په ناروې کې مېشتو يو شمېر ليکوا
و او فرهنګپالو د ارواښاد خادم ياد ونمانځه!
لکه څنګه چې په ناروې کې يو شمېر مېشتو فرهنګيانو او فرهنګپالو د
تېرې مياشتينۍ (ادبي ناسته)په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د راتلوونکې ادبي ناستې غونډه به لوی مفکر، عالم ،اديب او
فلسفي ليکوال او شاعر ارواښاد استاد خادم ته ځانګړې وي ٠ له ښه شامته چې د ادبي ناستې فرهنګي او فرهنګپالو غړو د
ستر حقدار ارواښاد خادم بابا ٢٩ تلين ياد ،د کړي هوډ له مخې نن د خوږ ژبي شاعر رياض نانيخېل په کوربتوب ديوې د
نې غونډې په ترڅ کې ونماځه٠
نوموړې غونډه د دود له مخې د سترګور ليکوال او سياسي شنوونکي استاد قريب الرحمان
سعيد له خوا د مبارکو اياتونو پر تلاوت پيل شوه ،تر تلاوت وروسته ټولو ګډونوالو په ګډه د پښتو ژبې وتلي ولسي
شاعر ارواښاد سيد مراد مين، د ښاغلي ډاکتر نذير مور بي بي او د شينډنډ شهيدانو ته د جنت او بخښنې دعاوې وکړي،
ه دعاوو وروسته ځوان ليکوال او شاعر اجمل اټک يوسفزي په لنډ ډول د خادم بابا پر ټولنيز شخصيت او همدا ډول د
ادبي ناستې پر موخو او تګلارې رڼا واچوله ،تر اټک وروسته سترګور ليکوال استاد قريب الرحمان سعيد د خادم بابا
په اړه خپله علمي او هر اړخيزه ليکنه برخوالو ته واوروله، تر استاد سعيد وروسته اغلې داکتر ثريا خادم خپله ا
زښتناکه وينا واوروله چې البته په ترڅ کې يې د ادبي ناستې له ټولو غړو څخه د زړه له کومې مننه وکړه ، تر اغلې
خادم وروسته ، د واک فونډېشن مشر سياستپوه ليکوال او شاعر ښاغلي انجنير محمد انعام واک د خادم بابا په سياسي
او کولتوري کړنو خپله ارزښتناکه او ژوره وينا واروله چې البته د برخوالو د پام وړ وګرځېده ٠ تر ښاغلي واک و
وسته د غونډې مشر ميلمه ليکوال او سياسي کار پوه ښاغلي هنر غيرت د خادم بابا د ژوند پر ټولو اړخونو رڼا واچو
ه، ورپسې بيا منلي ژورنالسټ او د دعوت ملي خپرونې مشر ښاغلي محمد طارق بزګر د خادم بابا پر اند او ژوند پوره
او هر اړخيزې خبرې وکړې او هيله يې وکړه چې د بابا ټول کتابونه بايد بيا بيا چاپ او خلکو ته ورسېږي،تر ښاغلي بزګر
وروسته ښاغلي ضيا الدين امين لنډه خو پوره او کره وينا واوروله٠
پاتې دې نه وي چې تر ځانګړې غونډې وروسته د
ادبي ناستې دوېمه برخه يعنې مشاعر پيل شوه چې دغو ښاغليو په کې برخه واخيسته : رياض نانيخېل، نور محمد، محمد فا
وق ملاخېل، محمد حنيف، نعيم وياړ ، حکيم الله عظيمي، ډګروال سيدا جان پکتيان ،لطيف ،ياسر سعيد،دوست محمد
بان، بختيار او يو شمېر نورو٠
هېره دې نه وي چې د نوموړې غونډې کوربه ښاغلی رياض نايخېل، مشر ميلمه ښاغلی هنر
غيرت او ارزوونکی يې ځوان شاعر حکيم الله غظيمي ول٠ راتلوونکې ادبي ناسته به د اکتوبر پر ٤ د ښاغلي حکيم الله
عظيمي په دېره کې تر سره کېږي٠ پورتنۍ غونډه چې د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې جوړه شوې وه د ماځېګر پر اوو
پيل او د شپې پر لسو بجو پای ته ورسېده