ولي شا طبيب _ کندهار: ١٤_جنوري _٢٠٠٥
دورستيو دروکلنوراهيسي يوشمير زيات دبيا جوړوني کارونه دکندهار په لرغوني ښار کي ترسره سويدي، چه دهغه جملي څخه دسړکانو قيرريزي ، دچريو پخول ،دپل چکانو جوړول ، دنوي سړکانو ايستل ،دښوونځيو بيا رغوونه ،ددولتي ودانيو جوړونه اوداسي نور ديادولو وړ عمراني کارونه تر سره سويدي .
د کندهار ښار په مدد چوک کښي يو سوداګريز مارکېټ
دخصوصي سکتور په برخه کښي هم پرمختګ سوی دی ، په ځانګړي توګه دمارکيټونو او دوکانونو جوړونه ، مالدارو ښاريانو ښکلي ودانۍ او ماڼۍ جوړي کړي دي .
د کندهار ښار په نوې ښار کښي يوه نوی جوړ شوی کور
خو بيا هم دښار په زړه کښي داسي زړي ودانۍ او کورونه سته چه په ليدلو يي هرڅوک پريشانه کيږي ، دزاړه احمدشاهي ښار څلور ناحيي چه داعليحضرت احمدشاه بابا دامپراطورۍ پر مهال جوړي سوي وې ، او دهغه وخت اړتيا يي پوره کړي وه ، داوس مهال لپاره ددې ناحيو داوسيدونکو ژوند دهراړخيز ګواښ سره مخامخ دی .
کندهار ښار دوهمه ناحيه ،د نوي سړک ترڅنګ يو پخوانی جوړ شوی کور
تنګي کوڅي ، زاړه کورونه چه داورښتونو تاب اوتوان نلري ، ډير زيات نفوس ،دچاپيريال ککړتيا او ددرست بدرفت دسيسټم نشتوالۍ ددغو څلورګونو ناحيو داوسيدونکو ژوند ستونزمن کړی دی .
دبلي خوا دښار په داخل کي دڅلورو يا پنځو منزلو مارکيتونو کار په بيړه روان دی ، خو له بده مرغه ددې مارکيټونو په ډيزاين کښي لازمي اسانتياوي لکه بيت الخلا ،دلمانځه ځای او پارکنګ په نظر کي نه دي نيول سوي .
کندهار ښار ، کابل بازار ، د احمدشاهي سرپوښ بازار څنګته نوی سوداګريز مارکېټ
لازمه خو داوه چه ددې مارکيټونو په دريم او څلورم منزل کښي داوسيدلو لپاره اپارتمانونه جوړ سوي وای ، ځکه چه دکورونو او سرپناه نشتوالی لويه ستونزه ده .
دولتي چارواکو او اړونده اداروته لازمه ده چه دمځکو دوېش سکيمونه او پلانونه جوړ کړي چه دکندهار هغه کورني چه سرپناه نلري نن دلته سباهلته په ډيره کرايه شپي اوورځي سبا کوي دکورونو څښتنان سي .
ښکارپور بازار د رنګريزانو د کوڅې څنګته ، ترنوی جوړېدونکی سوداګريز مرکز
دکندهار اوسنی ښار دبدرفت يا کاناليزيشن شبکه نلري ، بيا هم هغه دلوی احمدشاه بابا دوختونو کوم خندق چه دښاره څخه تير سويدي سته چه هغه هم په اکثرو ځايو کښي بند او يا دپاسه کورونه پر جوړسويدي ، کله چه باران وسي نو اوبه دوتلو لارنلري په کورونو ننوزي او بالاخره ددي خامو کورونو دنړيدو سبب ګرزي .
دوهمه ناحيه ، د نوی سړک تر څنګ يو پخوانی زوړ کور
پر دولتي اوغيردولتي مځکو باندي قبضه او تيری هم لويه ستونزه ده ،حتی پرهديرو باندي بعضي زورور کسان قبضي لګوی اودهديرو دپاسه کورونه جوړوي . دولتي چارواکي ددي ټولو ستونزو څخه خبر دي او په بعضي مواردو کښي يي څه اقدامات هم کړي دي .
د کندهار ولايت ، نوی ښار ، يو نوی جوړ شوی کور