په چمن کي نوی ادبي تنظيم تاسيس کړل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20006
عادل اڅکزی
دخبریدو نیټه : 2008-07-31

په چمن کي نوی ادبي تنظيم تاسيس کړل شو

يؤ ادبي زېری د پښتو ادب پرمينه والو لوروم،له ډېره وخته څخه په سهېلي پښتونخواچمن کي د يوۀ بې پرې او نم اينده ادبي تنظيم تشه يا خلا محسوسېدله د دې تشي د ډکولوپه خاطردچمن د سيمي با احساسه اديبان لا له وړاندي دې جدي خبري ته په سلا او مشورو کي وو،چي موږ پخپله سيمه چمن کي له اړتيا سره سم د پښتو يؤ خدمت ګاره ادبي تنظيم پخپلو ګډوهڅوپه وجود کي راولو او يايې تاسيس کړو،دې پر ځای غوښتني او خبري هغه وخت دعمل پرلور ګامونه پورته کړل کله چي د روان عيسوي کال ٢٠٠٨ د جون پر شپږويشتمه نېټه چي ديکشنبې ورځ وه،لمر خپلي توندي وړانګي شيندلې، په داسي حال کي چي وخت دماپښين اوماځيګر تر ميانځ دبېلتون کرښه را کشوله، دسيمي ځوانو فرهنګ پالو د نوي ادبي تنظيم د جوړېدو په باب لومړنۍ  غونډه قاضي ملا عبدالسلام رح کتابتون ته رابللې وه،

 د لومړنۍ غونډي اېجن ا؛

د چمن ځوان ادبي کهول په ګډه غواړي اوغوښتنه لري چي په خپله سيمه کي بايد يؤ بې پرې مرکزي او نماينده ادبي تنظيم تاسيس کړو،يؤ داسي ادبي او فرهنګي تنظيم چي د چمن د سيمي ټولو ليکوالانو او شاعرانو ته د منلو وړ  وي او د ښار او سيمي نمايندګي په ګړندۍ توګه سره وکړي،او يواځينۍ موخه يې دټولني ښېګنه غوښتل دي او مورنۍ ژبي پښتو ته خدمت کول دي، بايد ووايم چي د دې لومړۍ غونډي کوربنۍ چاري عادل اڅکزي پر مخ بېولې، د غونډي پېل په ت اوت کلام پاک سره عبدالغفار مظلوم جان وکړ،

ګډونوال؛ (١)نعمت الله پښتونيار (٢)عبدالخالق اڅکزی (٣) عزيزالله ميا (٤) نظرمحمد درمان (٥) عادل اڅکزی (٦) عبدالغفار مظلوم جان (٧) مطيع الله شاهين

په دې لومړنۍ ناسته کي ټولو ګډونوالو پخپل وار سره د نوي ادبي تنظيم د جوړېدو په باب خپل نظرونه وړاندي کړل،د ټولو دخبرو اساسي ټکي دا وو چي د چمن په سيمه کي دي د همدې سيمي د ځوان ادبي کهول دپاره پکارده موږ په ګډه او رښتينولي سره يؤ فعاله او کارينده ادبي تنظيم په وجود کي راولو،چي د سيمي تنکي شاعران او ليکوالان د سيمي د مشرانو ليکوا انو او شاعرانوپه روزنيزه سيوري کي وروزل سي،