دمیدان وردګوانځوردعبدالجبارنعیمي په ژبه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21034
جویباری
دخبریدو نیټه : 2008-09-22

دمیدان وردګوانځوردعبدالجبارنعیمي په ژبه!
دمیدان وردګو ولایت پخواني والي عبدالجبار نعیمي دوږي دمیاشتې په ۲۶ مه په کابل کې له څو تنو خبریا انوسره دخپل کار اواستعفا په اړه یو لړڅرګندونې درلودې  چې دادی ددغه خبري کانفرانس بشپړمتن تاسې ته په مخ کې کږدو.
بسم الله الرحمن الرحیم
زه غواړم په هغه موده کې چې ما دمیدان وردګوولایت مسئولیت په غاړه درلوداوه ته مې څه دپاسه درې کاله تېرکړل دخپل کارپه اړه څه ناڅه معلومات درکړم.
ماته ددوه زره پنځم کال دمارچ په څلو مه دجلالتماب ولسمشرلخواددغه ولایت مسئولیت وسپارل شو.
له کوم وخت نه چې مادغه مهمه اومقدسه دنده پیل کړه،په لومړۍ اونې کې زه دیوفکري حرج مرج سره مخامخ شوم.
مافکرکاوه چې میدان ښارکابل ته نیږدې ولایت دی نوپدې اساس به هلته ډېرې آسانتیاوې موجودې وي خوله بده مرغه چې هلته په لومړیویوازې یوڅوویجاړ دکانونه موجود اودادارې مسئولین دښاروالۍ په ېوې زړه ودانۍ کې سره راټولیدل. دښارهېڅ اساس اوبنسټ نه لیدل کېده اومنظمه اداره موجوده نه ؤ.
لنډه داچې دهرلوري څخه ډېرې نیمګړتیاوې موجودې وې.آن داچې په ښار کې دننه دڅښاک پاکې اوبه اودراکړې ورکړې لپاره هم څه نه ؤموجود،خودلوی خدای(ج)په فضل اودولس په مرسته مونږپه شپږومیاشتوکې پدې وتوانیدوچې بی ابیلوولسوالیوته سفرونه وکړو،دولسوالیوحالت له نیږدې وګورواودځایي مشرانواوسپین ګیروسره خبرې وکړو.
پدغوشپږومیاشتوکې مونږپدې هم وتوانیدوچې یوښه کاري ټیم رامنځ ته کړواوددې ولایت دسوکالۍ ، ترقۍ اوپرم ختګ لپاره یوکاري پلان جوړکړو.
میدان وردګ لومړنی ولایت ؤچې په ۲۰۰۵ کال کې دکوکنارودکرڅخه پاک اعلان شو.چې پدې کې ډیره دولس مرسته اوهمکاري ؤ.اوبلاخره داهمکاري ددې سبب شوه چې دغه ولایت دافغانستان اونړۍ په سطحه دنیکنامۍ وړوګرځید.
ددې نه وروسته مونږدجهادي قومندانانوسره ډېرې نیږدې اړیکې وساتلې اودسلاح دراټولولوفیصله مووکړه چې پدې برخه کې زمونږاود جهادي قومندانانو ترمنځ ډیره  ښه داعتمادفضارامنځ ته شوه.
 مونږپدې وتوانیدوچې شپږسوه میله وسله ډایاګ ته وسپاروپداسې حال کې چې ددغه ولایت ځینې قومندانانو پخوادډي ډي آرپروسې ته هم خپلې وسلې سپارلې وې .
مونږداکوشش هم وکړ چې دبیارغاونې په چاروکې دجهادي قومندانانوپام ځان ته راواړوو اواکثروکسانوپدې کار کې له مونږسره برخه واخیسته.
دغه راز کله چې مونږدولایت دپرمختګ پلان جوړ کړ نودغه پ ان مودنړیوالې ټولنې له دامریکا سفارت،ایتلافي ځواکونواونوروسره هم شریک کړ.چې دایوګټور کار ؤ.
دامریکا سفرت زمونږدعدلي اوقضايي سیستم په پیاوړي کولوکې ډیره مرسته راسره وکړه اودمیدان وردګو په ولایت کې ددغسې یو سیستم رامنځ ته کول ډیر دتعجب وړؤ.
دغه راز ایتلافي ځواکونوهم زمونږدښونځیو،په جوړولو اوکرنیزوبرخوکې مرسته وکړه چې ځینې وړې وړې سړې خونې یې رامنځ ته کړې.
لدې ټولوعلاوه په میدان وردګو کې داسې یو حالت رامنځ ته نشو چې خلک دې بیګنا وزوریږي،یابمبارد وشي اویا داسې یوحالت رامنځ ته شي چې په هغه کې ولس ته زیان ورسیږي.
