هرات کې دمرغيو ناقانونه سوداگري(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20359
شرف الدين:شرف يار
دخبریدو نیټه : 2008-08-19

هرات کې دمرغيو ناقانونه سوداگري

 هرات - شرف الدین شرفیار

                 

هرات و ايت کي دچاپيريال ساتني مسئولين وايي غيرقانوني سوداګري له امله دغلته دبازاو عنقا نسل مخ په تماميدودي اودمګړي يي سوداګرو دښاروګانو ځالوته دحرص تلکونه ايښي دي.

اوس دګل احمدنومي سوداګرپلورنځي کي دسلګونه په شميرمرغي وسپنيزه قپس کي بندي کړي شوي وي، داسړي وايي ١٢)کلونوراهيسي دغه دنده په مخ بيايي ...ښاري اوک يوالي سيموکي يي ښکاريان په دنده ګمارلي هريو دورځي کم نه کم لس مرغي ورته راوړي، دي يي دورځي په قيمت تري اخ ي اوبيايي په عمده توګه ايرات ته خپلوملګروسوداګروته سپاري.

دګل احمددوکان دزاړه ښار سيمه کي ودان وه راته ويويل سلګونه کسان دمرغيوپه ښکاراوسوداګري هرات کي مشغول دي.

 لوي کاروباريي په کليوالي سيم واوکورونوکي په مخ بيول کيږي .

دهرات دچاپيريال ساتني داداري رئيس فضل احمدبارک وايي په ښاروسربيره دنوروقيمتي مرغانوقچاق جريان لري په ليکلي بڼه يي امنيتي مامورينونه مرکزاوسرحداتوکي ددغه ناوړه سوداګري دمخ نيوي غوښتي، خولکه څنګه چه ښايي هسي کومک يي نده کړي.

بارک وويل:دوه مياشتي دمخه مي خبرواوريده چه تربازانووروسته دمينا (ښارو)قچاق پيل شوي، سخت خوابدي شوم دمخ نيومرسته مي په بيلا بيلومجالسوکي دولايت م ام اوپه ليکلي بڼه سرحدي امنيتي ځواکونونه وغوښته ،که ځه هم لږڅه اقدامات وشوه خوپه ريښياسره چه اوس هم مخام خ اوپه غلا دغه سوداګري جريان لري .

بارک وويل ګمان کوي چه نوربه ددغه ولايت غرونواوبدياکي دبازنسل تم ام وي .

هغه وايي ددغي ځمکي بازعربي هيوادونواوبرتانيه کي خورامينه وال لرل، چه دپاکستان اوايران له اروپه استفاده وروستيوکلونوکي دقچاق په ډول وروړل شوه

دغه دولتي ماموروايي دهرات بيلا بيلوځايونوکي به تيروخت سهاراوماښام دمرغيوپه سازو اوازدسړي طبعت خوشحاله وه، مګر دهغه په انداوس دمرغيودښکارله کبله دغه زړه راښکونکي اوازکم اوريدل کيږي.

دهمدغه ښاريوځوان نصرت وايي مرغيي يي خوشيږي چه کورکي يي وروزي خواوس يي قيمت لوړاونه يي شي ترلاسه کولي .

نصرت زياته کړه مينا کنري سايرکه اوبيلا بيل مرغي بهرته وړل کيږي دي وايي بازارکي دمرغيونرخ له اتياافغانيوپيل بياتر٢)دوه زره افغانيوپوري دجنسيت په اساس خرڅيږي .

خوترکومه ځايه چه دبازقيمت شودچاپيريال ساتني رئيس وايي له څولاسونوراکړي ورکړي وروسته اصل قيمت نړ يوا ه مارکيټونوکي مومي خودغه هيواد کي لومړي راکړه ورکړه يي تر(٥٠)پنځوس زره امريکايي ډالروترسره کيږي.

بارک زياتوي مرغي يواځي دطبعت دښکلاوسيله ندي، بلکي دبيلابيلوطبعي عفاتودمخنيوي ښه وسيله دي .

هغه دبيلګي په ډول دسارمينانوم واخسته چه دهغو ملخوضددي کوم چه دفصل په موسم په شنو کروندوحمله کوي

. ښا ويوه ښايسته مرغي نوميږي چه افغانستان کي يي يوشميرخلک کورونو کي ساتي په خبرويي راولي.

دومره ديوشمي خلکووسره جوړه دي چه نوم يي په نازولي اوزړه ته نږدي لادکله ناکله ږدي.

 شرف الدين:شرف يار

  هرات