جلالزی
د ولسمشر حامد کرزي ورور
او د کندهار د ولایتي شورا ریس احمد ولي کرزي هغه خبرونه نا سم وبلل چې وایې د د کندهار د والي جنرال رح
مت الله روفي په ګوښه کولو کې لوی لاس درلود. د روفي په لري کولو کې د ښاغلي کرزي د لاس درلودو په باب د لومړي
ځل لپاره د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړ. ښاغلي کرزي نن د جمعې په ورځ وویل چې د ده او روفي تر منځ هیڅ کله هم خپل م
نځي شخړي او د صلاحیتونو د ویش پر سره لانجې نه دي رامنځ ته شوي او دی د هغه پوره ملاتړ کونی وو او یې به. احمد
ولي کرزي وویل: ( دا کسان چې خپل نومونه نه یادوي او زما په اړه داسي درواغ وایي هیڅ نوع اختلاف نه وو، م
ونږ له اولې ورځې ورسره همکاره وو، روفي صایب محترم سړی وو، د ده په راتګ کې ما همکاري کړي ده، ما له ده سره
همکاري کړي، که صبا راشي بیا ورسره همکاري کوم که په کابل کې وي هم زمونږ یار دی او یوه خبره خو دا ده
چې هر مشکل چې په کندهار او دې منطقه کې رامنځ ته کیږي خلګ زما پښه هم پکې را کاږی چې اصلا دا کار سم نه دی)). اح
مد ولي کرزي وویل چې د بولدک ولسوال په لري کولو او دې ولسوالۍ ته د نوي ولسوال په ټاکلو کې ده له والي سره هیڅ
از اختلاف نه درلود.هغه وویل چې دغه ګرده هوايي خبري دي، والي خپل اجرات کوي او هر څه د هغه په لاس کې دي خو زه د
ولایتي شورا ریس یم له خلکو سره ګورم او هغوي ته خدمت او نظام ته خدمت زما دنده ده ،هغه خلګ چې په خلکو کې ځای نه
لري او په سیاست کې پاتې راغلي دغسي تبلیغات کوي او دغسی مسایل را پورته کوي. روفي د سنبلې د میاشتي په لومړیو
ورځو د دې ولایت د والي په توګه ټاکل شوی وو. د پوځ دغه جنرال له دې دمخه د قندهار د قل اردو قومانداني هم پر
غاړه وه چې بیا له بهرنیو ځواکونو سره د ژبنیو شخړو په دلیل له دندې هیسته کړای شو. د سیمیزو ارګانونو ادارې په
کابل کې ویلي چې تر اوسه کندهار ولایت ته نوی والي نه دی په ګوتو شوی. د روفي د څه کم څلورو میاشتو ماموریت
په دوره کې د کندهار ولایت امنیتي حالت د پام وړ خراب شوی او یو شمیر حکومتي چارواکي د ریسانو په ګډون
دغلته ترور شوي دي. له روفي دمخه اسدالله خالد د کندهار د ولایت په مقام کار کاوه چې د هغه د ماموریت پر م
هال د دغه ولایت په زیاتو برخو کې پرمختګونه لیدل کیدل او تر ډیره بریده امنیتي حالت ښه وو. د ارغنداب په و
سوالۍ کې د ملي پوځ د سیمیزو امنیتي ادارو چاڼیز عملیات یو له هغو سترو بریالي توبونه شمیرل کیږي چې اسدالله
خالد په خپله هم په دې عملیاتو کې برخه درلوده . د ارغنداب په چاڼیزو عملیاتو کې ګڼ شمیر دولت ضد وسله وال مړه
او ژوبل شوي وو. د کندهار زیات شمیر خلک د اسدالله خالد له دورې څخه ښي خاطرې لري.