دبينوا ويبپاڼي درنو لوستونكوددې
پاره چي ددغې مهمي پېښي په اړه تاسوهراړخيزمعلومات ولرى موږهڅه كړي چي ددې پيښي د دريوښكېلوغاړويعني طا
بانو، امنيتي ځواكونو اوبنديانوخبري ترتاسوپوري ورسوو:
طالبان:
هغه وسله وال طالبان چي دكندها
پرلوي محبس يي په بريد كي برخه اخيستي بېنوا ويبپاڼي ته ددغه پېښي په اړه معلومات وركړي اودنوم نه څرګندو
وپه شرط يي ددغه معلوماتودخپراوي اجازه كړي، طالبان وايي چي دڅه مودي راهيسي په دې فكركي وه چي دخپلوبندي م
ګرواسارت پاي ته ورسوي اودداسي پلان له مخي خپل ملګري راخلاص كړي چي نه دوي اونه هم بنديانوته تاوان ور و
سېږي، دطالبانوپه ويناچي دوي همداسي پلان جوړكړ اودكندهارله نژدې ټولومناطقوڅخه ددغو عملياتولپاره طالبان
راوغوښتل سول، طالبان وايي چي دوي د خپلي حملي لپاره د شنبې په شپه اماده ګي ونيول، دشپي نهه بجې وي چي طا
بانودكندهارښارلويديځه څنډه چي سرپوزه، ميرويس مينه، ښارنو اونوري محبس ته نژدې منطقي پكښي شاملي دي ونيو
ي اودلته يي طالبان ځاي پرځاي كړل، دطالبانوددغه قوماندان په ويناچي دوي لومړي هغه كرازډوله موټرچي دتي
وټانكرهم ورباند نصب وو او ۱۸۰۰ ګيلوګرامه زورور چاودېدونكي مواد پكښي ځاي پرځاي سويوه دخپل يوه فدايي
(ځانمرګي) ملګري په لاس وركړ، ده ته امرسويوو چي بايد ټانكردمحبس په دروازه كي وچوي، خودطالبانوددغه قوم
اندان په ويناچي ددوي ملګري مخكي تردي چي دروازي ته ورسيږي دمحبس دساتونكولخوا ودرول سو، طالبان وايي چي
ددوي ملګري ونه سواي كولاي چي نورموټرمخ ته كړي او په وارخطايي له موټرڅخه راكښته سواو ويي ځغستل، كله چي دغه
طالب وځغستل نو دمحبس دساتونكولخوا ورباندي ډزي وشوې چي په پښه كي يي زخمي كړ، دغه طالب لا ځغستل او له موټرڅ
خه يي ډيره فاصله ونيول چي نورو طالبانو پرټانكر دراكټ (RPG) واري وكړ اوټانكريي وويشت، دراكټ دګذارسره سم
ټانكروچاودېد او دومره زوروره چاودنه رامنځته سوه چي دمحبس ددروازي اوديرش متره ديوال څخه علاوه يي دت
افيكومديريت هم تخريب كړ، په چاودنه كي دمحبس ددغي دروازي ټول ساتونكي ځاي پرڅاي ووژل سول، طالبان وايي
چي لږوخت لانه ووتيرسوي چي يوشميرپوليس دپېښي ځاي ته راغلل، كله چي دوي په دغه سيمه كي په ګښت پيل وكړنو دطا
بانوپه ويناچي ددوي پوبل تن فدايي (ځانمرګي) ملګري چي په زرغونه رينجرموټركي يي زياشميرچاوديدونكي مواد ځاي
پرځاي كړيوه، پردغوپوليسوهم ځانمرګي بريد وكړچي پدې بريد سره ټول ولاړپوليس ځاي پرځاي ووژل سول، طالبان ووايي
چي ددوي ملګرو لدې وروسته پرمحبس يرغل وروړاو دننه دمحبس دروازي يي په راكټونوووېشتلې اوماتي يي كړې، دطا
بانوپه ويناچي په محبس كي له دوي سره لږمقاومت وسواوله لږځنډوروسته يي دټول محبس واك په لاس كي واخيست، طا
بان وايي چي لومړي يي دخپلوبندي ملګرو(سياسوبنديانو) د كوټوقلفونه مات كړل اوټوله طالب بنديان يي خوشي كړل،
دطالب قوماندان په ويناچي خپلوملګروته يي امروكړچي طالب بنديان په امن له محبس څخه وباسي، طالبان وايي لدې
وروسته يي دجنايي بنديانوقلفونه هم مات كړل اوهغوي يي هم خوشي كړل، همدارنګه يي دښځودمحبس قلفونه مات كړه اوهغوي يي هم خوشي كړل،
دطالبانوپه ويناچي دوي له ټولوجنايي بنديانوڅخه وغوښتل چي له دوي سره تريوه ځايه بايد خامخاملګري وكړي اوله
هغه وروسته بيا ددوي اختياردي، طالبان وايي چي دوي پوره ۴۵ دقيقي په محبس كي په ډيرډاډسره عمليات وكړل اوټول
بنديان يي چي ددوي په وينا شميريي ۱۴۰۰ تنوته رسيدي خوشي كړل، طالبان وايي چي وروسته دكندهاردزاړه ښارپرلا
دوي خپلومركزونوته دبنديانوسره روان سول اوخپلوټولوملګروته يي وويل چي په تدريج سره له ساحي څخه ووزي اوله
خپلونوروملګروسره ددوي په مركزونوكي يوځاي شي.
