په جاپان کې هر کال ۳۰۰۰۰ کسان ځانوژنه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18999
حبيب ګل توتاخيل
دخبریدو نیټه : 2008-06-17

په جاپان کې هر کال ۳۰۰۰۰ کسان ځانوژنه کوي

له انټرنيټ نه ژباړه

حبيب ګل توتاخيل

 په جاپان کې چې د نړی یو پرمختللې هیواد دی د ځانوژنی پیښې ورځ په ورځ زیاتیږي. په دی هیواد کې ۱۲کروړه او ۸۰ لکه خلک ژوند کوي چې د دولتی شمیرو له مخی پکې هر کال ۳۰ زره خلک ځان وژني او له تیرو ۱۰ کلونو نه په دی شمیر کې هیڅ کمې نه ده راغلی.

په جاپان کې د ځانوژنی بیلا بیلې طریقې دود دي چې د وخت په بدلیدو سره په دې کې هم بدلون راځي او حیرانونکې یی لا دا چې په ځانوژنو کې انټ نیټ ویب پاڼی ډیر رول لري، په دی هیواد کې سلګونو داسې ویبپاڼې موجودي دی چې هغه د خلکو ته د ځان وژنې اسانې طری ی ورپه ګوته کوي. په دی ویبپاڼو کې داسی کړنی ورپه ګوته کیږي چې څنګه یو څوک کولاې شی بې له دې چې څوک پرې خبر شي ځانوژنه یی بریالې پای ته ورسیږي.


له تیرو دوو میاشتو راهیسې په داسې ویبپاڼو کې د پام وړ زیاتوالی راغ ې چې د ځان وژنی په زړه پورې طریقې ښایی او په زړه پورې سرلیکونه ورکوي لکه : (تاسو په ښې او په ښکلې طریقی سره ځانه وژلې شی، د ځان وژنې عزتمنده او اسانه طریقه او په ځینو ویبپاڼو کې بیا داسې لیکل شوي وي چې د منت او د شرم له ژوند نه مرګ ښه دې نو د دی لپاره تاسو اسانه طریقی غوره کړۍ).


که څوک ځانوژنه کوي او که نه خو د دې ویبپاڼو م ورې په ډیره مینه لولي او که کله دې ته اړ شي چې ځان وژنه وکړي نو له خپلو ملګرو څخه هم مشوره اخلي.


ویل کیږي چې جاپاني خلک له خپل ژوند سره ډیره مینه کوي او د یو بل ډیر خیال ساتي ، که عصه ورهم شي خو په چا لاس نه اوچتوي او کله چې داسی مرحلی ته ورسیږي چې نور ورته ژوند کول بې ګټې ښکاره شي نو بیا سمدلاسه په ځان وژنی لاس پو ی کوي.


ډیری جاپاني خلک د ځانوژنی لپاره ډیری طرحې نه جوړوی او د معمول سره سم کله چې له کوره د دفتر په لور درومي اد اورګاډی په تم ځي کی د اورګاډي په تمه دریږي او کله چې اورګاډی راځي نو یو ناڅاپه د اورګاډي په یکه ځانه ورغورځوي او ځان وژنه کوي، دا هر څه په څو شیبو کې تر سره کیږي اوهیڅوک نشی کولای چې له ځانوژونکي سره مرسته وکړي.


ډیرۍ نجونې چې په مینه کې ناکامه شوي وي او یا هم له خپل راتلونکي نه ناهیلی وي په داسې ځانوژنو لاس پورې کوي او د ځان وژنی نه څو شیبی مخکی خپلو ملګرو او یا هم مور پلار ته د تلیفون له لاری پیغام یږي او ورته لیکي (له نن نه وروسته مو لیدل ممکن نه دي که څه غلطي رانه شوي وي نو بخښنه غواړم).


څه وخت د مخه په جاپان کې ټولنیزې ځان وژنې ډیرې شوې وې که څه هم اوس یو څه کمې شوی دي خو بیا هم ځینې خلک د ځان وژلو لپاره تر ټولو غوره طریقه همدا ګڼي او هغه په دې بڼه تر سره کوي چې یوپنځه شپږملګري (نجوی او هلکان) د چکر لپاره یو داسې ځای ته ځي چې د خلکو تګ راتګ پکې نه تر سترګو کیږي او همدا د دوی اخري چکر شي او بیا په ارامۍ سره خپل ژوند ته د پای ټکې کیږدي.


دوی په یو موټر کې سپریږي د یو سیند په لورې ځي تر ماښامه ښه مزې کوي او وروسته له هغې چې تیاره جوړه شي په موټر کې یو ځای سپریږي د موټر ښیښې پورته کوي او دروازې هم په ځان پورې کلکې بندې کوي د نشې ګولۍ خوري او له هغه وروسته د ګاز ډبه را اخلي او ګاز پرې پریږدي چې ورو ورو له د ګاز له ډبې نه ګاز وځي او په دې طریقه دوی خپل ژوند ته د پای ټګې ږدي. په عام ډول د دې خلکو عمرونه له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې وي.


