نن په کندهار کې په لسګونو فرهنګيانو او ليکوالو په يوه غونډه کې د شاه وليکوټ ولسوالۍ د تېرې اوونۍ بمباري وغندله او د دې ډول پېښو د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.
د کندهار فرهنګيانو او اديبانو دا ځل د ادبي او فرهنګي ناستې پرځاى په خپله غونډه کې د ائتلافي ځواکونو د هغې بمبارۍ کلکه غندنه وکړه چې تېره اوونۍ يې د شاه وليکوټ ولسوالۍ په وچ باختو سيمه کې په لسګونو عام خلک ووژل، چې ډېرى يې ښځې او ماشومان وو. په دې پېښه کې تر دېرشو نور عام خلک ټپيان شول.
په دې غونډه کې انجنير شېرشاه رشاد وويل د بهرنيو په عملياتو کې د عامو خلکو وژنه لومړنۍ پېښه نه ده بلکې يوازې په تېرو څو ورځو کې دا ډول څو پېښو عام خلک وژلي دي، چې په بادغيس کې هم په ورته يوه پېښه کې امريکايي ځواکونو ګڼ عام خلک ووژل، او تېره ورځ يې په خوست کې د سړک جوړونې د يوه امنيتي شرکت څوارلس تنه ووژل.
په کندهار کې د بشر حقوقو خپلواک
کميسيون د مطبوعاتي څانګې يوه غړي عزيز الله اکرمي هم د شاه وليکوټ پر پېښې خپله خواشيني وښوده او ويې ويل د
بېګناه ښځو او ماشومانو وژنه د بشر پر حقونو څرګند تېرى دى، هغه وويل د کندهار د بشر حقونو خپلواکه اداره د دې
ول پېښو غندنه کوي او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې دا وروستۍ بمباري غندلې ده.
د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر
عبدالاحمد پر افغان چارواکو د انتقاد تر څنګ د دولت مخالفې وسلوالې ډلې هم ملامتې کړې چې په دې ډول وژنو کې لاس ل
ي، نوموړي وويل هغه ځواکونه چې د افغانانو مرستې او سوکالۍ ته راغلي داسې اعمال کوي چې امن ته زيان رسوي، هغه
وايي ترهګري دېته وايي چې په خلکو کې څوک وېره خپره کړي، چې نن د هغه په وينا همدا بهرني ځواکونه ترهګري کوي،
بېګناه ښځې او ماشومان په خپلو بمباريو کې وژني. چې ټوله نړۍ يې ويني خو هېڅ هم نه وايي.
غونډې ته ګڼو نورو کسانو
هم ويناوې وکړې.
وروسته يو پرېکړه ليک هم صادر شو، چې په هغه کې د جګړې له ښکېلو غاړو د عامو خلکو د خونديتوب او د دې عامه وژنو د عاملينو د محاکمې غوښتنه شوې وه.
د کندهار ولايتي ادارې د شاه وليکوټ په بم بارۍ کې څه کم د څلوېښتو ملکيانو وژل کېدل او څه باندې دېرشو نورو ژوبلېدل تاييد کړي دي.
د شاه وليکوټ يوشم
ېر قومي مشران وايي بمباري هغه وخت وشوه چې يوشمېر وسلوالو طالبانو د واده له کور څخه نژدې پر بهرنيو ځواکونو
زې وکړې چې وروسته د ائتلاف الوتکو پر سيمه بمباري وکړه چې تر ډېره يې ملکيان ووژل.
يوشمېر ويناوالو اعتراض
وکړچې د کندهار وکيلان په پارلمان کې د خپل اعتراض ږغ نه پورته کوي او په دې ولايت کې هم زيات چارواکي نه غواړي
داډول پېښې چې زياتره د مليکانو ژوند ته زيان رسېدلى وي، په رسنيو کې په سمه توګه خپرې شي.