پښتني قبيلي و پيژنئ! ٣٠مه برخه( تره خيل)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22651
دکتور لطيف ياد- استر اليا
دخبریدو نیټه : 2008-12-27


تره خيل په اصل کې غلجي پښتا نه او د احمد زيوقبيلې پورې تړلی ښا خ دی چې دکابل ولايت د دده سبز ولسوالۍ په تره خيلو کې، دلغمان ولايت د تبۍ کو نج او تره خيلو په سيمو او يو شمير هم په کو هدامن  کې ميشته دي٠

د ده سبز ولسوالي چې دکابل په شمال ختيز اته کيلو مترۍ کې پر ته ده  دخلکو مجموعي شمير يې (١٠٠١٣٦  تنه دی چې په سلو کې ٧٠ خلک يې پښتا نه او زيا تره تره خيل دي٠

دده سبز ولسوالي د شکر درې،مير بچه کوټ،کلکا نو او دقره باغ سره ګډه پو له لري٠ دده سبز ولسوالي مر کز د تره خيلو په پل سنګي کې مو قعيت لري٠ دده سبز ولسوالي د لا ند نيوکليو او با نډو نه جوړه شوې ده : تره خي ،ده يحيي،بختياران، خواجه چا شت،د پای منار پا چا صا حب،خاص ده سبز، اب دره، قلعه شاه محمد،کټه خيل،نوار، سورخي، ابد ره بالا،جارو اوده سبز بالا٠ په افغا نستان با ندې د رو سانو د ير غل په دوران کې ددغې ولسوالۍ زيا ت ه خلک اوله هغې جملې نه تر ه خيل له خپلې سيمي نه مها جرت ته اړ شول او پيښور ته وليږ ديدل او زياتره يې د اکوړې او زا خيلو په کيمپو نو کې او سيدل٠ داسي ويل کيږي چې د تپل شوې جګړې په تر څ کې ددوی په سلو کې ٨٠ کورونه ويجاړ او دکر نې ځمکې يې شاړې شوې٠

تره خيل زيا تره دکر کيلي اوباغو نو په چا رو بو خت دي٠ د کر نې محصو لات يې غنم ،جوار ، خټکي او هند وانې دي٠دوی په خپلو بڼو نو کې د توت، زردالو،انګوراو بادامو ونې لري، خو دپنبه ګل په نا م ه دتاکونو نا روغي ددوی د انګورو حا صلاتو ته ډيرتا وان  رسوي ٠په پخوا وختو نو کې ددوی ځمکې دکابل د سيند او هم دکاريزونو په ذريعه خړوبيدلې،خو د ديرش کلن تباه کوونکې جګړې په تر څ کې ددوی داوبو لګو لو سيستم بيخي ويجاړ شو، په تيره بيا پر له پسي وچکا ليو ددوی کرنې او ونو بو ټو ته ډير زيات ز يا نو نه واړول اواوس د ژورو څا ه ګا نو په ذريعه خپل د کر کيلې چارې پر مخ بيا يي، خو اوس يې هم ډيرې ځمکې داوبو دنشتوالي له کبله شاړې پر تې دي٠ح يوانات يې پسونه، وزې او غواګانې دي٠

تره خيل زيا تره دکر کيلي اوبا غدارۍ په چارو بو خت دي، خو لږ شمير يې  دبيلا بيلو کارونو دتر سره کو لو له پاره کا بل ته ځي٠  د ده سبز ولسولي په عمو مي ډول او په تيره بيا دتره خيلو سيمه په ځا نګړي تو ګه کوم رو غتون نلري ، خو يوازې دوه رو غتيا يي کلينيکونه لري چې د ډاکټرانو او نر سا نو مجمو عي شمير يې ٨ تنو ته ر سيږي چې ددوی د سيمې له پاره کفا يت نه کوي٠     دده سبز ولسوالي په م جمو عي تو ګه٢ ليسې او د ګو تو په شمير لو مړ ني ښوونځي لري٠
تره خيل غير تي، ميلمه پا لو نکي،نرم مزاجه او دښو اخلاقو او کړو وړو څښتنان دي٠ دروسي ير غلګرو په وړاندې ښه په ميړانه جنګيدلي او خپل هيوادنی رسالت يې تر سره کړی دی٠ دوی دعلم او ښوونې او روزنې له چارو سره هم ځانګړې مينه لري٠ددوی قو مي مشران او سپن ږيري هم ډير درانه خلک دي٠
د تره خيلوخلک دسپورټ سره هم ځا نګړې مينه لري لکه غيږه نيونه، تيږه اچول اوپه ځا نګړي تو ګه توره وهل يا شمشير بازي پکې زيات رواج لري چې د لوبي په وخت کې د مخصو صو ډالو نو نه پکې کار اخلي او په دې کار کې خورا مهارت لري٠

په او سني وخت کې لا نديني بهر نۍ مو سسي ده سبز ولسوالۍ د بيا ودانولو په چارو کې مر سته کوي:

١-UNOPS- دده سبز دده يحي دليسې او دسړ کو نو د جوړو لو په بر خه کې مر سته کوي٠
٢-KOHINOOR- چې دکا ريزو نو په بر خه کې مر سته کوي٠
٣-CARE-چې دروغتيايي چارو او پو هنې په بر خه کې مر سته کوي٠
٤-UNICEF-د پوهني او ښوونې او وزنې په بر خه کې٠
٥-DACAAR- د اوبو او پاکوالي په بر خه کې٠
٦-IAM-دخوړو او روغتيا په بر خه کې٠
٧-SCA- دروغتيا او ټولنيزې سو کالۍ په بر خه کې٠
٨-WFP- د خوړو په بر خه کې٠
٩-PAYANA- دتره خيلو دښوونځي په بر خه کې٠
١٠-ARKAR- دکاريزو نو په بر خه کې٠
١١-ICRC-د پا يپونو په بر خه کې٠
په دې ورو ستيو وختو نو کې دافغا نستان دبيا رغا ونې وزارت پتيي ې ده چې په ده سبز کې به يو ښار ګو ټی چې دښار جوړولو په نړ يوالو معيارونو سره به برابر او د٢٠ زره تنو له پاره به کورونه ولري جوړ کړي چې دا په خپل ذات کې دده سبز دولسوالۍ په غوړيدو اد پر مختګ کې ستر رول لو بولای شي٠


پايليکونه:
١-پښتني قبيلي، ددکتور لطيف ياد تاليف، دپيښور چاپ٠
٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Deh_Sabz_District
٣- http://www.aims.org.af/afg/dist_profiles/unhcr_district_profiles/centra/kabul/deh_sabz.pdf
٤-http://www.aisk.org/misc/woik2007issue42.pdf

    ( نوربيا)                                &nb sp;