امنيتي ځواكونه:
ددغي پيښي په اړوند ترسهارناوخته امنيتي مسئولينو رسنيوته څ
ه نه ويل خوبالاخردسهارد اتو بجوپه شاوخواكي د ۲۰۵ اتل قول اردورئيس اركان جنرال امين الله پتياني له
رسنيوسره خبري وكړي ، له هغه څخه ددغي پېښي دڅرنګوالي په اړه وپوښتل سول چي هغه يي په ځواب كي داسي
وويل : دهيواد ددښمنانولخوا دغه پلان سوي عمل دشپي په نهه نيمي بجې ترسره سو، جنرال پتياني وويل چي دوي ته
ددغي پيښي خبردشپې پرلس نيمي بجې (پوره يوساعت وروسته ) وركړل سو، دجنرال پتياني په ويناچي ددوي دكمانډويي
كنډك ځواكونو سيمه محاصره كړي اوجدي هڅي كوي چي تښتيدلي بنديان بيرته ونيسي، جنرال پتياني دتښتېد
وبنديانودشميرپه اړه ناخبري وښوده اودايي دمحبس دمسئولينووظيفه وګڼل، په وروستيومعلوماتوكي دكندهارنظام
ي څارنوال جنرال محمد صادق شينواري له محبس څخه دتښتېدلوبنديانوټولي شميري رسنيوته پدې ډول وښودې
:
په محبس كي دټولو بنديانو شمير(۱۰۵۹) تنه، چي اوس يوازي (۱۶۷) تنه بنديان په محبس كي پاته دي ، د
تښتيدلو (۸۹۲) تنو څخه (۳۸۹) تنه سياسي او (۶۴۶) تنه جنايي بنديان وه چي په تيښته بريالي سويدي .
دامنيتي
ځواكونوپه اندلومړى دمحبس پردروازه ځانمرګي بريدسوي اوبيايي پرمحبس حمله كړيده، په پيښه كي دوژل
سووكسانوپه اړه دكندهاردولايتي شوراي رئيس احمدولي كرزي سهاروختي بي بي سي راډيوته وويل چي په دغه پيښه كي
۱۵ تنه پوليس چي دمحبس ساتونكي وه وژل سويدي، خونظامي څارنوال بياوايي چي په دغه پېښه كي نهه كسه پوليس وژل
سويدي.
ديادوني وړده چي دكندهارولايت دامنيت اصلي مسئول امنيه قوماندان مل پاسوال سيداغاثاقب ددغي
پيښي په اړه له رسنيوسره تردامهاله هيڅ خبري نه كوي.