د ۵۰ کلونو نه د زیات عمر خلک چې له خپلو اوږد مهالو ناروغیو نه په تنګ شوي وي او داسې څوک هم نه وي چې له هغه پاملرنه وکړي میرم ن یی لا له ده د مخه مړه شوي وي او یا یی هم طلاق ورکړي وي او که اولادونه یی هم وي نو له هغوی سره بیا دومره وخت نه وي چې له دوی پاملرنه وکړي هغوی د خپل ځان لپاره ژوند کوي او دا د جاپان په ټولنه کې یو دود دې او بد نه ګڼل کیږي، نو په داسې حالت کې دوی په ځانوژنې لاس پورې کوي.

په دې بوډاګانو کې داسې کسان هم وي چې ډیر شته هم لري او د هیڅ کمی ورسره نه وي خپل ټول شته یو خیریه ټولنې ته ورکوي او خپله د بې چارې د ژوند نه مرګ ته غوره والۍ و کوي.

په زړه پوری خبره دا ده چې په دې هیواد کې ځینی خلک د ځان د وژلو لپاره له نورو مرسته غواړي. په دې و ستیو کې یوې ۲۱کلنې جاپاني میرمنې په بریښنالیک کې یو سړي ته لیکلي وو (غواړم ځان ووژنم که مرسته راسره وکړې م نندویه به دې یم). دې ښځې چې له کوم سړي نه د مرستې غوښتنه کړې وه هغه هم د دی (خیر د کار) لپاره تیاری وښود او ورته اغی. دې ښځې له سړي نه وغوښتل چې کله هم هغه د خوب ګولې وخوري او نشه شي نو د هغي مري دې ونیسي تر څو ووژل شي او په همدې ډول دې ښاغلي هم ښځه د ژوند له شره خلاصه کړه.

دې سړي ته د ښځی له خوا دوه لکه ین (نږدې یو لک افغانۍ) د هغې د وژلو لپاره ورکړل شوي وو.

د ښځې د وژلو نه وروسته چې پولیسو د هغې بریښنالیک ولید نو هر څه ورته معلوم شول او سړی یی د ښځې د وژلو په تور ونیوه.

د ځان وژلو یو بله ډیره خطرناکه طریقه چې په دې هیواد کې اوس ډیره دود شوی ده چې د هایدروجن سلفایډ ګاز په وسیله تر سره کیږي. دا دومره خطرناک ګاز ده که د تنفس له لاری په لږه کچه هم بدن ته ننوځي نو په غاړه او سترګو کې سخت درد پیدا کوي او که ډیر بدن ته ننوځي نو د دماغو سیسټم له منځه وړي او ساه بندیږي چې انسان له مرګ سره مخامخ کوي.

د ګازچې څومره په اسانه توګه جوړیږي نو هغومره ډیر خطرناک دې او په ډیری تیزی سره خوریږي چې تقریباَ په ۱۰۰مترۍ کې هم په خلکو اعیزه کوي.

د جاپان د هوکاییدو په ټاپو کې یو ۲۴ کلن ځوان چې له انټرنیټ نه یی د دې ګاز د تیارولو طریقه زده کړې وه په لسو دقیقو کې یی دا ګاز جوړ کړ. هغه وخت نیمه شپه وه ټول خلک ویده وو، ځوان د ګاز د خلاصولو نه وروسته ځای په ځای ومړاومور یی په ډیرو هڅو ژوندې وژغورل شوه.

دې ګاز د سیمې تقریبا ۳۰۰ خلک اغیزمند کړي وو. د دې ګاز بوی د خوسا هګۍ په شان دې.

د پولیسو د وینا سره سم په ورستیو دوو اونیو کې ۹۰ کسانو د دې ګاز په وسیله ځانوژنه کړې وه چې په هغوې کې یوه ۱۵ کلنه زده کونکې هم شامله وه البته دې جینې په احتیاط سره په تشناب کې ځان وژنه کړې وه او د تشناب په دروازې یی لیکلي وو چې دروازه خلاصه نکړۍ دننه خطرناک ګاز ده ، کله چې د جینې مور دا لیکل لیدلي وو نو وار له واره یی پولیس خبر کړي وو خو د پولیسو له راتګ نه مخکې دا جینۍ بلې نړۍ ته رسیدلې وه.

د جاپان پولیسو د انټرنیټ د خدمتونو ادراې ته ویلي تر څو هغه ټولې ویبپاڼې چې د ځانوژنې په اړه طریقې ښایی بندی کړي.

جاپاني حکومت د ځان وژنو د مخنیوي پاره داسې مرکزونه جوړ کړي تر څو خلکو ته ښې مشورې ورکړي او د ځان وژنې نه یی لاس په سر کړي.

د  چارواکو له وینا سره سم په دې هیواد کې په هرو ۱۰۰۰۰۰ کسانو کې یی ۱۹ ځانوژنه کوي چې دا شمیر په فرانسه کې پنځلس ، په کانډا کې لس اعشاریه پنځه، جرمني او امریکا کې لس، په انګلستان کې اووه او په ایټالیا کې په هرو یو لکو کسانو کې شپږ دې.