خوست مېشتو د افغان لوبغاړي بری په اټنو ولمانځه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20444
رسول عادل
دخبریدو نیټه : 2008-08-23

خوست مېشتو د چين په المپيك لوبوكې د افغان لوبغاړي په برياليتوب خوشالۍ څرګندې كړې.

كله چې د خوست اوسيدونكي او په ځانګړي ډول ځوانان پدې خبر ول چې يوتن افغان   لوبغاړي  په چين كې د المپيك د لوبوپه لړكې د تكوندو په برخه كې د برونزو مډال وګاټو نو په دغه ولايت كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنې غړو په بيړني ډول د خوست ځوانان  د ښار په يوه لوى پا ك كې راټول كړل او په همدې وياړ يې د خوښى څرګندولو لپاره اتڼونه پيل كړل.
د خوست ولايت د المپيك امريت اړوند د واليبال فدراسيون مشر زمرى سيلاني وايي  دوى په  همدې وياړ د اتڼو نو كولو ترڅنګ د خوست ښار د ببرك خان پارك ته څېرمه د وليبال سيالۍ هم جوړې كړې چې د مركز اړوند د خوست ټولو ولسواليو د واليبال لوبډلو پكې برخه واخسيته.
 په خوست كې د اسدالله نصرت  په نوم يوتن ديني عالم چې واليبال ته د تماشې په موخه راغلى و، وويل چې  افغانان ډېره باشجاعته ميړني او سرشيندونكى ولس دي.
ده له نړيوالو وغوښتل چې د افغانانو د ارم او هوسه ژوند لپاره هڅې وكړې ، د ده په خبره  كه څوك افغانان په قرار پرېږدي او له زور ولو او كړولوڅه يې لاس واخيستل شي  او د دې ترڅنك د غربت څخه خلاص شي نو لېرې نه ده چې ډېر ځوانان به د المپيك اوپه نورو لوبوكې ګران هيواد افغانستان ته وياړونه وګټي.
د خوست  د پوهنې رياست يوتن مدير قمرخان كامران وايي داچې افغاني ځوان وح الله د افغانستان لپاره وياړ ګټلى او د دې هيواد بيرغ يې په برياليتوب سره رپولى دى ، د خوست ځوانان پرې ډېر افتخاركوي او له دولت او نړيوالو غواړي چې د المپيك كميټې ته پاملرنه وكړي چې د هيواد په ګوټ ګوټ كې بااستعداده ځوانان پيداكړي او بيا يې وروزي.
محمدكريم آمين چې تازه له عربي اماراتو څخه خوست ته راستون شوى وايي چې زموږ د هيواد په ډېرو برخوكې داسې ځوانان شته كه د ده په خبره سم وروزل شي هريو به يې المپيك ته لار بيا مومي.
 دى وايي چې كله زموږ ځوانان د لوبو په يوه برخه كې لږ پرمختګ وكړي نو د غربۍ له لاسه ياعربي هيوادونو ته په مزدورۍ پسې ځي او ياهم په هيواد كې دننه د روزۍ پيداكولو په لټه كې شي ځكه خو يې استعداد ترخارو لاندې شي.