د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر وکیل احمدمتوکل سره مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23542

دخبریدو نیټه : 0000-00-00

د طالبانو د حکومت د به نیو چارو له وزیر وکیل احمد متوکل سره د مرکې بشپړ  متن.

 

« سوله داسي شي نه ده چې په زور اوړل شي او په جنګ باندې يو طرف خاموش شي... دقوې اعمال ،  دقوې  زور اوډيرښت ، دا يواځي جنګ په وقفه يې شکل خاموشه کوي او نور يې هم زياتوي  ...»


- « کورته ورتلل ګرفتاري کول ، په هيواد کى د ننه دنورومحبسونو موجوديت ،داخپله سوال برانګيزه خبري  دي » «افغانستان بايد دهند اوپاکستان دگټو دمقابلي ځاي ونه اوسيږي ».


«... کله  چي دحکومت دضعف خبره کيږي، راځي  داپوښتنه وکړو چي فساد يا دحکومت ضعف ، يا داداراتو ضعف،  دايواځي په افغاني غاړي کي دي که غيرافغاني غاړي کي هم دي ؟ »

سوال : امريکايي مقاماتو دا فيصله کړي ده  چې ترديرشو زرو پوري تازه نفسه پوځيان افغانستان ته واستوي . آيا ستاسو په نظر د نورو پوځيانو استول به  په افغانستان کي سوله تامين کړي ؟

 ج : زه فکر کوم چي  د دا اووه کلن جنگ تجربو، دخارجيانو اتگ افغانستان ته  اودجنگ ترخي تجربي ، دايو اميد واري کيدلاي شي چي هغوي دا نتيجه اخيستي  وي چي يواځي  دجنگ  لاره کافي ونه گڼي. که موږ وگورو چي په افغانستان کي جنگ له چاسره  دي ؟ ترکله اودڅه لپاره ؟ دادري  هغه سوالونه دي چې تقريبا دهر افغان په زړه کي دي . 
په افغانستان کي جنگ له مجهول سره،  اص اُجهت معلوم نه دي چي له چاسره جنگيږي ، چيري جنگيږي.  آيا جنگ په غره کي دي ؟  جنگ په ښارونو کي دي ؟ په کليو کي دي ؟او جنگ  دڅه لپاره ؟ ددي لپاره چي په اصطلاح دتروريزم ريښي وخيژي ؟ اول خو دغه اصطلاح چي ترو يزم تراوسه پوري نړيوال اتفاقي تعبير نلري . اوبل دلته دهيوادوالو اودغيرهيوادوالو بي ځايه مکس کول  چي ت وريست څوک  دي؟  آيا افغان اوکه غيرافغان دي ؟  او ددي ترڅنگ ترکله پوري؟  دا جنگ ترکله ،  زه فکر کوم چي معقوله به داوي هم بهرنيانو ته ، هم دافغانستان واکمني ته چي بالاخره ددغو دريو پوښتنو لپاره فکر وکړې ، بحث  وکړي ريسرچ وکړي اوداپيداکړي چي موږ بايد له مجهول سره  جنگ ونکړو اوترنامعلوم وخته پوري جنگ ونکړو او افغانان او غيرافغانان سره خلط نه کړو ،  مکس يي نکړو .
دافغانانو حق دي ، هرڅوک چي يې ، چي په دي هيواد کي  ژوند وکړي ، دخپل طبيعي حقوقو څخه برخمن پاتي شي ،  په پروسو کي گډ شي.  ديوچا مستثني کول داخپله جنگ ته لبيک اودعوت ويل دي  په حقيقت کي.  نوزه فکرکوم چي دقوي اعمال ، دقوي زور ډيرښت دايواځي  جنگ په وقفه يي شکل  خاموشه کوي اونوريي هم شعله  وره کوي  اوزياتوي يي .
ښه خبره به داي وي چي  کوم وخت  دسولي په لارو چارو غږيږو فکرکوو،  نو يواځي بايد دسولي قرائين موږ ووينو.  په سولي باندي کار وکړو . داسي نشي کيداي چي خبره دسولي کوو اوتياري  جنگ  ته نيسو نوپکار دا ده چي په داسي مسايلو کي په کومو مراجعو پوري چي مربوطه ده ،  هغوي جدي فکر وکړي مخکي له دي چي هغه شي واقع شي يا يي  مخه نيول  کيږ ي،  په وخت بايد ددي مخه  ونيول شي. اوبياهم يوازي داربکيوپه جوړولو باندي اودا رازدنوري اضافي قوې د اتگ ، دفشار زيات استعمال ، زه فکرکوم ښه خبره به نه وي، ښه آينده به دافغانستان لپاره نه وى.

