په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2219
افغان رساله
دخبریدو نیټه : 2005-02-22

 

په بروکسل کې به د ناټو د غړو هېوادونو   مشران  د فبروری د میاشتې پر ۲۲ مه نيټه   را غونډیږی .

د ناټو د  ۴۶ غړو هیوادونو مشران د بلجیم  مرکز بروکسل ته  د تګ په حال کې دی.

د امریکا ولسمشر  جورج بوش، د بریتانیا صدراعظم تونی بلیر، د جرمنی صدراعظم  او نور مشران  ګډون کوی.

په دې غونډه کې چې د اروپايي ټولنې د پلازمنې  بروکسل په ښار کې دایریږی، د عراق، افغانستان ، بالکان او د نړ ۍ د نورو هېوادو په هکله خبری او لازم تصمیمونه ونیول سی.

د کاناډا څخه د دې هیواد صدراعظم ښاغلی پال مارټین او ور سره هيت یې په دې غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل د رسیدو په درشل کې دی.

افغان ژورناليست احمدشاه هوتکی، هم په دې سفر کې د کاناډا د صدراعظم  سره د مطبوعاتي  هیت په ډلې  کې  د دوی ملګری دی.  

په بروکسل کي د ناټو د غړو هيوادونو غونډه او ځينو هيوادونو د هيوادونو د مشرانو انځورونه

عکاسي : احمد شا هوتکي