نوی کول ماډرن موسیقې او سندري غواړي
د پښتو د خوږ ژبي سندرغاړي زیک افریدې مرکه
ترتیب : میرویس جلالزی
داسي نه شو وی
اچې پښتانه له زړې او کلاسیکي موسیقۍ څخه زړه توري شوي خو دا ویلای شو چې نوی نسل نوي سټایل او نوي موسیقۍ ته
اړتیا لري او زما د بي بي شیرني سندري دا جوته کړه چې ځوانان غواړي زاړه شیان په نوي بڼه وویني.
که په پیښور کې د مشهور ځوان سندرغاړي زیک افریدې د موندلو په لټه کې یاست نو دا ګرانه خبره ده چې هغه په اسانۍ پیدا کړۍ دا ځکه چې اوس په پیښور کې سندرغاړي په اسانۍ نه پیدا کیږي او له زیاتي ویرې پټ ګرځي او حتی له خپلو ملګرو سره هم چندان شناخت نه کوي.
مونږ له زیاتو هلو ځلو وروسته دا موکه تر لاسه کړه چې د پیښور په چیف برګر مشهور برګر پلورنځي کې له زیک افریدي سره یوه مرکه وکړو . که څه هم د چیف برګر رسټورانټ په دوهم پوړ کې مرکې ته ناست وو خو په رستورانت کې د خلکو شورماشور او مستي موسیقۍ زمونږ مرکې ته یو نوی شانته بک ګرونډ م وزیک ورکړی وو.
زیک افریدي لومړی څه ویل لري.
(( ما خو لکه خلګ د زیک افریدې په نامه پیژني، خو په افغانستان کې مې زیات خلګ زیږ افریدی بولی)). له دې نه زاهد خان جوړیږي، زه د کوهاټ اوسیدونکی یم، په زیک کوهاټ کې لوی شوی نه یم خو له هغې خوا راغلی یم، په قوم افریدی یم، په کمپیوټر ساینس کې ماسټري لرم او د پیښور په ګورنمنت کالج کې درس ورکوم)).
پوښتنه: دې فن ته د څنګه مخه کړه، کمپیوټر ساینس او موسیقي خو زیات واټن ل
ی؟
ځواب: دا یو اتفاقي کار وو، زمونږ په ټولګي کې یو ښونکی وو هغه به وویل چې نن د بزم آدب کلاس دی او ټول به
سندري وایی، او بس زه یې هم یوه ورځ د ټولګي مخي ته را پاڅولم ، کله مي چې سندره وویله هلکانو ډیر تشویق کړم،
چې مړه ته خو ډیر ښکلی غږ لري، بس همدا زما د موسیقۍ د فن پیل وو.
پوښتنه : ستاسو د بي بي شیرني سندره په زیاته کمه موده کې ډیره مشهوره شوه، دا سندره تر تاسو مخکې نورو سندرغاړو هم ویلي وه، تاسو د کومي اړتیا له مخې بیا وویله او څنګه یې داسي بی حده زیات شهرت وموند؟
ځواب:کله چې ما میوزیک شروع کړو، زمونږ له بدقسمتۍ
نه زمونږ د نوي کول، زه شوم، ته شوې، ټولو پښتو پریښي وه، چا انډین او چا هم انګلش سندرې اوریدلي. ما
داسي محسوسه کړه چې دې خلکوو ته د یوه نوي څیز وړاندي کول په کار دي. بي بي شیرني سندره د ۱۳۳۹ کال سندره ده،
ماپه یوه نوي طرز او یوه نوي موزیک کې وویله، خلکو ډیر خوښه کړه . اوس د انډین سندرو پر ځای خلک بي بي شیرني او
نوري زیاتي پښتو ماډرن سندري اوري.
