د ځوانۍ راز وموندل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21525

دخبریدو نیټه : 2008-10-19

  ورستیو څیړنو ښودلې چۍ د اوبو څښل په یوه ورځ کې به دوامداره توګه د ځوانۍ او د پوستکي د ښکلا باعث ګرځي او له ډیرو ناروغیو څخه مخنیوی کوي .
د Science مجلې دیوه ریپوټ پر بنسټ ، څیړونکو ویلي چې دغه څیړنه د خلکو په خوړو تر سره شوې چې کولای شو د هغوی په سلامتیا قضاوت وکړو او د خ کو سمه سنجونه او کره معیار  د هغوی له څښلو ماعیاتو څخه کیدای شي .
کارپوهان معتقد  دي چې دیوه بالغه انسان ۴۵ تر ۶۰ په سلو کې بدن له اوبو څخه جوړیګي .   د انسان بدن په طبیعي توګه په ورځ کې دوه تر دونیم لیت ه پورې اوبه له لاسه ورکوي نو اړینه ده چې بیرته پوره شي ، ځکه چې اوبه په یوه نه یوه ډول د بدن غړیو ته د غذايي موادو د لیږد وسیله ده .   اوبه همدا راز مضر مواد پاکوي او د بدن د حرارت په تنظیماتو او مبادلاتو کې ون ه لري .   د اوبو یا نورو ماعیاتو څښل په لاعلاجه ناروغیو د مخنیو او علاج لپاره یوه ښه او ساده لاره ده.