دولت او چارواکي
په هیواد کې د ملی سوکاله ژوند د برابرولو لپاره د خلکو اړینه دنده داده چې په قانوني توګه دولت جوړ کړي. د دولت ډیره ستره او اړینه دنده داده چې د خپل هیواد کورنی او باندنی امنیت ټېنګ ګړي ځکه چې د کورني او باندني امنیت ټېنګول په ټولنه کې د نورو خدمتونو او سوله ییزو کارونو لپاره لاره پرانیزي او د اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز عدالت پر خوا مخ په وړاندې ځي . خو دولت ددغو ملي دندو د سر ته رسولو لپاره وړ پانګې، کارپوهانو او تکړه تخنیکي کسانو ته اړتیا لري، هر څومره چې د دولت ګټې او بودجه پیاوړي وي په هماغه اندازه دولتي ځواک د ټولنیزو خدمتونو په سر ته رسولو او د پرمختیایې پروژو پر مخ بیولو کې پیاوړی وي . په افغانستان کې د بیلا بیلو کورنیو او باندنیو لاملونو له کبله داسې لاره نه ده اواره شوي چې دولتونه د خلکو په خپلواکه غوښتنه او د ولسواکۍ د اصولو له مخې منځ ته راغلي وای . ځنو ډلو ټپلو لومړی د وسلې په زور دولتي واک ښکیل کړی دی او بیایې د قانوني ښودلو لپاره کوټه جرګې جوړې کړي دي . له دې کبله د دولت او خلکو تر منځ اړیکې د بادار او مریې په ډول وي، دولت د خلکو په وړاندې او خلکو د دولت په وړاندې لکه څنګه چې ښایې قانوني مسولیت نه درلود او دولت چې هر څه غوښتل او هر څه یې چې کولی شول په خلکو باندې یې ورتپل، خلکو هم دولت دستر ځواک په توګه پېژاند او د هرڅه هیله یې ترې درلوده. د خلکو لپاره هغه دولت یا د دولت هغه چارواکی ښه و چې له دوی څخه یې مالیه او پر ګټو باندې د عوایدو ټکس نه اخیست . پداسې حال کې چې د مالیې او نورو ټکسونو ورکول د هر انسان ملي دنده ده ځکه همدغه پیسې دي چې د دولت بودجه جوړ وي او دولت بر لاسی کوي چې دکورني او باندني امنیت د ټینګښت لپاره پوځ او پولیس پیاوړي کړي . د ښوونې او روزنې، اقتصادي او تجارتي .لارو او ډګرونو، دمخابراتو او زراعت، مالدارۍ او نورو پروژو ستونزې اوارې کړي. باید يادونه وشي هر دولت چې له خلکو څخه هر ډول مالیه وانه خلي هغه ښه دولت نه دی خو ددغه ډول مالیې او ټکسونو اخیستل باید د خلکو د ګټو پر اساس عادلانه وي او په دولتي چارو کې ولګیږي . هر هغه دولت چې ونه کړای شي د لګښت او ګټې تر منځ انډول وساتي او لګښت یې تر ګټې زیات وي یا له منل شوو پروژو څخه د باندې لګښت وکړي د هیواد له خلکو سره ظلم او ناروا کوي ؛ دا ډول دولتونه مجبور دي چې دغه توپیر د بې بنسټه پیسو په خپرولو سره جبران ګړي او د انفلاسیون کچه زیاته کړي، کوم چې د ولسي وګړو په اوږو ډیردروند بار دی په تیره خو که چیرې په دولت کې خپل سري واکمنه وي او پیسې په غلطو لارو کې ولګول شي په روڼو سترګو او ښکاره ډول اختلاس بلل کیدای شي .
لکه څنګه چې ښایې په افغانستان کې دولتونه په خپلو دندو کې لکه کورنی او باندنی ډاډه امنیت، پرمختیا او ترقي او د ټولنیز عدالت په ټېنګولو کې بریالي نه وو . دغه نه بریالیتوبونو ډول، ډول کورني او باندني لاملونه درلودل چې کولای شو ځنې یې په لنډ ډول وشمېرو:
- د قانوني سیاسي سیسټم او دولتي نظام د نشتوالي اونه پایښت اودچا په وینا د پرله پسې پاچا ګردیو له کبله .
- د کارپوهانو او تګړه تخنیکي کسانو د کمښت له کبله .
- دکورني او باندني امنیت د نه شتوالي، د افغانستان په کورنیوچاروکې د باندنیو لاسوهنو او د اوږده جنګ د تپلو له امله .
-له دولت سره د ملي ژوند په لاره کې د خلکو مرسته نه کول .
- د قانونیت او د خلکو د حقونو او ازادیو نه مراعات کول .
- په پانګې اچونې، په صناعت او د سوداګرۍ په چارو کې د لږې برخې اخیستنه، له دولت څخه د ټولو چارو په سر ته رسولو او د ستونزو په اوارولو کې زیاته هیله .
- د خلکو د باور راښکلو لپاره هڅې نه کول .
- د چارو په سر ته رسولو کې د دولت کمزوري، په ټولیزه توګه د ارتجاع ډول، ډول او پر له پسې ګډوډۍ او د هر ډول دموکراتیکو پرمختګونو په وړاندې خنډ کیدل.
څرنګه چې د سیاسي کار هدف دولتی واک ته رسیدل دي او دولتي واک هم د وطن او خلکو لپاره د خدمت لار ده . خو لکه څنګه چې وویل شول په افغانستان کې چارواکي ډیره ستونزمنه، پیچلي او درنه وه او ده چې ددغه له مسولیت څخه ډک دروند بار په اوږو وړل ټېنګ هوډ، کلکو ګامونو، نه ستړي کیدونکو هڅو، مخکني اټکل او بې پایه زغم ته اړتیا لري .