پوښتنه : ستاسو زیاتره سندرې تکراري بڼه لري، یعني یو ځل مخکي ویل
شوي ، تاسو بیا ویلي دي، د تکرار په دغه کار کې ځان څومره بریالی بولي؟
ځواب: پښتانه له زاړه موزیک څخه ډیر
ستړي شوي وو، زوړ خو نه شو ورته ویلای، خو ځینو خلکو خراب کړی وو، مونږ یو نوی ستايل را وایست، پښتنو ډیر ښه
استقبال کړو، دغه استقبال خپله دغه ښيي، چې زمونږ نوی کول دې ته تیار دی چې خپل زاړه شیان په نوي جامه کې وم
نې.
پوښتنه: تر اوسه مو څومره سندرې ویلي دي؟
ځواب:لس به مي ویلي وي.
پوښتنه: کله چې د
ستیج پر سر یا په ستډیو کې سندري وایې له کوم حالت سره مخ کیږي؟
ځواب: دا خو په سندرو پوري اړه لري . او زه د
ستیج پر سر فکر کوم چې که چیرته یو سندرغاړي پر شعر او موزیک ښه حاکم وي نو کولای شي چې بي له کوم فشار نه سندري
ووایې او برعکس به دا مسله زیاته ستونزمنه وي.
پوښتنه: زیاتره کومه موسیقي خوښوي، پاپ، رپ، راک، ک
اسیکه او که کومه بل ډول؟
ځواب:کومه چې ښه وي هغه مي خوښیږي، دا که کلاسیکه وي او که پاپ، راک وي که کوم بل
ول ټولي مې خوښیږي.
پوښتنه: نن سبا پښتو موسیقي بازاري شوي ده او ورځ په ورځ له خپل هنري معیار څخه لري ځي نو څنګه کولای شو خپله پښتو موسیقي بیرته خپل معیار ته ور نژدې کړو؟
ځواب: اوس خو مونږ کوښښ کوو، دا ده ګیا یو که نه، مونږ باید یوه معیاري شاعري ولرو، تنقید ته باید ځای ورکړو، اوس خو هر څوک راځي او کسټه ډکوي.
پوښتنه: تاسو څو البومه سندري لری؟
ځواب: دا زما یوه هیله وه چې یو البوم په پښتو ژبه او بل هم په اردو ژبه
ولرم، د ښتو د البوم هیله مي پوره شوه او د اردو سندرو په البوم هم کار کوم.
داسي نه شو ویلاچې پښتانه له زړې او کلاسیکي موسیقۍ څخه زړه توري شوي خو دا ویلای شو چې نوی نسل نوي سټایل
او نوي موسیقۍ ته اړتیا لري او زما د بي بي شیرني سندري دا جوته کړه چې ځوانان غواړي زاړه شیان په نوي بڼه
وویني.
که په پیښور کې د مشهور ځوان سندرغاړي زیک افریدې د موندلو په لټه کې یاست نو دا ګرانه خبره ده چې هغه په اسانۍ پیدا کړۍ دا ځکه چې اوس په پیښور کې سندرغاړي په اسانۍ نه پیدا کیږي او له زیاتي ویرې پټ ګرځي او حتی له خپلو ملګرو سره هم چندان شناخت نه کوي.
مونږ له زیاتو هلو ځلو وروسته دا موکه تر اسه کړه چې د پیښور په چیف برګر مشهور برګر پلورنځي کې له زیک افریدي سره یوه مرکه وکړو . که څه هم د چیف برګر سټورانټ په دوهم پوړ کې مرکې ته ناست وو خو په رستورانت کې د خلکو شورماشور او مستي موسیقۍ زمونږ مرکې ته یو نوی شانته بک ګرونډ موزیک ورکړی وو.
زیک افریدي لومړی څه ویل لري.
(( ما خو لکه خلګ د زیک افریدې په نامه پیژني، خو په افغانستان کې مې زیات خلګ زیږ افریدی بولی)). له دې نه زاهد خان جوړیږي، زه د کوهاټ اوسیدونکی یم، په زیک کوهاټ کې لوی شوی نه یم خو له هغې خوا راغلی یم، په قوم افریدی یم، په کمپیوټر ساینس کې م اسټري لرم او د پیښور په ګورنمنت کالج کې درس ورکوم)).