دغه رازدترکیې ومړي وزیرعبدالله ګل هم میدان وردګو ته تشریف راوړاوهلته یې دپي آرټي بنسټ کېښوداومرسته یې راسره وکړه.
دا نګه دفرانسې حکومت اویوشمیر سناتورانو هم له مونږسره په بهسودو،میدان ښار اونوروبرخو کې مرستې وکړې.
دسویډن موسسې هم په صحي برخو کې له مونږسره ډېرې مرستې کړي.
دغه راز مونږدولایت لپاره پنځه کلن انکشافي پلان در ود.
دغه پنځه کلن انکشافي پلان مونږهغه مهال جوړ کړ کله موچې دولایت دټولوولسوالیو،مرکزاوکلیوله حالت څخه ځان خبر کړ.
ددغه انکشافي پلان په عملي کولوکې مونږدمرکزاویوشمیر بهرنیوانجوګانو په مرسته پدې وتوانیدو چې دغه پلان په ښه توګه تطبیق کړو.
پدې ولایت کې ډېرې مهمې پروژې لکه دسړک جوړولو کارونه پیل شوي اودوام لري.
پدې پروژوکې ترټولولویه پروژه چې ولسمشرکرزي اودکابیني یوشمېرغړودهغه پرانستنه وکړه دمیدان ښارڅخه بهسودوته دسړک غزول ؤچې د ایټالیادحکومت په مرسته دهغه کارپیل شو.
همدار نګه دچک اواونخي سړکونه چې په پاخه اواساسي توګه جوړشوي کارونه هم تمکیل شوي .
دارنګه د۶۵ په شاوخواکې ښونځیو دودانیوکارونه هم  تکمیل شوي.
دولایت دبیا رغاونې کار چې زما تمه اوتوقع ډیره زیاته وه خو بیا هم ښه روان ؤ.
په هره برخه کې مونږ یوه پروژه در وده.
دترکانو مرسته له مونږ سره داوه چې هغوی په میدان ښار کې د۵۰۰ میترک ټنوپه اندازه اوپه سیدآبادکې د۱۰۰ میترک ټنو په اندازه سړې خونې جوړې کړې چې دېوې کار یې بشپړشوی ؤاوددویمې کار یې دبشپړیدو په حال کې ؤ.
دغه راز دزراعت مسلکي لیسه هم جوړه شوې چې ددغه ولایت دځواناو لپاره یوه ښه چانس دی چې استفاده ترې وکړي.
همداراز مونږ ډیر کوښښ کاوه چې په فرهنګي برخو کې لاسته راوړنې ولرو.
مونږپه هرودوه یادرې میاشتو کې ددې ولایت له ځوانانو اوفرهنګیانو سره ناستې درلودې اوپه ډیر آزادډول موبحث کاوه اوهغوی ته موپرمختګ لاره پرانستې ؤاوهماغه ؤچې م ونږ دملي ګټو په پام  کې نیولو سره پدې برخه کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې اوپدې برخه کې هم په کابل او هم په م یدان وردګو کې لیکوالو اوفرهنګیانوله مونږ سره ډېره مرسته کړې اوپه ټولو چاروکې راسره فعاله ونډه اخیستې.
هم دارنګه مونږ وکولای شول چې دعلماوو سره ناستې ولرو اوله هغوی څخه موداوغوښتل چې په ټولنه کې دفساد دمخنیوي په اره کې ګړندي ګامونه پورته کړي.
اوداځکه چې په کومه ټولنه کې چې فساد موجود وي هېڅکله هم هغه ټولنه وده نشي کو ای اوهلته دوستي،ورورولي ،مینه اومحبت له منځه ځي.
لدوی سره موډېرې ښې ناستې درلودې اوتبادله دافکارو موسره کوله. حتې لدوی څخه موداخواهش درلودچې که په نظام یااداره څه نیوکې یاوړاندیزونه لري مونږ ته ووايي ترڅو هغه مونږ اصلاح کړو.اوهر نظام یا هره اداره باید اصلاحات ومني.
دې ته ورته مونږ وکولای شول چې دسیمې له مش انواومخورو سره هم ښې اړیکې وساتو.اوددې ولایت دبیا رغاونې،ابادۍ اوپرمختګ په لاره کې مودله هغوی سره ډېر ښه وابط درلودل.
په اکثره ولسوالیوکې مونږ شوراګانې درلودې اودغو شوراګانودولسوالیوسره په تفاهم کې وې اوډېر ښې اړیکې یې درلودې.
واقیعت دادی چې دغو مشرانو دولایت په پرمختیاکې هم زمونږ سره همکاري کړې او هم یې ښه رول وبولی.
نوربیا...