په ملګرو ملتونو کې د
امریکا سفیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پرمختگ او د تیروریزم خلاف گډې جگړې کې د هڅو په هکله خو
بینې څرگنده کړې ده.د چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کې د نوي امریکا د بنیاد په مرکز کې د خبرو پر وخت سفیر زلمي خ
یل زاد وویل چې سخت دریځه طالبان نه یوازې افغانستان ته گواښ دی بلکه د پاکستان ملکي حکومت ته هم یو تهدید
دی.خلیل زاد وویل چې پاکستاني جمهور رئیس اصف علي زرداري په دی وروستیو کې کابل د سفر په وخت جمهور رئیس حامد ک
زي سره ژمنه وکړه چې غواړي د کابل د حکومت سره په گډه کار وکړي. هغه وویل چې وخت بدل شوی د دواړو هیوادونو
اړیکې ټینگې شوي او حامد کرزی اوس د پاکستان د موقف نه دفاع کوي.د پاکستان د استخباراتي ادارې په هکله د یوی
پوښتنې په ځواب کې خلیل زاد وویل چې د ای اس ای اداره باید د ملکي حکومت تر کنترول لاندې راشي او نړیواله ټولنه
باید پدی اړوند مرسته وکړي
او په کابل کی، د افغانستان جمهور رئیس حامد کزري نن د ارگ په ماڼۍ کې د سعودی عربستان د استخباراتو له ملي ادارې د رئیس او د پاچا ملک عبدالله له ځانگړي استازي مقرین، بن عبدالعزیر سره ولیدل.
د غرمې ډوډئ ترخوړو وروسته یې د افغان جهادی مشرانو سیاسي شخصیتونو او د کابینې له یو شمیر غړو سره ولیدل او د افغانستان لپاره یې د سعودي عربستان د نیکو هیلو پیغام وړاندې کړ.