دزابل ، هلمند او ارزګان سفر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2291
غلام ولي نوري - کابل
دخبریدو نیټه : 2005-03-04

غلام ولي نوريغلام ولي نوري - کابل

 

په دې وروستيو ورځو کي مي دافغانستان هغو سيمو ته سفر درلود په کومو کي چي واورو اويخنيو د نورو په نسبت ډير وګړي ځپلي دي .

سفر مي په زړه پوري وو ، خو کله چي مي ليدل چي د افغانستان دولت ، خيريه موسسو او د ملګرو ملتونو ادارو تر اوسه پوري هغو سيمو ته خپلي مرستي نه وې رسولې ، اوسېدونکي يې له سختو ستونزو سره مخامخ وو . زه به د بېلګي او ثبوت لپاره ځيني انځورونه چي له مځکي او هوا مي اخستي دي در وليږم .

 

په نوموړو سيمو کي ماشومان په ناروغيو اخته شوي دي ، ميندي اوپلرونه بې وسه دي ، روغتيايي مرستي نه دي رسيدلي ، او خلک د څښلو د پاکو اوبواو خوړو د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .

هلته د کليو او ښارونو تر منځ ډيري لاري اوس هم بندي دي . روغتيايي کلينيکونه يا بند دي ، يا روغتيايي سامان الات او دارو درمل نه لري چي ناروغانو ته يې ورکړي . کوم څه چي ما ليدلي دي د ليکلو نه دي ، د زابل ، هلمند او ارزګان په زيات شمير هغو سيمو کي چي ما وليدل ډيرو خوراکي ، روغتيايي او د سړې هوا او يخنۍ څخه دمخنيوي لپاره مرستو ته اړتيا شته . خو له بده بختانه يو شمير سيمو ته تر اوسه په لږه اندازه مرستي هم نه دي رسيدلې .

کله چي د ارزګان ولايت د يخدان سيمي ته ورسېدلو د هغې سيمي  درې سپين ږيري اوسيدونکي موږ ته راغلل ، او په ژړا ژړا يې له موږ څخه د مرستي او همکارۍ غوښتنه کوله ، او د يخدان د سيمي د ولسوال / قومندان   (( تور )) څخه يې سر ټکاوه چي ددوی ږغ يې تر دولتي او صحي چارواکو نه دی رسولی ، او ورسره يې هيڅ ډول مرسته نه ده کړې .

دا لنډ څه مي د هغو دريو ولايتونو په  اړه وليکل کوم چي زه ورڅخه راستون شوی يم .

زه له دې دريو ولايتونو د اوسيدونکو دستونزو له ليدلو څخه وروسته  د هغو ولايتونو او ولسواليو داوسېدونکو په اړه  چي ورته تګ اوس هم ستونزمن دی ، سخت اندېښمن يم .

د افغانستان ولسمشر دي خيريه موسسو ته بلنه ورکړي چي يخنۍ ځپلو سيمو ته خوراکي او د تودېدلو سامان الات ورسوي   او د عامي روغتيا وزارت دي په دې اړه ژر تر ژره د روغتيايي  مرستو ليږلو لاري چاري وسنجوي  .

ځکه زاړه وګړي له يخه مري اوتنکي ماشومان له توري ټوخلي ( سينه بغل ) له ناروغيو .

دزابل ولايت ليري پرتې سيمي

دارزګان ولايت غرنۍ سيمي

دارزګان ولايت په ځينو سيمو کي سېلونه راتلونکي دي

دهلمند د رود پر غاړه يو شمير باغونه او د کرهني ځمکي