بنديان:
هغه بنديان چي په كندهارمحبس كي ساتل كيدل پردووبرخوويشل سويوو، لومړي سياسي بنديان چي ډيره
برخه يي دطالبانوسره دتړاوپه تور نيول سويوه ، دوهم جنايي بنديان چي په جنايي جرمونوتورن وه، دلته موديوه
سياسي اودووجنايي بنديانوخبري رالنډي كړي چي دپيښي په اړه يي بېنواويب پاڼي ته معلومات وركړي دي:
مخكي
مووويل چي په سياسي بنديانوكي هغه خلك شامل وه چي دطالبانوسره دتړاوپه تورنيول سويوه ، هغه يوه سياسي بندي (
طالب) چي تيره شپه په تېښته بريالي سويوو او دده په وينااوس له خپلوملګروطالبانوسره په مركزكي دي
بېنواويبپاڼي ته دتلفون پركرښه ددغي حملي په اړه وويل چي موږ (سياسي بنديان ) له مخكي لاخبروو، اوپه تيروڅوو
ځوكي يوه اندازه وسلي چي په هغوكي تومانچې اولاسي بمونه وو، لاس ته راغلي وه، كله چي زموږ نوروملګ
وله محبس څخه دباندي حمله وكړه نوموږدلته ځان اماده كړاوكله چي طالبان موږته رانږدې كيدل نوموږهم پ
موجوده پوليسوډزې وكړي اودلاسي بمونوڅخه په ګټي اخيستوموپرپوليسومرګوني ګذارونه وكړل، كله چي پوليس له
دواړوخواوو ترحملي لاندي راغلل نوسخت وارخطاسول اويوي اوبلي خواته يي ځغستل چي بياموږ ونه ليدل چي څه
سول؟ ........ دغه طالب بندي وايي چي دوي ته دنوروطالبانوپه رارسېدوهغوي ددوي دكوټوقلفونه په ډزو سره
وويشتل او ټول طالب بنديان يي راخلاص كړل ، دغه طالب بندي وايي چي له خپلوملګروسره اوس (سهار۷ بجې) دسهارچاي
چښې اوله خداي جل جلاله ډيرشكرګذاردي چي له بنده يي راخوشي كړ، دى وايي چي دده په وينابيابه هم جهادته
دوام وركوم ترڅووطن مي له پرديوازادشي.
هغه جنايي بنديان چي دلته يي تاسوته خبري وړاندي كوودوه ډوله دي
، لومړي هغه جنايي بندي چي په تيښته بريالى سويدي، دغه جنايي بندي بېنواويبپاڼي ته وويل چي هغه وخت موږسخت
وبېريدوچي كله دمحبس مخته يوه درنه چاودنه رامنځته سوه ، دغه بندي وايي چي ترچاودني لږوخت وروسته بله چاودنه
هم وسوه اوبيانودراكټونواوماشيندارو سختي ضربي پيل سوي ، دلته ولاړپوليس ډيرحيران اووارخطاوو هغوي دد
وازې خواته ولاړل اوبياموونه ليدل چي څه سول ، له ۱۵ دقيقو وروسته طالبان محبس ته راغلل او يوه يي په
وړږغ وويل چېري ياست داسلام غازيانو!! ؟ دلته دسياسي بنديانوله كوټوڅونفرو ورږغ كړل چي دلته
يوغازيانو،، بياطالبان ورغلل دسياسي بنديانودكوټوقلفونه يي په برچوماتول خونه يي سواي ماتولاي ، وروسته يي
په ډزودغه قلفونه مات كړل اوټوله طالبان يي له كوټوڅخه راوايستل، كله چي طالبانو خپل ملګري ټوله وايستل
دجنايي بنديانوخواته راغلل اوزموږ قلفونه يي هم رامات كړل اوموږيي هم له ځانه سره بوتلو... كله چي ترزاړه ښا
وه ورسېدو بيايي راته وويل چي اوس نوتاسواو اختيار! كه زموږ سره ځى اوكه نه ، دغه بندي وايي چي مافيصله
وكړه چي خپل كورته ولاړسم ، اودادي اوس دخداي په فضل په خپل كوركي ناست يم،
بېنواويبپاڼي ته يوه ازاد خبريال
چي له محبس يي څخه له نژدې ليدنه كړيوه اوپه محبس كي يي له پاتوبنديانوسره خبري كړيوي وويل: سهارمهال يي خب
يالان محبس ته نه ورپريښول خوزه (دغه خبريال وايي) پر۱۰ بجودكوم چاپه شناخت وتوانېدم چي محبس ته ورسم
اوعكسونه ځيني واخلم اوهمدارنګه له ځينوبنديانوسره خبري وكړم، خودغه كارونه مي ټوله په پټه ترسره كړل، م
اپه جنايي برخه كي ډيرلږ شميربنديان وليدل چي هلته ناست ووله ډيرومي پوښتني وكړي چي تاسوولي پاته ياست؟
.... چاته راته ويل چي زمادبندموده لس ورځي پاته ده نوولي تښتيدم؟ ، بل يوه بياويل چي زه دلته دجنګ په وخت كي د
اكيټ په لمبه وسوځېدم لاره مي نه ليدل اودادي دلته پاته يم