 س : تاسو داربکيو يادونه وکړه ، داربکيو په هکله ستاسو نظر څه  دي؟ 

ج : اربکي خپل تعريف لري او خپل  تا يخ لري . هميشه دهغو کماند اودهغو تنظيم قومونو کړي دي . دهغو تجهيز او دهغو تنظيم قومونو کړي دي .
دا چي اوس دا اصطلاح کارول کيږي يواځي کيداي شي دوي هغه تاريحي  نقل کړي وي مگر کاملادا اوس بيخي دمليشي حيثيت لري .
دا چي حکومت يا بهرنيان هغوي ته  جهت مشخص کوي چي  تاسي په دا يا هغه  جهت کي حرکت وکړي، دا بيا د ا بکي تعريف له منځه وړي . اوپه داسي يو هيواد کي چي هغه دملي اردو ملي پوليسو جوړيدو ته ضرورت لري ،د داسي يوخط ناک تجربه شوي بديل راتگ،  زه فکر کوم دا دحکومت اډانه ضعيفه کوي . دادافغانانو په گټه  نه ده. 
س: يعني چي تاسى د نوروخارجي سرتيرو دراتګ سره موافقه نه ياست ؟  

 ج : دسولي دله منځه تگ عوامل څه شي دي.  هغه بايدوپلټل شي. ولي سوله نشته  ولي جنگ دي؟   دجنگ داعيه څه شي ده؟  په دي باندي علمي کا بايد وشي فکر وشي اوپه هغه راستا کي عملي اقدامات وشي.  سوله داسي شي نه ده چي په زوره راوړل شي  په زور تطبيق شي،  په جنگ باندي يوطرف خاموش شي. مامخکي هم وويل  چي د مجهول سره جنگ  دي .
  که ستا ديو خص  سره  جنگ وي ، دا خو کيداي  شي چي هغه  شخص ياونيول شي ياووژل شي.  خوهغسي نه ده.  که ستا ديوه خاص فکر سره جنگ وي بيا خو دا جنگ له  مجهول سره شو. 
پر ځاي ددي چي جنگ ورسره وکړي که هغه افکار داخلي وي هغه دلته حق لري  طبيعي حق لري. هغه بايد تمثيل شي.  هغه بايد په هغو لارو چارو باندي چي دکوم پاره دولت ورته وايي، کوم ميکانيزمونه دي ، دهغه لاري بايد تمثيل شي. هغه په اعتمادکي واخيستل شي نه دا چي هغه ختم کړل شي .

س:  په دي وروستيو کې ، غربي هيوادونه دملامتيا باردافغانستان پر حکومت باندې اچوي . تاسو دافکر نه کوې چې د افغانستان په بحران کې  غربيان هم ملات دي ؟ 

