلويزيونونو طلوع ،اريانا ،اوافغان ټلويزيوني چينلونو دلوري
خپريږي
پدي وروستوکي ډيرو هيوادوالو ددغه ډرامو دبنديدو غوښتنه کوله چي ورسته دهيواددعلماو دشورا ولسي
جرګي اواطلاعاتواوکلتور وزارت دروان کال دوري په مياشت کي په رسمي ډول ددرو واړوچينلونوڅخه په څوځله وغوښتل
چي ددي سريالونو دخپريدوڅخه ډډه وکړي . خونوموړوټلويزيوني چينلونوداطلاعاتوکلتوروزارت دي امر ته غاړه
کښينښوده اودادي ترنن نيټي پوري هم خپريږي
دکندهار ښار اوسيدونکي شاعر اوليکوال نجيب الله هوتکي
ديادسووسريالونوخپرول په افغاني کلتوراوفرهنګ دپرديويرغل ګڼي اوزياتوي چي نوي اوځوان نسل مودي ته هڅوي چي
خپل کلتور هير اودپرديوکلتورته مخه کړي
دکندهار يوبل اوسدونکي حاجي حکمت الله هم دهندي سريالونوخپرول
غندي دنوموړي په ويناچي که ديوي خوا يي ليدل اړين دي اوتري ګټه پورته کيږي خودبلي خواپه دي ډراموکي داسي څه
خپريږي چي هغه زموږدديني اوکلتوري ارزښتونوسره په ټکرکي وي اودټولني پرځوان قشرباندي زيات منفي تإثرات شندي
نثاراحمدبيا پردولت ږغ کوي چي پدي اړونددي خپلي سوي پريکړي ژرترژره عملي کړي ،دده په خبره چي دغه موزيرو
راموپدي لنډ وخت کي خپلي ناوړه اغيزي زموږپه پاکه ټولنه وشندلي
نوموړي په خاص ډول منګل سوتر ته اشاره
کوي چي دهندوانو مذهبي کړنه ده اودبده مرغه دغه اوس زموږځيني ځوانه طبقه دخوښيوپه مراسموکي غاړي ته
اچوي
پاته دي نوي چي په هيوادکي دهندي سريالونوخپرول نه يوازي دکندهار عام اولس غندلي بلکي دهيوادپه ګوټ
ګوټ کي ديني عالمانو ،فرهنګيانواوروڼ اندوپه کلکه اوسختوټکوسره غندلي اودبنديدو غوښتنه يي کړيده ،دوي
ددولت څخه دسرغړوونکودمحاکمي غوښتنه هم کوي ،نوداچي کله به ددولت اجراۀيه قوه پدي بريالي سي چي مخه يي
ونيسي خداي خبردي