مذاكرات، په مخ كې پراته خنډونه او د بهرنيانو بې شرمه دريځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22216
رپوټ: امان الله ايمان
دخبریدو نیټه : 2008-11-27

ددولت له م خالفينو سره؛

دا څووم ځل دى چې افغان دولت له مخالفينو سره د خبرو اترو يادونه كوي، تر دې وړاندې هم و سمشر په خپله د مخالفينو له مشر ملا محمد عمرغوښتي و چې له دولت سره پخلا شي.

ددولت وسله وال مخالفينو هر ځل مذاكرات در كړي او يا يې هغه شرطونه لګولي چې پلي كولو ته يې ددولت ملا ماته ده. دا ځل د سعودي دولت په م نځګړيتوب مذاكرات تركومه رښتيا دي او دا كار به په راتلونكې كې كومې مثبتې پايلې وركړي او كنه، د طالبانو د اما ت پر مهال د بهرنيو چار وزير مولوي وكيل احمد متوكل په دې اړه ارادې ورځپاڼې ته داسې څرګندوي: ((مذاكرات تر اوسه هيڅ شوي نه دي، هسې يو عنوان دى او هيڅ صورت يې نه دى نيولى، ډير خلك دا كار يو تبليغاتي كمپاين بولي، خو بله پ و ته سوله د افغانستان د خلكو هيله ده، ځينې كسان يې مخالفت كوي هم په سياسي بڼه او هم په نظامي، دوى فكر كوي چې ددوى ګټې په په همدې مخالفت كې نغښتې دي)).

د هيواد د بهرنيو چارو وزير ورځې وړاندې څرګنده كړه چې د اساسي انون او ځينې نورو شرطونو په منلو سره دوى حاضر دي چې له مخالفينو سره خبرې اترې وكړي، خو د كابل پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ډاكټر ودير صافى په دې اند دى چې د شرطونو لګول اصلا د مذاكراتو نه غوښتل دي. دى وايي چې فكر نه كوم دا شرطونه ددولت مخالفين ومني، او دا هسې له يو بل سره چنې وهل دي.

د ولسي جرګې غړى م ولوي عطاالله لودين دغه مذاكراتو ته خپله خوشبيني ښيي او په دې نظر دى چې دا ځل ډير اميد دى د سعودي په م نځګړيتوب مذاكرات پايله وركړي، دى وايي: (( دا هيواد د افغانانو لپاره غلطې هيلې نه لري، يو غير متنازع فيه هيواد دى خو د مذاكراتو مكانيزم توپير لري، هيله من يو چې پايله وركړي)).

كه دا مذاكرت كيږي نو كوم معيا ونه بايد په نظر كې ورته ونيول شي، چې مثبته پايله ترې تر لاسه شي، بيا هم ودير صافى وايي: (( اول بايد په دې كې دواړه لوري حسن نيت ولري او عملا يې وښيي، دواړه خواوې بايد زندانيان خوشي كړي، په سرحدونو كې خلك ونه وژني، بمبار بند كړي، او ورته ووايي چې دا كار موږ ځكه وكړ چې غواړو نور درسره د خبرو اترو له لارې خبره حل كړو او وژل نور بند دي، دغه شان طالبان يا ددولت مخالفان هم بايد د دولت د مامورينو له وژلو لاس واخلي)).

اوازې خپرې وې چې د طالبانو او حزب اسلامي له لوري هم سعودي ته په تللي پلاوي كې ځينو استازيو ګډون درلود، چې د طالبانو له ډلې مولوي كبير او د ملاعمر وياند طيب اغا او دغه شان د حزب اسلامي له لوري هم درې كسه سعودي ته تللي وو، خو مو وي متوكل دا خبره نه مني او څرګندوي: (( داسې ويل كيږي چې ولسمشر د سعودي له پاچا غوښتي چې په دې اړه مرسته وكړي او يو پلاوى هلته تللى و، زه هم پكې وم، خو له مخالف لوري هيڅوك نه و، نه د طالبانو او نه د حزب اسلامي، نور په دې اړه هيڅ نه دي شوي او يوه ميلمستيا وه، دا شايعات هم و چې نوازشريف هم ګډون پكې درلود، دغه شان داسې شايعه وه چې د بريتانيې هېواد ددې پيسې وركړې وې، ايا د سعودي كمې پيسې دي او يا يې نه لري چې بريتانيه يې وركوي، فكر كوم دا هسې تبليغات دي)).

