کندهار کې د پښتو ژبې تکړه سند غاړي الحاج رحماني په ياد درنه غونډه او مشاعره جوړه شو
دغه مشاعره په ډنمارک کې مېشت افغان مهاجر او د پښتو ژبې وتلي او نامتو سندرغاړي استادحاجي عبدالرحمن رحماني ته ځانګړي سوي وه ،چي دنوموړي په ګډون اوخوا١٠٠تنو شاعرانو او د ادب مينانو پکې برخه اخيستي وه اوڅه باندي ٨٠ تنوشاعرانو پکې خپل اشعارولوستل .
مشاعره دافغان ازادي راډيودغونډوپه تالارکي د معمول په څير د مازيګرپر٥ بجي پيل اودشپي تر ناوخته پوري
يي دوام وکړ.اوهغه دري کسيزه جرګه ګۍ چي دغوره شعرپه موخه ټاکل سوي وه په توافق سره يي دشاعر اوليکوال سيدحبيب
الله روحاني شعرغوره وګڼي او ځانګړي سوغاتونه ورته دښاغلي رحماني صاحب په لاس ورکړل سول .
دغونډي په ورستيو
کي بيلابيل سوغاتونه چي پکي نقدي جايزي هم وي لسګونوتنوشاعرانوته توزيح کړل سوي .
اوهمداډول په کندهارکي
دکوچنيانودساتني مؤسيسي داستاذي ښاغلي نثاراحمدازاد لخواڅه باندي ٤٠٠ جلده ډول ډول کتابونه دشاع
انودکتابتون لپاره چي په پلان کي ده په دي نژدي وختونو کي پرانستل سي، مرسته وکړه او ښاغلي روحاني صاحب په
ورين تندي تري ترلاسه کړه.
ددي سره سره شاعر اوليکوال ښاغلي حيات الله رفيقي د (ځليدونکي توکي) په نامه نوي
چاپ سوي کتابونه چي خپل چاپ سوي آثر يي دي، دغونډي برخوالوته وويشل.
پاته دي نه وي چي په کندهار کي دافغان ازادي راډيولخوادمشاعرودغه روانه لړي چي دهري مياشتي په لومړي او١٥ نيټه ترسره کيږي وروسته له همدي راډيولخوا په پرلپسي ډول خپريږي اوپه سيمه کي يوزيات شميرمينه وال لري