مسخره عامر خان څلورڅلویښت کلن لوبغاړی(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23463

دخبریدو نیټه : 2009-02-07

مسخره عامر خان څلورڅلویښت کلن وبغاړی(رپوټ)

لیکوال: میرویس جلالزی 

((د عامرخان میرمن رینا خان او زوی یی حسین نومیږي خو داسي آوازي خپري شوي چې عامر او رینا سره)) بیل شوي دي.

عامر خان د هندي سینما یوه مشهوره څیره ده . ۴۴ کاله دمخه د هند په سینمايي ښار ممبۍ کې وزیږید. له کوچنیتوبه یې له هنر او سینما سره اړیکي درلودي. عامر اوس د هندي سینما دوهم دلیپ کومار بلل کیږي.عامر څه موده وړاندي په دې رایزینګ فلم کې ولوبید. په دغه فلم کې  ده په یوه ښایسته رول کې ډیر زیات مینه وال وموندل. عامر خان د هندي سینما له هغو ګوته په شمیر کسانو څخه شمیرل کیږي چې د هنر او سینما له لاري یې په ملیونونو شتمني ور خپله کړي ده. که څه هم د هندي سینما زیاتره  هنر په پیسه او بازار چلیږي خو عامر له پیسو او بازار چلیږي خو عامر له پیسو سره هنر هم پالي. څه موده وړاندي نوموړي د یو فلم پر سر ۷۵ ملیونه روپۍ تر لاسه کړي. دا د هندي سینما ډیره لړه هنري بیه شمیر کیږي.عامر خان تر ډيره بریده د پيسو لیوال دی. په هندي سینما کې یې د خپل حیثیت او مقام د خوندیتوب ډیره کمه هڅه کړيده. همدالامل دی چې اوس ډیر لږ خولو ته راځي. ( قیامت سي قیامت) په هنري نړۍ کې قیامت جوړ کړ خو عامر تر دغه فلم وروسته سوړ راغی. بالګان د عامر خان دوهم فلم وو چې په سینمايی نړۍ کې یې د عامر شهرت څلی ودرول. د عامر میرمن رینخان نومیږي. په دې ورستیو کې داسي آوازي شوي چې عامر او رینا سره بیل شوي او دواړو له خپل نویو معشوقو سره مزي تړلي دي. پر دې ټولو نم یګړتیاوو  سربیره عامر خان د نورو سینمايي څيرو په پرتله یوه ځانګړي لاره او هنري سبک لري. له درمیش درشن او جون میتیو سره یې په راجاهندوستاني میله او سرفروش کې مرسته وکړه کله چې یې د هغو وړاندیز رد کړ خلک یې وازي خولي پریښودل او کله یې چې ګواریګر ته هم نه وویل: خلو بیخي لیوني وباله . خو باید ووایو چې عامر خان په لګان کې ه اشتوش ګواریګر سره مرسته وکړه او شاهرخ خان یې پکې ورټیل واهه. تر غلام او راجا هندوستاني مخکې درمیش درشن او ویکرم بت چانه پیژندل. عامر خان د دوي  په شهرت کې ستره ونډه درلوده. عامر خان د خپل اعتبار دخوندیتوب د هنر په مینه وال کې د زړه راښکون لپاره هر کال یو فلم جوړوي. دعامر خان میرمن ریناخان نومیږي. په دې ورستیو کې داسي آوازي شوي چې عامر او رینا سره بیل شوي او عامر له خپلی نوي معشوقي سره مزی تړلی دی . عامر او رینا خان د ح سین په نامه یو زوی هم لري.