ګزارش:
د پاکستان په يو شمېر سيمو
کې د وروستيو نا امنيو له کبله د عامو خلکو ژوند له سخت ګواښ سره مخ دی، چې د هرې ورځې په اوږدو کې لسګونه کسان د
نا امنۍ د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې وژل کېږي.
تېره ورځ د کوټې ښار په عمومي لوی او ګڼې ګوڼې لياقت نومې بازار کې د موبايل پلورونکو د بشپړ مارکېټ
دوکانونه د ورځې پر شپږ نيمې بجې د دېرشو تنو غلو له خوا په داسې حال کې لوټ شول چې د يو شمېر دوکاندارانو په خبره
په دوکانونو کې يې ټول مالونه او نغده شتمني ترې غلو وړې ده.
د پېښې په اړه يو تن عيني
اهد داسې وويل:
"زما نوم اخترمحمد دی، زه د مبايلانو په اڅکزي مارکېټ کې دوکان لرم، د ماځيګر تقريباً
پږ بجې به وې چې د وسلوالو غلو يو ډک موټر د مارکېټ مخ ته ودرېد او له موټر څخه تر راکښته کېدو وروسته يې هوايي ډزې
پيل کړې، وروسته څو تنه غله د مارکېټ په خوله کې ودرېدل او نورو ملګرو يې د مارکېټ پر دوکاندارانو ماشينونه
ونيول، چې ښور ونه خوري، يو څو تنه غله د مارکېټ په منځ کې ګرځېدل او نورو د مارکېټ له دوکانونو څخه ټول قيمتي
سامان چې مبايلونه، سيم کارډونه، سټلايټونه نغدي پيسې او هرڅه سره راټول کړل او پر دوکاندارانو باندې يې نارې
وهلې چې له خپله ځايه ونه ښوري، که نه نو وبه يې ولي، په دې ترڅ کې څو تنو دوکاندارانو له غلو سره څه نا څه لاس
وښوراوه، خو غلو سمدستي ورباندې ډزې وکړې دوه تنه يې سخت زخميان کړل.
په دې مارکېټ
کې به ټول تقريباً څومره دوکانونه وو؟
دا مارکېټ پوره پينځوس دوکانونه لري، چې ډېری يې د م
بايل دوکانونه دي، زما په دوکان کې چې څه وه هغه هم غلو يووړل، اوس دا دی سپېره دوکان ته ناست يم.
د نوموړي مارکېټ ډېری دوکانداران په دې اړه دولت سخت ګرم بولي او وايي، که څه هم يو تن
دوکاندار پوليسو ته د ټليفون په مرسته خبر ور کړی چې د دوی مارکېټ ته غله ننوتي دي، بايد د مرستې لپاره يې ژر تر
ژره ځان راورسوي، خو دوی وايي چې، تر پېښې څو ساعته وروسته پوليس د پلټنې لپاره راغلل.
د پښتونخوا
ګوند يو شمېر لوړپوړو کسانو هم، د دې پېښې د مسووليت پړه پر دولت او امنيتي کسانو ور واچوله او زياته يې کړه چې،
په دې وروستيو ورځو کې پوليس او امنيتي کسان بېخي بې کفايته شوي، چې له کبله يې په ښار کې د غلا، تښتونو او داسې نو
و پېښو شمېر زيات شوی دی.
د پښتونخوا ګوند معاين مشر عثمان کاکړ، هم د پېښې د غندلو
تر څنګ وويل، دا لومړی ځل نه دی چې په سپينه ورځ د ښار په منځ کې خلک تښتول کېږي، دوکانونه يې چورېږي او ويشتل کېږ
ي، د نوموړي په خبره دا ډول پېښې د دولت ناکامۍ او د عامو خلکو د راپارېدو لامل ګرځي.
همدارنګه تېره ورځ د کوټې ښار په مرکز سرکي روډ کې يو شمېر دوکاندارانو هغه مهال عمومي سړک د څو
ساعتونو لپاره د تګ راتګ پر مخ بند کړ، چې کله څو تنو نامعلومو کسانو هڅه کوله يو شمېر دوکانونه چور کړي.
ځايي خلک وايي، شپږ تنو موټر سايکل سپرو، غرمه مهال په سرکي روډ کې د پوليسو ماموريت
ته نږدې هغه مهال څلور تنه عام خلک ووژل، چې غوښتل يې يو شمېر دوکانونه چور کړي، د عامو خلکو په وينا غلو څلور
تنه په داسې حال کې وويشتل چې هغوی پلي پر سړک تېرېدل، د خلکو په خب
ه د ويشتل شويو کسانو له جملې څخه د دوو تنو حالت د اندېښن وړ دی، خو دوه تنه نور سرسرکي ژوبل شوي
دي.
بل خوا پېښور ته نږدې په ليرې پرته هنګو نومې سيمه کې هم د يو شمېر امنيتې ستونزو له کبله
څلور تنه هغه مهال ووژل شول چې کله څلورو تنو غلو د صرافۍ د مارکېټ د مشر موټر د هغه د تښتولو په موخه ودراوه.
د ځايي خلکو په وينا، د حاجي مالک انصاري چې، د هنګو د صرافۍ مارکېټ مشر دی، څلورو تنو غ
و د هغه موټر ودراوه، او هڅه يې کوله د نوموړي لاسونه ور وتړي، خو کله چې حاجي انصاري ورسره زور وکړ، تښتوونکو
سمدستي ورباندې ډزې وکړې.
