د سرحدونو، ومونو او قبایلو چارو نوي وزیر اسدالله خالد تیره شپه په غیرمنتظره توګه د رحمان بابا د لیسې له شپې غالی څخه لیدنه وکړه.
په دغه شپې غالې یا لیلیه کې شاوخوا ۶۰۳ تنه د مختلفو ټولګیو زدکونکي دمګړۍ میشت دي. ښاغلي اسد چې دغه شپې غالی یې د لوم ړي ځل لپاره دژمي د رخصیتو پر مهال فعال کړ شاګردانو ته ډاډ ورکړ چې دی به د دوي د ژوندانه او زدکړي لپاره هره ممکنله لاره چاره ولټوي. دد سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر همدا راز د رحمان بابا د لیسې مدیر ته دنده وسپارله تر څو زیات شمیر شاګردان چې نه شي کولای د وطن د دښمنانو له ویرې خپلو ولایتونو ته ولاړ شي په دغه لیلیه کې ورته هر راز امکانات برابر کړي.
ښاغلي اسد د لیلې ګنو اطاقونو ته ورغی او د بي وزلو پښتنو شاګردانو د ستونزو جاج یې واخیست او چارواکو ته یې لازم هدایتونه وکړل. د رحمان بابا لیسې زدکړیالان چې د ښاغلي اسد له ورتګ څخه خورا خوشهاله ښکاریدل د هغه ګرد چاپیر را ټول شول او په ډیره صم یمانه فضا کې یې خپلي ستونزي ورسره شریکي کړي.
اسدالله خالد د ارزګان،زابل،غزني،کندهار، خوست او یو شمیر نورو ولایتونو دم
ختلفو ټولګیو زدکونکو سره په خپلو خبرو کې هغوي ته دنده وسپارله چې له کم عمرو او د ټيټي کچې له زدکونکو سره د
خپلو کشرانو وروڼو په څیر په درسونو کې مرسته وکړي. په ورته وخت کې ښاغلي اسد ژمنه وکړه چې دغو شاګردانو
ته به د انګریزۍ ژبي، کمیا، فزیک ، کمپيوټر او نورو څانګو په برخه کې ژمني کورسونه هم په همدې ښونځي کې
جوړ کړي.د یادولو وړ ده چې د دغسې شبې غالي څخه تر دې مخکي کوم وزیر د ورځي هم لیدنه نه وکړې .