"نانسي اجرم "د زړه نازونکو عربي بدلو بدلبوله
نانسي اجرم
ترتيب: ميرويس جلالزی
ډيری خلگ د نانسي اجرم د "آه "او "نص" له عربي سندرو سره بلدتيا لري، ډيری کسانو د هغې د يا طبطب" له البوم سره مينه پیدا کړه ،او ډيری کسانو د هغې ه "انت ايه "سندري سره اوښکي توي کړي . ډيری کسانو کله چې د لومړي ځل لپاره د اجرم سندري واوريدلي ورسره د ميني نوی احساس را پيدا شو ، ښايي دې کسانو تر دې مخه د مجازي میني په اړه هيڅ احساس نه درلود. د ع بي سندرو نړۍ ته د نانسي اجرم سندرو نوی ژوند ورکړ. د بينوا ويب پاڼي محترمو لوستونکو نانسي عجرم په خټه عربه ده چې په لبنان کی زیږيدلي او که ېې یو څوک یو ځل سندري واوري که انگریز وي که افغان وي او یا هم عرب بيا به ېې هيڅ کله هم دهغې د نويو البومونو اوريدل قضا نه کړي.
" نانسي اجرم" چې بشپړ نوم ېې نانسي "نبيل اجرم" دی په کال 1983 کې د لبنان په (الشرفيه) ښار کې زيږيدلي ده . د هغې زړه نازونکي او ما ومانه خوځښتونه له ښکلو او زړه ښکونکو عربي سندرو سره د دې لامل شول چې ډیر ژر " نانسي" د ملیونونو تنو په زړونو کې ځای کړي.نانسي اوس د منځني ختيځ او نورو عربي ملکونو ډیره محبونه سندرغاړي ده او حتی هغه کسان هم اوس د هغې سندري خوښوي چې په عربي ژبه هيڅ نه پوهيږي . نانسي واېې مجرده ده او سندرو ويلو ته ېې سندرغاړي انا هڅولي ده .
"نانسي اجرم" د عربي نړۍ د يوې طلائي سندرغاړي په توگه هغه وخت د سندرو په ویلو پیل وکړ چې مټ کې اته کلنه وه .نانسي اجرم په 12 کلنۍ کې د لومړي ځل لپاره د( نجوم المستقبل) له ټلویزوني چینل څخه خپله لومړنۍ سندره وويله . نانسي په 18 کلنۍ کې د يوې مطرح عربي سندرغاړې په توگه وپیژندل سوه . د بينوا ويب پاڼي مح ترمو لوستونکود هغې لومړنی البوم په کال 1998 کې د (محتجالک) په نامه بازار ته وړاندي شو چې تر اوسه د هغې د هنري ژوند 6 البومونه بازار ته وړاندي کړای شوي دي .
نانسي اوس هم د لبنان په (نيوشيلا) ښار کې ژوند کوي او يوه خور او يو ورور لري . د هغې ورور نبیل نومیږي چې سندرغاړی دی او خور ېې "نادين" نومیږ ي چې د نانسی پر وینا د هغې تر ټولو ښه ملگرې ده .
نانسی په خوړو کې شیرنی او چکاليت ډیر خوښ دي او په ټلویزيوني ننداره کې ېې بيا د TOM $ GERY کارتوني فلمونه ډير خوښيږي. "نانسي اجرم "د سندرو ويلو تر څ نگ د کوکاکولا د تبليغاتي کمپاین فعاله غړي هم شميرل کيږي .د بينوا ويب پاڼي محترمو لوستونکو د هغې ویديويي سندري نن صبا له افغاني ټلويزيوني چينلو څخه هم ډيري خپريږي او دا عربه سند غاړي ښايي خبره وي او که نه چې په افغانستان کې هم ډیر کسان په دې سر ماتوي.