خوست درارسيدوسره سم يې د شيخ زايد پوهنتون په انګړکې چورلکه کينول شوه اوپه هغه مراسمو کې يې برخه واخيسته چې دپوهنتون په جومات کې نيول وی وو .
په مراسمو کې دګډون پرمهال لومړی ده ته دخوستوالو لخوا هر کلی وويل شو ورپسې دکونډيو په سيمه دايتلاف قواو په عملياتو کې دشهيدانو دفاتحي او دتسليت دوړاندي کولو په موخه دخوست دجهادي اسلامي ورا ريس مولوی محمد سردار ځدراڼ لخوا دعظيم الشان قران مبارک ايتونه ولوستل شول او دنوموړيو کورنيو دشهيدو غړو ارواو ته دبښنې دعاګانې وشوې . اوبيا ښاغلي کرزې هغې لويي ناستې ته خبرې پيل کړې چې پکې دخوست ولايت سرپرست والي طاهر خان صبري دخوست دبيلا بيلو قومونو مشرانو ديني علماکرامو دسياسي او مدني ټولنو مسولينو دپوهنتون استادانو ، يوشمير ښځينه و اوګڼ شمير نورو خوست ميشتو برخه اخيستي وه.
ښاغلي کررزي په پيل کې خوست ته دخپل راتګ هدف په ډاګه کړه اوويي ويل ما دتيري اونۍ راهيسي دا اراده درلوده چې دغه ولايت ته به سفر وکړم او ضرور دهغو کورنيو له غړو سره خواخوږي ، غم شريکي وکړم چې دايتلاف قواو په عملياتو کې ورته ځاني اوم الي زيان رسيدلی.
ما غوښتل چې دډاکټر بلال دکورنيو غړو کورته ورشم هلته ورسره غم شريکي وکړم خو ولې دامنيتي دلايلو له امله امنيتي مسولينو دپوهنتون جماعت مناسب وباله .
ده زياته کړه په ياده پيښه زياته خواشيني يم که څه هم وړاندي ملکي خلکو ته دهيوادپه بيلابيلو سيمو کې دايتلاف قواو په عملياتو ځاني اوم ي زيانونه اوښتي خو ولې دغه پيښه له هغې سره ډير فرق لرې.
ده وويل په سپيو دميرمنو او ماشومان داړل يوغيري انساني اوناراو عمل دی . اودا ترټولو بده پيښه ګڼل کيږي . ښاغلي کرزي تقرار زياته کړه زه خوست ته د عمجنو کورنيو سره دخواخوږۍ او ډاډګيرنې لپاره راغلی يم همداراز بايد ډاډ درکړم په هر قيمت چې وي چې داسې ناوړه عمليات به بندوم اوضرور به يې مخه نيسو .
کرزي وويل : مونږ بار بار له نړيوالو قواو سره دم کي اوبې ګناه خلکوته زيان په اوښتو په ټينګار سره غږيدلي يو ډيرې ځلې مو ددوی له لوړپوړچارواکو سره خبرې کړي چې له دغې کار څخه لاس واخلي دغه کار مه کوئ خو دوی بياهم تيروتنې کوي ده زياتوله زه ټول اولس ته ډاډ و کوم چې داډول خپلسري عمليات به ضرور بنديږي زه هرځلې دخپل درديدلي اولس په وير کې له نړيوالو سره په جدي خبرو بوخت وم دوی ته مونږ ويلي که تاسو همکاري کوي کور مو اباد . که چيرې زمونږ ولس په شهادت رسوي نو دغه کار په هيڅ صورت سره مونږ ته دزغملو وړنه دی ورپسې دغمجنې کورنۍ مشر ډاکټر بلال دښاغلي ولسمشر لخوا سټيج ته ددې لپاره وروغوښتل شو چې دپيښې بشپړه انځور وړاندې کړي ډاکټر بلال دخپلو خبرو په لړ کې ددوی په کور باندې دام يکايي قواو دترسره شويو عملياتو راپور وړاندې کړی او دپيښې ټول اړخونه يې ولسمشر ته روښانه کړل .ده په خپ و خبرو کې وويل سربيره پدې چې زمادکورنۍ درې تنه غړي يې شهيدان اودرې يي نور ټپيان کړل ،څلور کسان يې ژوندي هم له ځانه سره بيولي چې تراوسه له دوی سر په بند کې دی .
