تېره ورځ د پاکستان ولسمشر مشرف کوټې ته ناڅ
اپي سفر وکړ خو کوټې ښار ته له رارسېدو سره سم د ايالت په کچه دولتي چارواکو ورسره له ليدلو کتلو ډډه وکړه.
په کوټه کې د پښتونخوا ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم پر خپل ګوند ږغ وکړ چې د لاريون په تر سره کولو کوټې ته د
مشرف راتګ په کلکه وغندي، دا ځکه چې پاکستان او په تېره لر او بر پښتونخوا ته ور پېښې اوسنۍ ټولې ستونزې له مشرف څ
خه سرچينه اخلي او تر ټولو لوی عامل يې همدی دی.
کوټې ته د ولسمشر مشرف راتګ نه يوازې د پښتونخوا ګوند له خوا
په کلکه وغندل شو بلکې يو شمېر بلوڅ ګوندونو هم کوټې ته د مشرف راتګ د ټول ايالت پر زخمونو د مالګې دوړولو په م
عنا ياد کړ.
د پښتونخوا ګوند عمومي مشر ښاغلي محمود خان خبريالانو ته د خبرو پر مهال وويل، په پاکستان
کې اوسمهال حآلات دومره خرابې کچې ته رسېدلي چې سمېدل به يې ډېر زيار او زحمت ګاللو ته اړتيا ولري، نوموړي د مشرف
او د هغه يو شمېر پلويان د اوسنيو حالات د خرابېدو لومړني عاملين وګڼل او زياته کړه چې مشرف پر خپله دنده د پاتې
کېدلو هره شېبه د پاکستان، لر او بر پښتونخوا لپاره د سخت زيان په توګه رامنځ ته کېږي نوموړي وويل:
((اوسني ډې
ی ګوندونه هم نا اهله دي، د هغوی اداره او نظام نا سم دی، هغوی د کوم دليل له مخې مشرف ته يو ځل بيا پر واک
باندې د ټينګېدلو وخت ورکړ. هغوی ولې د مشرف پر واک باندې د پاتې کېدلو لپاره نارې سورې وهلې، دا دی اوس يې وينو چې
ه امله يې ټول پاکستان بدنام شو، که چېرې مشرف د دوی په مرسته يو ځل بيا واک ته نه وای رسېدلی، نو ستونزه به اوس
تر ډېره حل وای.
موږ تېره ورځ هم کولای شوای او د نوموړي د واک ته رسېدو پر وخت مو هم کولای شوای چې د هغه ه
کلی مو په ډېر ښه مراسمو او د ملي بيرغونو په رپولو تر سره کړی وای، خو زموږ په ليکو کې داسې با احساسه کسان ډېر
شتون لري چې که چېرې موږ وغواړو هغوی موږ ته په هېڅ ډول اجازه نه راکوي چې موږ د يو غلط چا هرکلی وکړو))
ښاغلي
اڅکزي د بلوچستان ايالت ټول نفت او عايدات پنجاب او مرکز ته پر لېږدولو سخته غوسه ښکاره کړه او زياته يې کړه م
رف او ملګري يې په دې هڅه دي چې پښتونخوا ايالت فقر ته اړ کړي په داسې حال کې چې په وينا يې پښتونخوا ايالت هر څه ل
ي، خو دوی يې بېدرېغه په لوټولو بوخت دي، او دا د ځان يو ستر حق ګڼي.
د پښتونخوا ګوند مشر يادونه وکړه، که چېرې
مشرف د روانې اګست مياشتې تر ددويشتمې نېټې پورې له خپلې دندې لاس په سر نه شي نو دوی به يې پر ضد په کلکه ملا وتړي،
او تر هغو پورې به خپلو هڅو ته دوام ور کړي تر څو چې يې له دندې ګوښه کړی نه وي
ښاغلي اڅکزي چې څو تنه بلوڅ مشران
هم ورسره وو، يادونه وکړه چې دی د نوموړو بلوڅ مشرانو په استازيتوب د مشرف راتګ د ټول ايالت په خلکو ملنډې وهل
ګڼي.
ښاغلي اڅکزي پښتون او بلوڅ قوم يو مظلوم قوم وګاڼه خو زياته يې کړه، پښتون او بلوڅ يو داسې قوم دی چې تر
ېره د ظلم او جبر زغملو توان لري خو په وينا يې که چېرې د ظلم په مقابل کې پاڅون وکړي نو بيا يې نه مشرف مخه نيولای
سي او نه ټول پوځ.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان ولسمشر مشرف کوټې ته يو ناڅپي سفر وکړ خو کوټې ته تر
رارسېدو وړاندې ايالتي دولتي چارواکو او يو شمېر ګوندونو پرېکړه وکړه چې نه به ورسره ويني او نه به يې د هرکلي
پاره رسمي مراسم نيسي، نو همدا لامل و چې کوټې ته د مشرف د راتګ په اړه خبريالانو ته هم اجازه ورنه کړل شوه چې د
نوموړي د راتګ په اړه خبرونه خپاره کړي.
بل خوا تېر ماښام له نا معلوم لوري د بلوچستان ايالت د والي د کوټې
پر لور څو راکيټونه په داسې حال کې وتوغول شول چې مشرف هم د والي په کوټې کې شتون درلود، ايالتي دولتي چا
واکي وايي، د راکيټونو موخه به ښايې د ولسمشر مشرف له منځه وړل و، خو زياتوي چې له امله يې کوم ځاني زيان نه دی
امنځته شوی.