د وردګو په چک ولسوالۍ کې څه تېرېږي (رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21545

دخبریدو نیټه : 2008-10-19

د وردګو په چک ولسوالۍ کې څه تېرېږي ؟

د ميرويس خيبر را ليږنه


د جمعې په ورځ د تلې میاشتې په ۲۶ نېټه د مازیګر څلورو بجو په  شاوخوا کې د دولت مخالفینو د وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په و دانۍ د توغوندیو او ماشنیدارو یوه پراخه حمله پیل کړه؛ دغې حملې د تعرض بڼه نه دلوده بلکې له لږ لیرو پوښتو او خوړونو څخه یې د ولسوالۍ په امنیتې  پوستو برید پيل کړ. برېد د ماخوستن تر لس یا لسنیمو بجو پورې دوام وکړ خو د پولیسو له خواپکې څوک ټپي یا مړه نه شول او د طالب اورپکو درک چا ته مع وم نه شو. د یادونې وړ ده چې دچک ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ په چک بازار کې کلیو او کورونو ته څېرمه پرتې دي چې د شپې له خوا پکې څوک نه وي او پولیس او اړوند کسان په امنیتي پوستو کې وي. لنډه دا چې  نښتې ځکه امنیتي پوستو ته زیان و نه رساوه چې مرمۍ نه ورباندې کیناستې او بې له دې چې ولس او خلک و ځورېدل نه خو طالبانو ته څه  په لاس وراغلل او نه هم حکومت ته.

د همدې ورځې پر سهار بیا نو پولیس له پوستو راکوز شول او د برېښنا فابريکې د کانال پر سر پله  چې له پوستو او  ولسوالۍ څخه ایله دوه سوه مته واټن لري  ودریدل او د خلکو په لوټلو یې پیل وکړ، ډېر  خلک یې و ډبول او له چا سره چې پیسې او ټلفون پیدا کېدل نو ترې اخیستل یې همدغې وضعیت تر تندي برېځ ه دوام و موند، تر دې چې پولیس ستړي شول او خلک یې پرېښودل.

خلک وايي چې د چک ولسوالۍ پولیس په نشه يي توکو وږدي او بې بندو باره خلک دي  او ولسوالۍ ته څېرمه د برېښنا فابریکې د کنال له پله څخه نه ښکته تلی شي او نه پورته،  له دې پولیسو مخکې  د قوماندان محمود په نامه ځايي پولیسو دنده درلوده چې تر دې پولیسو څو وارې ښه و په سیمه کې ګرځېدلی شوای، خپلسرو وسله والو هم ترې یو څه سترګه سوځېدله خو هغوی له دندې لیرې شول؟.

په چک و سوالۍ کې امنیتي وضعیت دومره خراب دی چې نه خو څوک په پولیس باور لری   او نه  هم په طالب  هلته بدما ان هر څه کولی شي هم درته طالب او هم درته پولیس ځان جوړولی شي د طالبانو په ډلو کې ډېر داسې کسان لیدل کېږي چې یو کال دوه وړاندې په  پولیسو او یا هم ملي اردو کې و.

طالبان په رڼا ورځ ښکاره او په ډاډه زړه ګرځي او هر څه چې  و غواړي  کولی یې شي.

پوښتنه دلته را پیدا کېږي چې تش په نامه دولت او حکومت څه ته ګوري ولې پولیس نه اصلاح کېږي؟ ولې د امنیت راوستلو لپاره لاس تر زنې ناست دي؟ ولې طالبان ورځ په ورځ پیاوړي کېږي؟ که دا حال وي ایا داسې حالت به رانشي چې  په کابل کې کوڅه په کوڅه جګړه وي ایا دولتي نازولي  به هغه وخت له ولس څخه د دفاع پلانونه جوړوي؟ ایا بیا به د ټوپکیانو بزکشي را منځ ته نشي؟ ایا بیا به د افغانانو وينې سیندونه نشي؟ ... که همداسې حال وي نو دا ټول ر اتلونکي دي بیا به نړۍ وال سور مخي په B52 دا ولس يو ځل بیا کړوي؟ بیا به شپږ سانتي څ يزونه په نښه کولی شي؟؟؟؟


که موږ درې کاله وړاندې وګورو نو د طالب په نامه  د دولت د مخالف نوم او ونشان هم نه مالومیده خو بیا هم د طالب  په نامه خلک ځورېدل او ګوانتانامو، او بګرام ته لېږدول کېدل، داسې کسان هم د طالب او د دولت د مخالف په نامه تر اوسه  بې سرنوشته پراته دي چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې یې خپله رایه هم ورکړې وه، ټوپک یې اېښی او خپل کارو بار یې کاوه خو یو ځل بیا دا خلک چا مجبور کړل؟ ولې يې ټوپک ته مخه کړه؟   کرزي صیب خو یوازې په شمالي ټلوالې او بهرنیانو تکیه کړې وه د اتلولۍ مډالونه یې دوی ته ورکول او بې وزلې ولس یې نور هم کړاوه او ځوراوه.


په پای کې دا وایم چې درنو مشرانو او چارواکو نور نو ورخ اوبو در څخه وړی  یا خو یې پرېږدی او یا د ولس د کړېدلو او غرقېدلو مخه ونیسئ.