دبینواویب پاڼي درنولوستونکو ایا شفیق مرید پیژنۍ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19521
م.ج
دخبریدو نیټه : 2008-07-09

shafiq mored


هغه ځوان چې د کابل په مکرویانو کې ژوند کوي او د ځوان کول په مینځ کې یې په لنډ وخت کې په زرګونو مینه وال موندلي او د دې تر څنګ یې سندرې د پاکستان په خاوره کې هم په کاپۍ ویل کیږي.
د شفیق مورید په اړه ډیر څه نه وایم نو دا مرکه ولولۍ او د شفیق مورید په اړه به په هر څه خبر شۍ.


لنډه پیژندنه:
شفيق مريد په خپله ژبه  يو ساده پاده مجرد پښتون ځوان  دى او له  ساده توب س ه مينه لري.
ځکه هغه وايي چې ښکلا په ساده توب کې پته ده. د پاپ دې ٢٥ کلن سندرغاړي تېرکال دموسيقي نړۍ ته مخه کړه او ډېرژر يې ځانته نوم اوشهرت ترلاسه کړ.
دهغه دبرياليتوب راز پرکميت باندې کيفيت ته ارزښت ورکول دي- هغه ډېرې سندرې نه بلکه ښې سندرې وړاندې کوي.
شفيق په ډېره مهرباني  زمونږ  غوښتنه ومنله او د لومړي ځل لپاره یې له پښتنو مینه والو سره د زړه خواله وکړل  ترڅو دخپلې موسيقۍ او برياليتوب په هکله هغوي ته معلومات ورکړي.

پوښتنه:د سندرو په ویلو مو څه وخت پیل وکړ؟
 ځواب: ما له کوچنی والي  څخه د سندرو ويلو س ه مينه لرله. په هغه وخت کې ما دنورو سندرې زمزمه کولې  او احساس مې کاوه چې په دې برخه کې وړتيا لرم. په همدې توګه ملګرو زه هڅولم او ويل يې چې زه دسندرو ويلو لپاره ښه غږ لرم. ځکه نو دا ټول عوامل ددې لامل شو چې د يوه کال څخه لږ دمخه دموسيقي نړۍ ته ګام کېږدم. اوله نېکه مرغه دسندرغاړي کېدو خپلې اوږدې هيلې ته ورسېدم.
بايد ووايم چې کورنۍ مې هيڅکله دموسيقۍ د دندې دټاکلو لپاره زما څخه ملاتړ نه دى کړى، برعکس مخالفت يې کړى ده.
پوښتنه: يا  موسیقې  کې مسلکي زدکړې لرۍ او که نه ؟
ځواب: ما مسلکي زده کړې نه دي ترلاسه کړي خو يو کال مې دوتلي سند غاړي نذير خارا سره کارکړى دى.
په دې وروستيو کې مې ديوتن پاکستاني ښونکي  څخه دکلاسيک موسيقۍ په زده کړه پيل کړى دى.

پوښتنه: تر اوسه مو څو سندرې ثبتي کړي دي؟
ځواب: زه شپږ سندرې لرم. زما لومړنۍ سندره په پښتو ژبه « بې وفا ولې راته وايې...» وه. دې سندرې راته ډيرنوم وګاټه چې يوکال وړاندې خپره شوه. اوس غواړم خپلې ټولې سندرې دڅلورو نورو نويو سندرو سره  د»احساس» په نوم په يوه البوم کې خپرې کړم.
پوښتنه: يا دموسیقۍ  د الاتو له  غږولو سره اشنایی  لرئ؟
ځواب: د ١٣ کلونو راپدېخوا زه شپېلۍ غږوم. همداشان زه دکیبورډ او هارمونیې  دغږولو سره هم بلدتیا لرم.

پوښټنه : زمونږ او ستاسو په هیواد  کې مو د م وسيقي پېژندونکو لپاره وضعيت څرنګه موندلى دى؟
ځواب: زه فکر کوم چې په دې وروستيو کې دموسيقۍ بڼې ښه والى م وندلى ده. نويو سندره غاړو دې هنر ته مخه کړې ده او کوښښ کوي ترڅو دموسيقي نوې بڼې رامنځته او موسيقي ته وده و کړي.

پوښټنه: زمونږ په هیواد  کې دموسيقۍ وضعيت څرنګه  ښه کیدای شي؟
سندره غاړي بايد ېر زيار وباسي. هغوى دسندرو ويلو دمخه بايد دموسيقي په هکله زده کړې ترلاسه او بيا دسندرو په ويلو پيل وکړي. هيله لرم چې افغانان دبهرنيو هېوادونو دموسيقي پرځاى خپله موسيقي واوري. تلويزيونونه او د راديو ستيشنونه هم بايد خپله ډېره پاملرنه افغاني موسيقي ته واړوي.

پاملرنه: د دې مطلب د بیا خپرولو لپاره د بینواویب پاڼي منبعه‌ ذکر کول ضروري دي