دبېنوا ویب پاڼي مسؤل مشر په زرغون مډال ونازول شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21026
انجنیر اسد احمدزئ ـ کلفورنیا
دخبریدو نیټه : 2008-09-25

په شمالي کلفورنیا کي دمېشت افغان ځوانانو لخوا دبېنوا ویب پاڼي موسیس ، ژورنالیست او شاعر سید خالد هادي ته څو ورځي وړاندي بلنه ورکړه شوې وه چي په سیمه کي دافغان فرهنګپالو ځوانانو سره وګوري او دهغوې دفرهنګي کاري بهیر او هڅو څخه لیدنه وکړي . چي نوموړی مالي کلفورنیا ته په همدې موخه را غلی و .

ښاغلي خالدهادي چي د ځوانانو سره په یو شمیر ځانګړو ناستو کي ګ ون وکړ ، په شمالي کلفورنیا کي ئې د دغو افغان ځوانانو د فرهنګي کړنو او هڅو څخه خوښي څرګنده کړه . او ددې ځوانانودغه ملي هلي ځلي ئې په امریکا کي د افغان ځوان نسل په منځ کي بې سیاري وبللې .

په دغه ناستو کي دښاغ ي  ډاکټر سبحان هاتفي ترڅنګ دځوانانو لخوا د نثار احمدعبدیاني، سمیع احمدزي ، ښاغلي لودین ، انجنیر مومند  ارش هاتفي  اویو شمیر نوروځوانانو  برخه اخستې وه . چي وروسته دنور نړیوال تلویزیون د ځانګړي پرګرام ( له کیږدۍ نه تر سپوږمیه ) لخواښاغلي هادي ته یو اونیز پرګرام ځانګړی شوی و چي نوموړي یو نیم ساعت په ژوندی خپرونه کي دځان او بېنوا وتلي ملي ویب پاڼي په هکله د ډیرو خلکو پوښتنو ته جوابونه ورکړل. دغه پروګرام چي په شمالي کلفو نیا کي دافغان ځوانانو په زیار د ښاغلي نثار احمد عبدیاني لخوا هره اوونۍ دنور ټلویزیون له لیاري وړاندي کیږي په نړۍ کي د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنوپه منځ کي دزیات محبوبیت څخه برخمن دي .

 د پرګرام په منځ کي د تلویزیون پر پرده په ژوندی بڼه  دمحمدعاشق لونګین فنا لخواچي په همدې تلویزیون کي دادب غوټۍ په نوم یو په زړه پوري ادبي اونیز پرګرام لري ښاغلي سید خالد هادي ته په انټرنیټ کي د هغه دپراخو ژبني خدمتونو دقدروني په موخه دپښتو ادب غوټۍ زرغون مډال ور په غاړه کړ او هم ئې د یو ستاینلیک له لاري د هغه ژورنالیستیکي او ملي ک توري هلي ځلي وستایلې .

ښاغلي لونګین فنا په یوه لنډه وینا کي د خالد هادي ستاینه وکړه او زیاته ئې کړه چي افغانانو ته خدای پاک یو فطري استعداد ورکړ چي نن ئې موږ ښاغلی هادي د یومثال په توګه یادولای شو ، ښاغلي هادي په یوازي سره چي کوم کار په انټرنیټ کي روان کړی هغه د دولت سترو ارګانونو ندی کړی .

ورپسې ښاغلي خالد هادي د منني په احساساتي لهجه دښاغلي فنا ، عبدیاني  ، دنور تلویزیون دټولو همکارانواو په کلفورنیا کي د افغان ځوانانو  ددغه ویاړ لي  میلمه پاله سلوک څخه مننه وکړه  او د خپلو خبرو په ترڅ کې د خپل کاري بهیر په وړاندي د ستونزواو په هیوادکي دننه د زورواکانو د خوا د تهدیدونوو یادونه وکړه ، ښاغلي هادي وویل چي موږ د هر هغه چا سره یوځای یو او ملاتړ ئې کو چي دملي ګټو لپاره کار کوي  او کله چي په دې لاره کي د چا شخصي ګټي مطرح کيږي موږ خپله دهغو څخه په هر قیمت چي وي لاره بدلو . هغه وویل  بېنوا پاڼه نن ورځ  دیونیم میلون افغانانو د ارم انونو او هیلوسره تړلې پاڼه ده چي تل د ملي ګټو لپاره په سپیڅلواحساساتو چلیږي ښاغلي هادي په داسي حال کي چي سترګي ئې داوښکو ډکي وې په ژړغوني لهجه وویل (( حیران یم چي په خپل ځان وژاړم او که د تخار ،غزني او وردګو دهغه پښتنو په حالت وژاړم چي په په خپل وطن کي په جبر ترینه خپل حق اخستل کیږي او په تدریجي مرګ ګواښل کیږي . دپالم ان پر پردۍ پالنه ، ځانپالنه او توکم پالنه وژاړم او که دپښتنې ابۍ په کور د امریکا په بمبار د شهید شوي ماشوم په ظالمانه وژنه وژاړم ))

ښاغلي هادي د پرګرام په وروستۍ برخه کي په بهر کي میشت افغان ځوانان (انجوني او هلکان ) دخپلو ملي ارزښتونو ساتلو ، دملي کلتور پالولو په خپله مورنۍ ژبه  ګډیدلو ته راوبلل ، او زیاته يې کړل چي همدا زموږ د هویت بنستیزي نخښي دي چي باید ورته جدي توجه وکړو.

د پرګرام په پای کي ښاغلي نثار عبدیاني دخالد هادي د خبرو په تړاو لنډي  خبري وکړې او دخالد هادي دراتګ څخه په مننه ئې دپرګرام پای اعلان کړ.

ښاغلي نثار عبدیاني او خالد هادي

ښاغلي هادي په ژوندۍ خپرونه کي د خلکو پوښتنو ته جوابونه وائې

ښاغلی هادي ، ښاغلي عاشق لونګین فنا  او دپرګرام چلونکئ نثاراحمد عبدیاني

ښاغلی لونګین فنا و خالد هادي ته د تلویزیون پرژوندی پرده ستاینلیک ورکوي

 ښاغلي خالدهادي  د ادب غوټۍ په زرغون مډال نازول کیږي

عاشق لونګین فنا ، خالد هادي ،دپرګرام کوربه نثار عبدیاني ، ډاکټر سبحان هاتفي او سمیع احمدزی

خالدهادي دادب غوټۍ د زرغونه مډال سره

ښاغلی هادي په د شمالي کلفورنیا دافغان  ځوانانو د څ و غړو په منځ کي