هلته، چې سپي هم په مرګ ويده شول...!! ((ګزارش))

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19316
نذيراحمد سهار
دخبریدو نیټه : 2008-06-30

درست دا هغه ساعت و، چې ماشومان د خوب او ارام لپاره د شپې په غېږ کې ويده کېدل. پر کلي سکوت خپور و او يوازې د سپيو غپا اورېدل کېده.
د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ دغه خټين کلى له مرکز ښرنې څ خه شل کيلومټره لرې، د کوچنيو غونډيو په منځ کې پروت دى. دغلته شملور، خو بېوزلۍ ځپلي پښتانه ګرد په پوله او پټي ژوند تېروي. د ابراهيم کاريز کلي وګړو ته د ميلياردونو ډالرو مرستو له درکه نه د ملي پيوستون پروګرامونه پلي شوي او نه هم دلته د بيارغونې نښې نښانې ترسترګو کيږي.

د ملا مُسلم اته کسيزه ډله:
کروندګر د نړيوا و ايتلافي ځواکونو تر بمبارۍ څو شيبې مخکې کورونو ته ننوتي وو.
نړيوال ځواکونه په ظاهره د ((ملا مُسلم)) او د هغه د ډلې په لټه راغلي وو. د هغوى هدف د مټاخان د ((ابراهيم کارېز)) کلى و. 
 د کلي پر ډاګ او کښتونو د ايت افي چورلکو د بمبارۍ غږ تر لرې سيمو اورېدل کېده. په بمبارۍ کې د مېلمنو يو ټونس ډوله موټر او مېلمانه له منځه لاړ . ايتلاف پر همدغو مېلمنو د ملا مُسلم او د هغه د ملګرو شک کړى و.
د پکتيکا امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوى له عملياتو ناخبره وو:  (( د ابراهيم کاريز کلي ته، چې د ايتلاف کوم پوځيان تللي وو، هغه په پکتيکا کې ميشت ايت افي پوځيان نه وو. هغوى ښايي له غزني يا خوست نه راغلي وي)).
ايتلاف په خپله خبرپاڼه کې د ځان سپيناوي په اړه وويل، چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو دوه جګپوړي قوماندانان وو، چې يوه يې دوى ته ماينونه ښڅول او بل هغه له طالبانو سره يوځاى دوى ته لاره نيوله، خو ذبيح الله مجاهد د طالبانو د وياند په توګه په (( ابراهيم کاريز)) کلي کې د خپلو جنګياليو د حضور رپوټونه چورلټ رد کړدي.  ايتلاف په پېښه کې يوازې د يوه ماشوم او دريو ښځينه وو م ړينه منلې ، خو پوښتنه داده، چې د ماشومانو او سپين ږيرو په ګډون دا ٣٣ تنه نور مړي د چا وو؟ د پکتيکا د ولايتي شورا پخوانى رييس موسى خان يې ځواب وايي: (( په مړو کې دوه ماشومان او درې ښځې دي. ٢٧ تنه نور ځوانان او سپين ږيري دي. د طالب او القاعدې په نامه هيڅوک پکې نشته. دولت وايي، د ملا مُسلم په نامه يې يو طالب قوماندان او د هغه اته کسيزه ډله وژلې، خو هغه زموږ د کلي د جومات ملا محمد نبي وو)).
د پکتيکا والي محمد اکرم خپلواک په وار وار پر بهرنيو ځواکونو نيوکه کړې، چې له دوى سره له همغږۍ پرته خپلسري پوځي عمليات کوي او دا دوى ته په سيمه کې ستونزې ټوکوي.  هغه له شپږو نورو افغان واليانو س ه يوځاى په سپينه ماڼۍ کې د امريکا ولسمشر جورج بوش ته هم دا شکايت وکړ، چې ايتلافي ځواکونه خلک له کورونو باسي او په نه ګناه يې زندانونو ته اچوي.
دا لومړى ځل نه دى، چې ايتلاف او ناټو ځواکونه ملکي وګړي په نښه کوي. پر ٠٠١ ز کال چې حامد کرزي نوې د واک شنه چپنه پرغاړه کوله، د ارزګان په دهراووت کې د واده مراسم په جنازو واوښتل. د واده شنې جوړې د قبرونو بيرغونه شول او يوازې سره او شنه بوټان وو، چې له وراييځ نه د يادګار په توګه پاتې شوي وو.
دا يوه وړه بېلګه ده، خو په لسګونو نورې داسې پېښې شته، چې نه يې چا انځور خپور کړى او نه هم پرې د بشري حقونو نړيوالې مدافعې ټولنې وغږېدې.

له رسنيزې زاويې يو متفاوت تصوير:
((جسيکا لينچ)) او ((ريچل کوري)) دوه هغه امريکايۍ خويندې، چې په عراق او فلسطين کې وژل کېدې، له سي اېن اېن او بي بي سي نه رانيولې ترګردو لويديزو رسنيو پورې ټولو تر اونيو اونيو پر هغوى رپوټونه خپ ول. جسيکا لينچ ، چې په عراق کې له القاعدې او عراقي پوځ سره جنګېده، تر مصنوعي برمته نيونې وروسته ژوندۍ ووته، خو ريچل کوري، چې په فلسطين کې د مسلمانو ماشومانو د روزنې چارې پرمخ بېولې تر اسراييلي بلدوزرونو لاندې شوه. جسيکا په يوه ناروا جګړه کې اتله وګڼل شوه ، خو کوري له اسراييلي ځواکونو سره په مبارزه کې تر مړينې وروسته ت هګره ونومېده. له (ISM) غورځنګ پرته، د بشري حقونو د دفاع ټولنو او لويديزو رسنيو پام له ((ريچل کوري)) واوښت. 
د لويديزو رسنيو له زاويو د افغانستان او عراق وضع همدغسې انځوريږي. دلته ((جسيکا لينچ)) اتله ده او ((ريچل کو ي)) ترهګره. 

