میرویس جلالزی
بادغیس: په لسګونو پښتانه وهل شوي ټکول شوي او لادرکه دي
د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان
ځواکوانو په کتار د طالبانو تر وروستي برید وروسته په سیمه کې نږدې سل تنه پښتانه اوسیدونکي د سیمیزو ټوپک وا
و اربکیو ځواکونو له خوا نیول شوي او له وهلو ټکولو وروسته په شخصي زندانانو کې اچول شوي دي چې لا یې هم ځای
ځای ګې له کورنیو ورک دی. د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه یو شمیر پښتنو د ټلیفون په کرښه بینواویب پاڼي ادارې ته
وویل چې دا پښتانه له ښار او بازار څخه نیول شوي او د ایماق قومونو د پخوانیو ټوپک سالارو چې د بدنامه جنګ
سالار عبدالرشید دوستم کسان دي له لوري بندیان شوي دي. عیني شاهدانو وویل چې په دې خود سرانه نیولو او شکنجو کې
ملي پولیس ونډه نه لري او دا نیوني او ځوروني د بدنامه ټوپک سالارانو هر یوه ، قوماندان غفور دایزنګي، قوم
اندان عاصم ګوبک، قوماندان عبدالروف لاغري او قوماندان لطیف بلند غري له خوا تر سره شوي دي. ویل کیږي چې د
دې قوماندانو وسله والو سړو د قلعه نو او بالا مرغاب پښتانه دې ته اړ کړې چې له ولایت څخه کډي بار کړي او په ورته
وخت کې د دې قوماندانو کسان هغو پښتنو ته چې له ایران څخه په دې ورستیو کې را ایستل شوي اجازه نه ورکوي چې خپلو
کورنو ته را ستانه شي. د بادغیس پښتنو پر ولسمشر کرزي غږ وکړ چې سخصا په دې مسله کې مداخله وکړي او د دوي سر، مال
او ناموس وژغوري. د بینوا ویب پاڼی ادارې د دې مسلې په اړه د بادغیس له امنیه قوماندان سمنوال ایوب نیازي سره
اړیکه ونیوله خو هغه وویل چې دوي په دې نیونو کې لاس نه لري او نه پرې خبر دي بلکه دا کار د ځایي اربکیو
پولیسو او سیمیزو قوماندانو له خوا تر سره شوی دی. ها خوا په سعودي عربستان کې د بینوا ویب پاڼي همکاران په
دې لټه کې دي چې له والي اشرف ناصري سره چې د حج مراسمو ته د ګډون په موخه تللی اړیکي ونیسي او دا مسله له هغه
سره شریکه کړي. ځايي ټوپ واکانو په ټولو پښتنو فشار را وستی چې دوې د بالامرغاب په برید کې لاس لري او پښتانه
دوکانونو، روغتون او بازانو ته د تلو لپاره له ډاره زړه نه شی ښه کولای .