د میدان وردگو اوسنی امنیتي حالت ( رپوت)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21005
ذهين
دخبریدو نیټه : 2008-09-21

د روان کال له پيل راهيسې د ميدان وردګو و ايت زياتره سيمې له امنيتي پېښو سره لاس او ګريوان وې ، خو دکابل _ کندهار لويه لاره ، چې له دې ولايت څخه تېريږي زياته د پېښو او بريدونو شاهده وه .  د دولت مخالفو وسلوالو طالبانو دغه لاره او ولايت ځکه تر فشار لاندې نيولي وو، چې يو خو کابل ته نږدې او بله دا چې د زياترو لويو ولايتونو اکمالاتي لار هم ده . هغه مهال دغه و ايت زيات ناامنه شو، چې ددې ولايت مخکني والي عبدالجبار نعيمي استعفى وکړه او نږدې تر ددو مياشتو پورې بل والي ددولت له لوري ورته نه وو معرفي شوى . پر دې مهال دغه ولايت هغه د خلکو خبره ، چې بې څښتنه وو ، نو له همدې امله وسلوالو له دغې موقعې ګټه واخيسته او په دې ولايت کې يې  په خوندي توګه خپل فعاليتونه ګړندي کړل او دا ولايت د هېواد په ولايتونو کې د ناامنه ولايت په نوم مشهور شو، خو کله چې له يو څه ځنډ ورورسته محمد حليم فدايي دې ولايت د والي په توګه معرفي شو، نو ناامني په رښتيا چې  په ټول ولايت کې  خوره وه ، چې يو لامل يې د وسلوالو زيات ف ار او بل  په ولايت کې د رسيمي والي نه شتون وو . 
نوي والي ته  په لومړي سرکې ستونزمنه وه ، چې په  نډ وخت کې دې له دا ډول ستونزو څخه په منډه ځان وباسي او دا وخت او کار ته اړتيا لري ، چې ترڅو شپه او ورځ خولې تويې شي  او وضعه بېرته عادي حالت ته راوګرځي .
که څه هم چې اوس لا هم کله ناکله امنيتي پېښې رامنځته کيږي ، خو د مخکې په پرتله پکې د پام وړ لږوالى  راغلى او فدايي په دې توانېدلى ، چې د زياترو امنيتي پېښو مخه د امنيتي ځواک په پياوړتيااو د ولس په همکارۍ ونيسي .   فدايي ، چې په اداره او منجمنټ  او اسلامي علومو کې يې د م اسټرۍ  ترکچې  زده کړې، کړي او ډيروخت يې په مدني ټولنو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له خلکو سره  نږدې کار کړى ، نو په نه سټړې کېدونکيو هڅو سره په دې وتوانېد،  چې لومړ په اداروکې هغه ګډوډي ، چې د والي په نه شتون کې رامنځته شوې وه ، له منځه يوسي او بله دا چې د ناامنۍ په کمولو او له منځه وړلو کې يې له ولس سره  په ګډه شپه او ورځ کار وکړي ، ترڅو وتوانيږي، چې ولس له ځان سره همکار او د ناامنۍ زور اوبه کړي .  فدايي لومړى هغه يو شمېر امنيتي ځواکونه او چارواکي ، چې دسيمې  له عامو وګړيو سره يې زور زياتى کاوه، ګوښه کړل او پر ځاى يې نور روزل وي کسان په دندو وګمارل ، چې دغه چاره په نرخ ،دايميرداد، جغتو ، جلريز او د سيداباد په ځينو سيمو کې د خلکو په خوښه ترسره شوه . دغه والي د ولايت په ټولو ادارو کې د ښې کاري وړتيا په رامنځته کولو لاس پورې کړى او ترډيره ب يده  چارو د پام وړ بدلون موندلى دى .   فدايي په دې لږ وخت کې  وکولاى شول ، چې د ميدان وردګو ولايت په ټولو ولسواليو قومي شوراګانې جوړې کړي ، دغه اته جوړې شوې شوراګانې لومړى  په هره ولسوالۍ کې د ٢٠٠ قومي مش انو په ګډون او بيا د ٢٥استازيو په مشرۍ جوړې شوي ، چې دنده يې د سيمې د خلکو د ستونزو په ګوته کول او د حل لارې و ته لټول ، د امنيت ټينګښت ، ددولت او د ولس ترمنځ د واټن لږکول او له منځه وړل ، د بيارغونې د پروژو د لوم ړيتوبونو په ګوته کول ، له نشه يي توکيو سره مبارزه او... نور دي .  نوموړي دغه راز د علماوو او جهادي قوم اندانانو په شورا جوړولو هم پيل کړى او ددوي په مټ به وتوانيږي ، چې ددې ولايت  علم پروره  ولس ته د پام وړ خدمتونه وکړي .  که هم چې ددې والي لاتراوسه په دې ولايت د کار دوه مياشتې نه کيږي ، خو له ولس سره د ښو اړيکو او شفاف کار په ترسره کولو سره په دې توانېدلى ، چې په دې ولايت کې امنيتي ، ټولنيزې او اداري ستونزې راکمې کړي او د بيارغونې چارو ته لاس کړي .  که والي او ددې ولايت ولس په ګډه همداسې خپلو نه ستړي کېدونکيو هڅو ته  دوام ورکړي ، نو لرې نه ده ، چې دغه ولايت به د امنيت او بيارغونې له پلوه د يوه آباد ولايت بڼه غوره کړي  چې بيا به ددې ولايت وګړي د ټوپک پرځاى قلم او کتاب کاروي  او انسان وژونکي باروت به د قلم په رنګ بد وي .