 
خلک د مړو پر ښخون لګيا دي

سپي غلي شول او شپه رڼا شوه...
بمبارۍ کلى په دوړو او لوګيو کې پټ کړ، خو هدف يې يوازې دښته ، باغونه او يو ټونس موټر و.
د کلي سپي د امريکايي پوځيانو د ټوپکو له شړکا سره جوخت د مرګ په خوب ويده شول. اوس يوازې درې غږه اورېدل کېدل: د امريکايي ببر غوږو سپيو غږ، د امريکايي پوځيانو غږ او د کلي د ماشومانو او ښځو چيغې. خو دا درېواړه غږونه او چيغې د پرمختللو امريکايي ماشينګڼو په ډزو کې چا نه اورېدل.
نړيوالو رسنيو او ايتلاف اعلان وکړ، چې د طالبانو يوه اته کسيزه ډله وژل شوې او سيمه له ترهګرو پاکه شوې ده، خو د پردې ترشا هيچا څه ونه يدل. هغوى، چې پېښه ليدلې وه، پټه خوله پاتې شول او يوازې پر يوه خواشيني بسيا شول. 

 
سپي هم د مرګ په خوب ويده شول

انسان د سپيو خوراک:
د ابوغريب زندان له منځه خپرو شويو تصويرونو نړۍ ولړزوله. هغه په عراق کې د امريکايي تمدن او و سواکۍ جوتې بېلګې وې. څو سپيو ، څو هغه (( بېوزله ترهګر)) داړل، چې نه خو يې د امريکا جګپوړې ودانۍ نړولاى شوې او نه يې له دغو تورو سپيو د ځان ژغورنې توان درلود. چې مړشي، پړ شي: هغوى نور د همدغه متل مصداق وو.
د مټاخان د ابراهيم کاريز په کلي کې هم انسان د سپيو خوراک شو. تور او اوږد غوږي سپيان په ښځو او ماشومانو ور ايله وو. ساندو او نا و ټول کلى په سر اخستى و. نارينه د امريکايي پلي ځواکونو د ماشينګڼو خوراک شول او ښځې او ماشومان د سپيو.

 
ددغو ماشومانو ناسته کونډه مو   ايتلافي سپيانو وداړله

د دريو کورونو دېوالونه، توشکې او بړستنې ټول د وينو بوى ورکوي. دوو کورونو تر لسو لسو ډېرغړي له لاسه ورکړي دي. د صندوقونو سرونه خلاص دي او کورنۍ ميرات. يوه د څلورو ماشومانو م ور د کوټې په وينلړلي غولي کې زګيروى کوي. سپي خوړلي ټپي لاسونه يې پټۍ شوي او څلور تازه يتيمان يې ګرد چاپېر و اړ دي. هغه نور د کور د کفالت لپاره څوک نه لري او بزګر مېړه يې د طالب او القاعدې په ټس کې د نورو د غچ خوراک شوى دى.

دغه سړى وايي د ته له دوو مېرمنو سرونه پرې شويدي

په دوهم کور کې هيڅ ژوندى سرى نشته. ١١ واړه په ډزو وژل شويدي. د ېيم کور له خپلې ١٧ کسيزې کورنۍ څخه په کابل پلتخنيک کې يوازې يو محصل((انجنير رحمت الله)) او د هغه سپين ږيرى پ ار په ميراث پرېښودل. هغه اوس پر کلي د پولتخنيک ليليې ته ترجيح ورکوي، ځکه لږ ترلږه خو به د ايتلاف او ناټو ځواکونو د چورلکو له ړندې بمبارۍ په امن کې وي.


ايا دغه زانګو به کونډه مور بيا ډکه کړاى شي؟

د مټاخان د ابراهيم کاريز کلي ډ وژنه په داسې حال کې ترسره کيږي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير ظاهر طنين امنيت شورا ته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچې د ټيټيدا زېرى ورکوي. هغه د ابراهيم کاريز کلي تر ډلوژنې يوه ورځ مخکې وويل: (( د افغان او سوله ساتو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ يو داسې ميکانيزم جوړ شوى ، چې د هغه پر بنسټ به د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى کيږي)). د ظاهر طنين د ادعاوو اپوټه، د ايتلافي پليو ځواکونو په لاس کوراکور ٣٣ کسيزه ډلوژنه دا ښيي، چې د ملکي وګړو د م ګ ژوبلې مخنيوي لپاره د نوي ميکانيزم په نامه څه نشته.
 
د يو شمېر نړيوالو ټولنو او ادارو د سروې ګانو ه مخې، دا په ډاګه شوې ده، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې هرې پېښې د تاوتريخوالي کچه او سلنه ډېره کړې ده. پښتون چاته غچ نه پرېږدي او څومره، چې دغسې پېښې ډېريږي، د غچ لمبې ورسره لا ژبغړاندې کيږي.
د مټاخان د(( ابراهيم کاريز ک ي)) خلک د دولت او نړيوالې ټولنې د بي پري څيړنو انتظار کوي. که ښکيل اړخونه د هغوى پوښتنې ځواب نه کړي او د پېښې د پردې تر شا رازونو سپيناوى ونه شي ، ښايي خپله چوپتيا په يوې ورته غچ اخستنې سره ماته کړي. 

 
خلک د پېښې په اړه د جدي پلټنو  غوښتنه کوي