د مذاكراتو د اوزاې له خپريدو سره، ايران او روس ويره څرګنده كړه او له طالبانو سره يې خبرو ته كيناستل وغندل او دا يې د بهرنيانو ماتې وبلله، ودير صافى د ايران دغه دريځ د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه او له نړيوالو پرنيسبونو سره ټكرعمل بولي او د ملګرو ملتونو په اوږو دا مسووليت وراچوي چې په دې اړه خپلې سوله ييزه هڅې ګړندۍ كړي او ددغه دولتونو خولې وروتړي او دغه د سولې د بهير په وړاندې خپل دريځونه بدل او يا پټه خوله و اوسي او هسې بيځايه خنډونه پكې راپورته نه كړي، ودير صافى ديته هم اشاره كوي چې دا ځل بايد د بن كنفرانس تيروتنې بايد راغبرګې نه شي.

مولوي لودين هم د ايران او روس دا لاسوهونكى دريځ غندي او وايي: (( دوى خپلې ګټې د افغانستان په ناامنۍ كې ويني، روسان خو دلته مات شوي او غواړي چې له هرې لارې وي امريكا په افغانستان كې ښكيل كړي او بل ددې لپاره هغه احتمالي جګړه چې سبا په ايران كې متصوره ده، غواړي په افغانستان كې يې روانه وساتي)).

په داخل كې هم ځينو كړيو ددې مذاكرتو مخالفت وكړ، ولې ايا جګړه د افغانانو په ګټه ده، ايا دا اووه كاله مو له جګړې نه كومې ځانګړې ګټې تر لاسه كړې چې له دې وروسته به يې ترې تر لاسه كړو، او ايا ددولت مخالفين د جګړې په مټو كمزوري شوي او كه لا ځواكمن شوي دي، ودير صافى يې ځواب راكوي: (( د هغه ډلو موضوع واضح ده، دوى سياسي وبې كوي، دا ددوى د نن خبره نه ده، كه ددولت مخالفين په دولت كې ورګډيږي، ددوى شخصي مقامونه له لاسه وځي او خصي ګټې له لاسه وركوي)).

دغه شان مولوي لودين هم له مخالفينو سره د مذاكراتو په وړاندې كورنيو مخالفو كړيو ته اشاره كوي او غندي يي: (( يو شمير ډلې شته، ددې لپاره ددې مذاكراتو مخالفت كوي چې دوى خپلې ګټې په نا امنيو كې ګوري)).

ولې هر ځل مذاكرات ناكام شي، اصلي ستونزې په بهرنيو او كورنيو لاسوهنو سربيره څه دي، متوكل و ته په خپلو خبرو كې اشاره كوي: (( دولت له مخالف لوري د هغه اساسي قانون منل غواړي چې يوازې دوى په خپله جوړ كړى، او مقابل لورى بيا د بهرنيانو وتل غواړي خو كه دا كار وشي بيا به د سولې اړتيا نه وي، ددوى جايزې، زندانونه، تور ليستونه او بمبارۍ هغه څه دي چې دغه پروسه له خنډ سره مخوي، زما په فكر اول بايد هر لورى له شرطونو تير شي، او بهرنيان هم بايد له دې پروسې نه عملا خپل ملاتړ وښيي)).

ولې دا ځل دولت په مذاكراتو ډير ټينګار وكړ او سما يې له مخالفينو نه د سولې غوښته وكړه، ايا دولت كوم تبليغاتي كمپاين پيل كړى، ايا د افغانانو په حال يې د ښتيا زړه سوځي او كنه نور يې نظامي توان له پښو لويدلى، متوكل دغه ټول لاملونه په دې اړه اغيزناك بولي او وايي: ((چې په دې اوو كالو كې ونشوه نو په اوو مياشتو كې به څنګه مذاكرات وشي، تبليغات هم احتمال لري چې وي، مګر سړى بايد هميشه مسايلو ته په بد نظر ونه ګوري، كيداى شي دا د افغانانو غوښتنه وي او افغانستان خلك نور له جګړو ستړي دي، او ښايي د مخالفينو وروستيو پرمختګونو هم په دې كې ډير نقش درلودى وي)).

كه مذاكرت پيل شي، م نځګړيتوب به څوك كوي، په دې اړه سياسي كارپوهان په دې اند دي چې د طالبانو هغه پخواني مقامات چې اوس په كابل كې ژوند كوي، ښايي دغه دنده تر ډېره ددوى پرغاړه وي، وكيل احمد دغه خبره نه ردوي او وايي چې د يوه افغان شخصيت په توګه نه د طالبانو له لوري د استازي په توګه، ښايي په دې اړه د افغانانو د هوساينې په پار د منځګړي رول ولوبوي.