دباچاخان په مزار دګلونوګېډۍ کېښودل شوې (رپورټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22272

دخبریدو نیټه : 2008-11-30

تېره ورځ په دې موخه څو نړيوالو ته وښايي چې پښتانه د جنګ او جګړو طرفدار نه دي،د باچاخان په مزار د هېواد مېشتو او بهر مېشتو فرهنګيانو له لورې غونډه وشوه.
د کابل پوهنتون استاد محمداسماعيل يون وويل چې غونډه په دې موخه جوړه شوې څو نړيوالو ته وښايو چې پښتانه د جنګ جګړو طرفدار نه دي.
يون زياته کړه چې موږ به دا هڅه کوو څو نړيوال په دې وپوهوو چې پښتانه هم د عدم تشدد لارويان دي اوپه دې لاره کې يې ډېره مبارزه کړې.
په جرمني کې دافغان کولتوري ودې ټولنې مشر زرين انځور غونډې ته د وينا پر مهال وويل  چې پښتانه اوس په نړۍ کې د يوه جنګيالي قوم په توګه پېژندل کېږي،په همدې موخه موږ سره راټول شو څو نړيوالو ته وښايو چې موږ  هم د ګاندي په څېر د عدم شدد دلارې سرلارې لرو،لکه څنګه چې هنديان د ګاندي نمانځي او وايي چې د جنګ جګړو خلک نه يو،نو موږ به هم د باچاخان مبارزه او کړنې ستايو او خلکو ته به وښايو چې موږ جنګ نه کوو،موږ هم د ګاندي په څېر د عدم تشدد لارويان وو اوپه دې لاره کې مو ډېره مبارزه کړې.

انځور زياته کړه چې نن د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پښتانه ليکوال په جرمني کې راټوليږي او په دې سره بحث کوي چې څنګه کولاى شو،د باچاخان دعدم تشدد لاره نړيوالو ته وښايو،په هماغه مناسبت موږ هم دلته راټول چې په وياړ يې دلته د ګلونو ګېډۍ  کېږدو.
دننګرهار وا ي ګل اغا شېرزي هم غونډې ته وينا پر مهال وويل چې ټول پښتانه بايد خپل اقتصاد پياوړى کړي،په خپلو مينځو کې يووالى او ورور ولي راولي او جنګ ته نور دپاى ټکى کېږدي .
والي همدارنګه ژمنه وکړه چې دباچاخان مزار به په نوې او عصري بڼه جوړوي.
ديادونې وړ ده چې پر يادو شويو سربېره استاد محد اصف صميم،استاد حبيب الله رفېع،عبدالغفور لېوال،رسول باوري پر ويناوو سربېره په کې ډېرى شاعرانو زيرک فهيم،احمدبختيار ساحل،عزت الله ځواب،شېرحسن کما زى،فريدون خوځون،شفيع الله تاند،مبارز پېروز،نجيب الله نايل او يو شمېر نورو خپل شعرونه وويل.