میرویس جلالزی
ټاکل شوي چې له دې پس به افغانان کولای شي چې امریکې ته د تګ لپاره په کابل کې د دې ملک له سفارت څخه ویزې تر لاسه
کړي چې دا کار له دې دمخه په اسلام آباد کې شونی وو.
په کابل کې د امریکې سفارت د قونسلي چارو مشر ( بریندن اوب
ین) وویل چې پس له دې افغانان کولاۍ شې د کډوالۍ له ویزو پرته د موقتي ویزو د ترلاسه کولولپاره په کابل کې د دوي د
سفارت له لاري دغه ویزې د ۱۳۱ امریکايي ډالرو په بدل کې چې څه کم ۷۰۰۰ افغانۍ کیږي تر لاسه کړي.
ښاغلي اوبرین
وویل چې د اوس لپاره دوې د کډوالۍ ویزې نه شي ورکولای خو وروسته به دغه کار هم پیل شي.
د نوموړي پر وینا هغه
افغانان چې غواړي امریکې ته د زکړي، معالجې، ملاقات او یا هم سیاحت لپاره د لږې مودې لپاره سفر وکړي کولای شي چې
ه دوې څخه ویزې تر لاسه کړي په داسي حال کې چې له دې دمخه په کابل کې د امریکې سفارت یوازي دیپلوماتیکي ویزې اجرا
کولي.
بریندن اوبرین وویل چې که څوک غواړي چې د امریکې ویزه تر لاسه کړي نو له هغه څخه په کابل کې د دوي په سفا
ت کې انټرویو اخیستل کیږي او دا تشخیصیږي چې هغه ریښتیا هم د لنډي مودې لپاره امریکې ته ځي او که غواړي هلته
دایمي پناه واخلي.
د امریکې د سفارت قونسلي مشر وویل چې د رواني فبرورۍ میاشتې له ۱۶ نیټې وروسته هر افغان کولای
شي چې د دوي انټرنټ پاڼي ته مراجعه وکړي او هغه فورمې په آن لاین توګه ډکي کړي چې د دوې د مشخصاتو په اړه پکې
پوښتني شوي دي.
دې دیپلومات وویل چې دوي به د ویزو د متقاضیانو غوښتن لیکونه او ډک شوي فورمونه په دقت ګوري او
دا به څيړي چې دا کس د دوي په شرایطو برابر دی او که څنګه.
ښاغلي اوبرین وویل چې د ویزو غوښتنکي به په داسي حال
کې چې د دوي له خوا ومنل شي او په شرایطو برابر وي دوي ته ۱۳۱ امریکايي ډالره ورکوي او په تور بازار کې د
ویزو تر لاسه کول ناممکنه او غیر قانوني مسله ده.
د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو د امریکې د موقتي ویزو
موده دری میاشتي ده او هر هغه کس چې امریکې ته ځي باید د اجتماعی امنیت نمبر هم د پولیسو له خوا تر لاسه کړي او
ه دې دمخه باید په افغانستان کې سفارتي چارواکو ته یو لوړ تظمین هم ورکړي.