((سمیع یوسف د تصوفي سندرو د آسمان ځوان ستوری))
لیکوال: ميرويس جلالزی
ترک تبار بریټانوی سمیع یوسف د تصوف د نړۍ هغه وتلی سندرغاړی دی چې په ډیره کمه موده کې یې په اسلامي نړۍ کې ځان ته خاص ځای وموند.
د حقیقي میني انځورونه، خوږه موسیقي او زړه ښکونکی او جذاب غږ بل هغه څه دي چې د یوسف او نورو سندرغاړو د فن تر منځ ستر توپیر بلل کیږي.
سمیع یوسف ه نن څخه ۲۶ کاله دمخه په کال ۱۹۸0 کې د ترکیې هیواد په یوه اذرې تباره کورنۍ کې نړۍ ته سترګي پرانیستي او له تیرو پینځو کلنو را پدې خوا یې د له موسیقۍ او د موسیقۍ له ځينو الاتو سره تر ډیري میني وروسته د سندرو ویلو ته مخه کړه.
د سمیع یوسف لومړنۍ البوم په کابل ۲۰۰۴ کې بازار ته وړاندي شو.
دا البوم د لوی خالق او د کایناتو د ښایست په هکله جوړ شوی وو. د دې البوم په ټولو سندرو کې د کایناتو د خالق او د هغه دکمال ستاینه شوي او پکې ټول م سلمانان د خدای عبادت ته را بلل شوي دي.
دبینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو د سمیع یوسف د سندرو لومړۍ انځوریز البوم د نړۍ په کچه له تاوده هرکلي سره مخ شو او د خپریدو په هغه لومړۍ اونۍ یې شاوخوا دوه نیم ملیونه سیډي ګاني و پلورل شوي.
سمیع یوسف د دې البوم له خپریدو وروسته د تصوفي سندرغاړو په ډګر کې د یو ځلانده او نوي ستوري په توګه را څرګند شو او سندرو یې د ډیرو مسلمانو پیغلو او ځوانانو په زړونو کې ځای وموند.
د دې ا بوم له خپریدو وروسته سمیع یوسف چې اوس په لندن کې ژوند کوي د نړۍ ډيرو اسلامي هیوادونو ته سفرونه وکړل او هلته یې سندریزې نندارې جوړي کړي.
سمیع یوسف په خپلو کنسرټونو او ویډیو ګانو کې یوازي په خپله انګریزۍ ژبه نه ب که په ، فارسي، عربي او اردو ژبو هم سندري ویلي دي.
سمیع یوسف وایې : (( زه غواړم په خپلو سندرو کې د اسلامي نړۍ پر وړاندي د نورو ادیانو د پلویانو اوسنۍ خیال او فکر بدل کړم او د اسلام په اړه د هغوي په فکرونو کې هغه منفي انځور لري کړم کوم چې د اسلام او مسلمان تر نامه لاندي د دهشت ګردو د کړنو به پایله کې را توکیدلی او هڅه مي دا ده چې ټول مسلمانان یو والي ته را وبولم).
د سمیع یوسف لومړۍ سندره د هغې افغاني سندري د کمپوز په اساس جوړه شوي کومه چې څه باندي دوه لسیزې دمخه سلما جهاني ویلي وه.
دا سندره په دري ژبه داسی ویل شوي وه :
(( بیا کې بریم به مزار ملا محمد جان— سیل ګل لاله زار ملا محمدجان))
خو سمیع یوسف بیا په همدې کمپوز په انګریزۍ ژپه خپله لومړنۍ سندره داسي ویلي:
(( او الله د المایتی الله هو الله – پروتیکت می انډ ګایډ م
ي الله هو الله ))
((وو تنها کان هي الله هو الله - پادشاه هو کان هي الله هو الله))
د سمیع یوسف سند
ي د نوري نړۍ تر څنګ په افغانستان کې هم ډير مینه وال لري او وخت نا وخت یې ځیني سندري له راډیو ګانو او ټ
ویزیونونو څخه خپریږي.
د هغه دوهم سندریز البوم ( زما مور) نومیږي چې د مور د مقام او منزلت په اړه یې پکې یو
میر سندري ویلي.
په دې البوم کې د مور په اړه هغه څه ذکر شوي کوم چې په اسلام کې ورته ورکړل شوي.
سمیع یوسف د یوه ښه کمپوز جوړونکي په توګه هم پیژندل کیږي. هغه د انګلستان د شاهي کورنۍ د کمپوز په ښونځي کې د کم پوزینګ په برخه کې زدکړي کړي.
سمیع یوسف اوس مهال د انګلستان په لندن ښار کې ژوند کوي او هڅه یې دا ده چې
تصوفي سندري د پاپ په قالب کې هم خپلو مینه والو ته وړاندي کړي.