پوښتنه: دې فن ته د څنګه مخه کړه، کمپیوټر ساینس او
موسیقي خو زیات واټن لری؟
ځواب: دا یو اتفاقي کار وو، زمونږ په ټولګي کې یو ښونکی وو هغه به وویل چې نن د بزم
دب کلاس دی او ټول به سندري وایی، او بس زه یې هم یوه ورځ د ټولګي مخي ته را پاڅولم ، کله مي چې سندره وویله
هلکانو ډیر تشویق کړم، چې مړه ته خو ډیر ښکلی غږ لري، بس همدا زما د موسیقۍ د فن پیل وو.
پوښتنه : ستاسو د بي بي شیرني سندره په زیاته کمه موده کې ډیره مشهوره شوه، دا سندره تر تاسو مخکې نورو سندرغاړو هم ویلي وه، تاسو د کومي اړتیا له مخې بیا وویله او څنګه یې داسي بی حده زیات شهرت وموند؟
ځواب:کله چې ما میوزیک ش
وع کړو، زمونږ له بدقسمتۍ نه زمونږ د نوي کول، زه شوم، ته شوې، ټولو پښتو پریښي وه، چا انډین او چا هم
انګلش سندرې اوریدلي. ما داسي محسوسه کړه چې دې خلکوو ته د یوه نوي څیز وړاندي کول په کار دي. بي بي شیرني سندره
د ۱۳۳۹ کال سندره ده، ماپه یوه نوي طرز او یوه نوي موزیک کې وویله، خلکو ډیر خوښه کړه . اوس د انډین سندرو
پر ځای خلک بي بي شیرني او نوري زیاتي پښتو ماډرن سندري اوري.
پوښتنه : ستاسو زیاتره سندرې تکراري بڼه
لري، یعني یو ځل مخکي ویل شوي ، تاسو بیا ویلي دي، د تکرار په دغه کار کې ځان څومره بریالی بولي؟
ځواب: پښتانه
له زاړه موزیک څخه ډیر ستړي شوي وو، زوړ خو نه شو ورته ویلای، خو ځینو خلکو خراب کړی وو، مونږ یو نوی ستايل را
وایست، پښتنو ډیر ښه استقبال کړو، دغه استقبال خپله دغه ښيي، چې زمونږ نوی کول دې ته تیار دی چې خپل زاړه شیان
په نوي جامه کې ومنې.
پوښتنه: تر اوسه مو څومره سندرې ویلي دي؟
ځواب:لس به مي ویلي وي.
پوښتنه: کله چې د ستیج پر سر یا په ستډیو کې سندري وایې له کوم حالت سره مخ کیږي؟
ځواب: دا خو په سندرو پو
ي اړه لري . او زه د ستیج پر سر فکر کوم چې که چیرته یو سندرغاړي پر شعر او موزیک ښه حاکم وي نو کولای شي چې بي له
کوم فشار نه سندري ووایې او برعکس به دا مسله زیاته ستونزمنه وي.
پوښتنه: زیاتره کومه موسیقي خوښوي،
پاپ، رپ، راک، کلاسیکه او که کومه بل ډول؟
ځواب:کومه چې ښه وي هغه مي خوښیږي، دا که کلاسیکه وي او که پاپ، راک
وي که کوم بل ډول ټولي مې خوښیږي.
پوښتنه: نن سبا پښتو موسیقي بازاري شوي ده او ورځ په ورځ له خپل هنري م عیار څخه لري ځي نو څنګه کولای شو خپله پښتو موسیقي بیرته خپل معیار ته ور نژدې کړو؟
ځواب: اوس خو مونږ کوښښ کوو، دا ده لګیا یو که نه، مونږ باید یوه معیاري شاعري ولرو، تنقید ته باید ځای ورکړو، اوس خو هر څوک راځي او کسټه ډکوي.
پوښتنه: تاسو څو البومه سندري لری؟
ځواب: دا زما یوه هیله وه چې یو البوم په پښتو ژبه او
بل هم په اردو ژبه ولرم، د ښتو د البوم هیله مي پوره شوه او د اردو سندرو په البوم هم کار کوم. دمیرویس جلا
زي ترتیب