ننګرهار : د علامه رشاد باباد مړيني څلوېښتمه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1881
عبدالله احسان
دخبریدو نیټه : 2005-01-08

 

د ختيځي سيمي د ژورناليستانو او ليکوالو خپلواکه ټولنه  او  رڼافرهنګي  مرکز له  خوا سبا د (مرغومي د مياشتي پر  شلمه  نېټۀ  د ننګر هار  په ولايت کښي د ارواښاد استاد اکاډيمسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مړيني څلويښتمه نمانځي .

ټاکل شوې ده چي په دې غونډه کي به هرات ، کندهار ، غزني ، کابل ، لغمان ، خوست ، کنړ ، نورستان ، مزار شريف ، ننګرهار او ځينو نورو سيمو ليکوال او فرهنګپال برخه اخلي .

غونډه به د سهار پر ٩ بجو نهو د ننګرهار ولايت د قبايلو چارو د رياست په انګړ کي پيل او د مازديګر تر څلورو بجو پوري به دوام وکړي .

د دې نمانځنغونډي چاري د ختيځي سيمي د ژورناليستانو او ليکوالو د خپلواکي ټولني د مشر ښاغلي لال پاچا ازمون او  رڼا فرهنګي مرکز د مشر حاجي عبدالظاهر قدير له خوا د ننګرهار ميشتو فرهنګپالو په همکاري تر سره شوي دي .

بېنوا ويبپاڼه هڅه کوي د غونډي تر پای ته رسيدو وروسته د غونډي جزيات تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کړي .

همدا ډول نن د ١٣٨٣ کال د مرغومي دمياشتي پر ١٩مه نېټۀ چي د ٢٠٠٥ کال د جنورۍ د مياشتي د ٨ سره سمون لري ، د امريکا د نوي يارک په ښار کښي دخدای بخښلي استادعلامه رشاد بابا څلوېښتمه ونماځل شوه .

 د نيويارک د غونډي راپور پر ليکه شو ، دلته يې ولولئ .