بنګلدیش کې نوی تاج محل جوړیږي(رپوټ)
د بنګلدیش په هیواد کې به د هند د تاج محل د ماڼۍ په څيرکټ مټ یوه ماڼۍ جوړه شي. د دغې تاج محل
جوړول به شپږ کاله وخت ونیسي او پکې به له پرمختللو ساختماني وسایلو کار واخیستل شي. که څه هم د
هند د تاج محمل د جوړیدو پر مهال له اپتدايي وسایلو او زیاتي انساني قوې کار اخیستل شوی وو خو د
نوي تاج محل مالک چې یوه بنګلدیشی سوداګردی وایې چې دی غواړي نوی تاج محل په نویو وسایلو جوړ کړي.
نوی تاج محل به د اصلي تاج محل د نقشۍ له مخې په څه باندې ۶۰ ملیونه امریکايي ډالره
تکمیل او د نندارچیانو پر مخ به پرانیستل شي. په نوي تاج محل کې به ځيني برخې په سرو او سپینو زرو
سربیره د الماسو په غمو هم سینګار شي. د یادولو وړ ده چې د هند دولت د دغه بنګلدیشي تاج محل د
جوړیدو په باب کوم غبرګون نه دی ښولی. پخوانی او اصلي تاج محل د شاه جهان د واکمنۍ پر مهال د
هغه په امر جوړ کړای شوی وو. شاه جهان به ویل چې دغه زړه ښکونکی قصر یې د خپلې میرمني
ممتاز د ستایلو او د هغې د یادونو د ژوندي ساتلو لپاره جوړ کړی دی.