"کیت ونسلیت" هغه فلمي څیره چې طا بانو هم پیژندله
لیکونکی: میرویس جلالزی
کیت وینسلیت د امریکې د هالیوډ سینما هغه ستورې وه چې د
تیتانیک په نامه فلم کې له را څرګندیدو وروسته یې په نړیواله کچه شهرت وموند .
که څه هم دغه فلم هغه وخت خپور
و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وو خو تیتانیک په پراخه کچه د افغانانو له خوا هم وستایل شو.
د
دغه فلم له راتګ سره سم ډیرو افغان هلکانو او پیغلو په داسي حال کې چې د غربي موډ او فیشن د غوره کولو حق یې نه
لرل، له ویرې سره سره خپلې جامې او ویښتان د ټیټانیک د فلم د لوبغاړو په څیر ډیزاین کړل.
کیت ونسلیت په دې
فلم کې ډیره ښه وځلیده.
د تیتانیک د فلم ستورې کیت وینسلیت د ۱۹۷۵ کال د اکتوبر په میاشت کې په انګلستان کې زیږ
یدلي او د تیاتر په برخه کې یې زدکړي کړي دي.
د هغې مور او پلار په ستیژ د تیاتر نندارې وړاندي کولي او نیکه
یې هم د تیاتر یوه کمپنۍ لرله.
ونسلیت په ۱۱ کلنۍ کې د تیاتر ډګر ته مخه کړه او په ۱۹۹۱ کال کې یې د لومړي ځل لپا
ه د ( ده سکریټ ډایری او ادین مول) او ( پیتر پن) په تیاتري نندارو کې ګډون وکړ چې وروسته بیا هغې په کال ۱۹۹۵
کې د ( هیفنلی کریچر) په نامه یوه سینمايي فلم کې د شهزادګۍ رول ولوباوه چې همدا فلمي نړۍ ته د هغې لومړی ګام شمیرل
کیږي.
میرمن کیت ونسلیت په ۱۹۹۷ کال کې د تیتانیک په نامه فلم کې برخه واخیسته چې ورسره لیوناردو دی
کپیرو د فلم د هلک په توګه برخه درلوده.
تیتانیک فلم د هالیوډ سینما یو له هغو فلمونو څخه راځي چې پرې زیات
ګښت شوی او د جیمز کامیرون له جوړونو څخه دی .
کیت وینسلیت په ۱۹۹۸ کال کې له جیمز تریپالیتون سره واده وکړ
چې اوس د دې واده ثمره دوه ماشومان دي.
کیټ ونسلیټ په ۲۰۰۱ کال کې له خپل خاوند څخه جلا شوه او د سم مینداس سره
یې تر مینې وروسته واده وکړ.
کیت ونسلیت له خپل لومړي خاوند څخه د میا په نامه یوه لور او د جوی الفي په نامه
یو زوی لري. کیت ونسلیت وایې چې د نورو امریکایانو پر خلاف غواړي چې د افغانانو په څير زیات ماشومان
ولري.