غوښتنه مو داده چې نوموړي کسان ژرترژره اخوشي شي .
ده په خپلو خبروکې زياتوله چې پرته له کوم شواهدو زمونز سره داډول غيرانساني چلند ترسره شو ی چې جبران يې نشونی دی ده زياته کړه که چيرې زمونږ سره ايتلافيانو کار درلود نو کولی شول چې په سپينه ورځ يې م ونږ خپل نږدې نظامي مرکز ته ورغوښتي وی . ده له ولسمشر وغوښتل چې دبيا ځل لپاره دخپل واک څخه په استفادې سره ددا ول بدکړنو مخه ونيسيي کليف يوځل بيا ښاغلي کرزي دډاکټر بلا ل په ټولو خبرو خواشينې وښوده ده وويل زه بايد له خپل ټول توان څخه کار واخلم که زه بيا واک نه لرم سپينې ږيري په راغونډ کړم او يو ه جرګه به ترې جوړکړم ترڅو دوی په خپله تصميم ونيسي اوپه هيواد کې دبهرنيو ځواکونو دبرخليک په اړه پريکړي وکړي ورپسې دمراسمو په لړ کې ولسمشر دهغو يو شمير نورو کورنيو غړي وپوښتل چې څه وخت وړاندې دايتلاف قواو لخوايې په عملياتو کې دکو نۍ غړي له لاسه ورکړي وو ددغو کورنيو په لړ کې د کرکټ ملي ټيم دشهيد شوی لوبغاړي رحمت ولي ورور او په اسم اعيل خيلو اومندوزيو ولسوالۍ کې ديوې کورنۍ يوشمير غړو،ديوخصوصي شرکت د١٤ شهيدشوو کارکوونکو دکورنيو وا ثينو دمعيوبينو داتحاديي ريس صاحب ګل چې دشپې لخوا يې ايتلافيان کور پلټلۍ اوددوی کورنۍ غړي زورولي وو په خپل وارسره ښاغلي کرزی ته دايتلاف قواو دبد چلند په تړاو معلومات ورکړل او له نوموړي څخه يې ددغه عمل دعاملينو دم حاکمې غوښتنه وکړه اوهمداراز دانصا ف ګوند مشر انجنير احمد شاه او دولايتي شورا وکيلې نعت بې بې او يوشمير نور قومي مشرانو لنډ غوندي نظرونه څرګندکړل او زياته يې کړه که چيرې ايتلافيان له دغې کارڅخه لاس نه اخلي نو دهيواد په کچه يو جرګه دې را وغوښتل شي ترڅو هماغه جرګه پريکړي وکړي او بهير نيو ځواکونو ته يوه داسې تګلاره جوړه کړي چې دهيواد اوهيوادوالو ګټه وي . مراسم چې په لسو نيمو بجو پيل شوی وو ددوولس نيمې بجو په اواخو کې پای ته ورسيد ل يادونې وړده چې ښاغلي کرزي کابل ته دتګ پرمهال دخوست سرپرست والي طاهر خان صبري څخه دځانګړې مننې ترڅنګ د هغې نظم او ترتيب ستاينه وکړه چې دمراسمو پر مهال نيول شوی له مراسمو وروسته ښاغلي کرزي او ورسره نور چارواکي دشيخ زايد پوهنتون له انګړ څخه په ځانګړو چورلکو دپلازمينې کابل په لورې وخوځيدل .