د ډزو په ترڅ کې خپله حاجي مالک انصاري، د هغه موټر چلوونکی او د نوموړي
دوه تنه وراره ګان ووژل شول.
تر پېښې وروسته ځايي خلکو دوکانونه بند کړل او د پوليسو م
اموريت يې په ډبرو ويشت.
همدارنګه د پاکستان په کراچي ښار کې د بېلا بېلو امنيتي
پېښو په ترڅ کې د ځايي پوليسو د يوه مشر په ګډون څلور تنه هغه مهال ووژل شول کله چې پوليسو غوښتل يو شمېر غله د غ
ا پر مهال ونيسي.
د ځايي پوليسو د معلوماتو پر اساس د کراچي ښار په يوه ګڼې ګوڼې بازار
کې شپږو تنو غلو غوښتل يو شمېر دوکانونه او خلک لوټ کړي، خو د پوليسو د يو تن افسر په ګډون څلورو تنو پوليسو د
پېښې ځای ته په بېړنۍ توګه ځان ورساوه چې غلو ورباندې سمدستي ډزې وکړې او څلور سره پوليس يې ووژل.
د پاکستان په پنجاب ايالت کې هم د امنيتي ستونزو له امله دوه تنه عام خلک هغه مهال ووژل شول چې
درېيو تنو غلو او پوليسو تر منځ جګړه رامنځته شوه.
د پاکستان د پنجاب ايالت د لاهور ښار په
اقبال ټاون نومې سيمه کې د پوليسو او غلو تر منځ جګړه کې يو تن غل او دوه تنه عام خلک ووژل شول، د پوليسو په خبره
يادو شويو درې تنو غلو څو ورځې وړاندې هم يو تن غلام رسول بټي نومی تجار د پيسو پر سر وژلی او د پوليسو په خبره،
غوښتل يې له څو تنو عامو خلکو څخه موټرسايکلونه په زوره غلا کړي، خو پوليسو ورباندې ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې دوه
عام خلک او يو غل ووژل شو.
دې ته ورته د پاکستان د تربت نومې ښار په مرکزي بازار کې،
د پوليسو يو تن مشر او ساتونکی د ناڅرګندو کسانو د ډزو په ترڅ کې، ووژل شول.
ځايي پوليس
وايي، عبدالخالق نومی افسر او يو تن ساتونکی يې هغه مهال د تربت په مرکزي بازار کې د نامعلومو کسانو له خوا
ووژل شول چې له خپل کور څخه د ماموريت پر لوري راروان و.
بل خوا د جنوبي پښتونخوا
په سوراب نومې سيمه کې يو شمېر نامعلومو کسانو له کراچي څخه پر راتلونکو کانټېنرانو وسلوال بريد ترسره کړ، چې
په ترڅ کې يې دوه ته موټر چلوونکي ووژل شول.
پېښه په سوراب نومې سيمه کې چې له کوټې ښار څ
خه په څو کيلوميترۍ کې پروت دی، په داسې حال کې رامنځته شوه چې له کراچي څخه د کوټې ښار پر لوري د بار وړونکو
کانټينرانو کاروان د تېرېدو په حال کې و.
د ځايي پوليسو په وينا، دوه تنه، چې پر موټر
سايکل سپاره وه، د سوراب په خالق اباد نومې سيمه کې يې پر موټر چلوونکو ډزې وکړې. په پېښه کې يو تن موټر چلوونکی
او د هغه زوی وژل شوي او څو تنه نور زخميان دي.
بل خوا د پاکستان په ډېره اسماعيل خان نومي ښارګوټي
کې چې له افغانستان سره پر پوله پروت دی، تېر ماځيګر په يوه مسجد کې د چاودنې په ترڅ کې د يوه کوچني په ګډون څلور
تنه د لمونځ کولو پر مهال ووژل شول.
د يادونې وړ ده چې، څو ورځې وړاندې د پاکستان د پنجاب
ايالت په يوه ښارګوټي کې هم څوتنه غله د غلا پر مهال د عامو خلکو له خوا نيول شوي وو چې تر زياتو وهلو وروسته يې
ورباندې پيټرول واچول او د ټولو خلکو په وړاندې يې وسوځول.
بل خوا د چمن
په کوږک نومي غره کې چې د کندهار او چمن پر لويه لار پروت دی، اته تنه سپرلي هغه مهال ووژل شول چې په کندهار کې
ايتلافي ځواکونو ته لوژستيکي بار وړونکی کانټينر يې پر موټر راونړېد.
پېښه د زوړ
چمن بوغرا نومي سيمې ته نږدې سهار مهال رامنځته شوه چې پکې د مړو کسانو شمېر اته تنه ښودلی شوی خو د ژوبل شويو
کسانو شمېر لا کره معلوم نه دی.
تر پېښې وروسته د چمن سپين بولدک لويه لاره د مسافرو پر مخ
د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله بنده خو تر څو ساعتونو وروسته د ځايي پوليسو په رارسېدو لاره يو ځل بيا پرانيستل
وه.
ځايي پوليسو په بېړنۍ توګه له عامو خلکو غوښتنه وکړه چې ژوبل شويو کسانو ته دې د وينې په
ورکولو کې مرسته وکړي.
په پاکستان کې ګڼ شمېر شنوونکي په دې اند دي، که چېرې حالات همداسې
دوام وکړي او دولت يې په وړاندې بې وسه او بې کفايته وي، نو ژر ده چې د ټول پاکستان په کچه به د عامو خلکو تمه له
دولت څخه بېخي وخېژي.