هغه شانداره غونډه چې دسنبلې په اوله
دسترمشروزيرمحمدګل خان مومند د وفات د۴۴تلین ددرنښت په يادجوړه شوې وه په دې غونډه كې دولسى جرګې اومشرانوجرګې
استازيودځينووزارتونومرستيالانو،ملى اوقومى شخصيتونو، علماى كرامو، يوزيات شميرژورناليستانواودقلم
خاوندانو
ګډون كړى و.غونډه دقرآن پاك دخوآيتونوپه تلاوت پيل اوورپسى ددغې فرهنګى ټولنې مشرډګروال ګلبټ خان
مومندپرانيستونكى ويناوكړه اود دګډون كوونكوڅخه یې مننه وكړه اوويې ويل چې ستاسې داپه مينې راتګ ماته ډاډراكړ
چې سبابه په دې برخه كې نوراغيزمن ګامونه هم پورته كړاى شو. ورپسې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ادارى اود توريزم م
ستيال غلام نبى فراهى په خپلې ويناكې وويل چې ارواښاد محمدګل خان مومنددتاريخ يوه پيژندل شوې څيره ده چې تعارف
ته یې اړتيانه شته. هغه په خپل لوى زړه كې دوطن دخدمت ستره ارزولرله اوترهرڅه يې زيات دملي وحدت دټينګښت اود
ومونودنږدې والى اويووالي لپاره كاركاوه. زموږ دغه ستراوپه هېواداوافغان ولس مين مشرپه خپله يوتاريخ دى اود
صداقت، مينې اوشجاعت يوه ځلانده نمونه وه. له هغه وروسته داطلاعاتواوفرهنګوزارت نشراتي مرستيال ښاغلى محمدم
بارزراشدى ويناوكړه هغه وزيرمحمدګل خان مومند و
دهغوميړنيو شخصيتونوپه ډله كې يادكړچې دخلكو، هيواداوانسانيت لپاره يې سترى كارنامې ترسره كړي دي. په دې پرتمينه غونډه كې ځوان اوهڅاندشاعرهارون حكيمى شع ووايه ورپسى استادعاشق غريب اوږده ويناوكړه. دغه رازدهيواد سترمحقق اوفرهنګى شخصيت حبيب الله رفيع، دعالى تحصيلاتو وزارت مرستيال ښاغلى خويشكى، مشهورشاعراو اديب عصمت قانع، ښاغلى وحيدالله، مولوى صاحب قیام ا دین كشاف، ډاكتربشرهم ويناوى وكړي. غونډه دمولوى صاحب كشاف لخواددعايې په ویلوسره پاى ته و سيده.