 ج : فکرکوم چي مسووليت اوصلاح يت داهغه کلمي دي چي دا بايد هميشه سره هم غاړي و اوسيږي.  اول موږ بايد داپوښتنه وکړو چي په دغو مسايلو کي،  په دغو مشکلاتو کي دافغانستان حکومت څومره صلاحيت لري؟  دصلاحيت په اندازه باندي دامسووليت په کار دي  چي سړي پوښتنه وکړي.  داسي نشي  کيدلاي چي دسړي پنځوس فيصده صلاحيت وي  اوسل فيصده دهغه څخه م سووليت وغواړي.  طبيعي خبره ده چي دا انډول  او دا توازن اوبيلانس برابرکړل شي . دافغانستان مساله که موږ ته خوند راکوي که نه ،که  مو خوښه ده که نه ،  يواځي  دافغانستان داخلي جريانونه  نه دي،  په افغانستان کي.  بهرني حضور  دنړيوالي  جامعى حضور، داټول په خپل وارسره په خپله اندازه باندي نقش ل ي  اوبايد سوالو ته ځوابونه ووايي .
 کله  چي دحکومت دضعف خبره کيږي،  راځي  داپوښتنه وکړو چي فساد يا دحکومت ضعف ، يا داداراتو ضعف،  دايواځي په افغاني غاړي کي دي که غيرافغاني غاړي کي هم دي ؟  دا فساد  چي کيږي زه فکرکوم چي دايواځي افغانانو پوري تړلي نه ده ، داخبره، دا صحيح ده چي داموږ نشو ردکولاي اوهيڅوک  له دي څخه انکارنشي  کولاي ، اداري فساد شته،  آيااداري فساد نشئت  دافغانوڅخه يواځي کړي دي ؟ يواځي دوي پري اخته  دي يواځي دوي پري ملوس  دي اوکه ټول؟   نوزه فکرکوم چي  هرچا بايددخپ ي  ونډي  مطابق  نسبت وشي ،  نه دا چي دټولو بار په يوه چا واچول شي .
زه دحکومت دفاع نه کوم. زه پوهيږم چي داحکومت کي مصلحتونه دي ،حکومت ائتلافي دي .
په حکومت کي  داسي موارد به هم وي چي هلته صلاحيت چي چا ورکول شوي وي ، اهليت يي  نه وي کتل شوي  اوظرفيتونه يااستعدادونه به هم کمبود وي.  ځکه چي دايوعامل لري دلته ډيراوږد جنگ تيرشوي  دي.  ولي دا په دي مانا نه ده چي موږ ټول د پړي ګوټه يواځي يوجهت ونيسو.
 س : دافغانستان دستونزو په هکله ، اکثراُ ګوټه پاکستان ته نيول کيږي. تاسو په دي اړه څه وياست ؟

  ج : له ډيره  وخته داخبره اوريدل کيږي چي په افغانستان کي دمسايلو حل يا په  افغانستان کي  دم سايلو برعکس که ووايو دمشکلاتو  جوړيدلو  عامل پاکستان دي.  ډير حکومتي چارواکي هم داخبره کوي. زما خصي نظردادي زه له دي نظرسره نه يم موافق . په دي کي شک نشته چي موږ گاونډيان لرو، گاونډيان خپلي دلچسپي لري ،  کيداي شي په ځينو مواردوکي هغوي غلطه تجزيه کړي وي.
  فکريي کړي وي چي دافغانانو په بده ورځ  کي زموږ ښه ورځ ده ،  يوه غلطه محاسبه يي کړي ده .
دا زه منم چي ممکنه ده داخبره ،مگر دا چي ټوله خبره دي موږ ته به نيانو  جوړه کړي وي يادي گاونډيانو  جوړه کړي وي دا نه منم.
ولي داهرڅه چي دي که سړي په داخل کي دهغه عوامل ونه گوري بيا کولاي شي. منطقي دي سړي بل چا ته ووايي .
 دمثال په توگه ډير خلک وايي چي دطالبانو اس امي تحريک پاکستان  جوړ کړ اوپاکستان اعمال کړ.
  که موږ وگورو هغه وخت ته لږ ور تيرشو چي هلته  بي نظمي وه  پاټک سالاري وه  کوچني  کوچني دولتونه و.
  افغانستان له تجزيي سره مخ و.  آيا دافغانستان خلکو ددغسي  يو تحريک  ضرورت نه درلود، آيا دافغانستان دخلکو ددغسي يوتحريک حمايت ونکړ.
دغه داخلي عوامل ددي لپاره کافي دي  چي سړي حکم وکړي  چي دا افغاني ضرورت  و افغاني تحريک و .
دي کي هيڅ شک نشته  چي  دپاکستان  زموږ سره روابط وتربل دهرچا نه يي ډيرو تريوحده پوري د روابطو  تاثي هم  و،  يوتاثير او روابط دي يوجوړول  ايجادول دي. دافرق لري .
اوس هم  زه په دي عقيده يم چي په  افغانستان کي افغاني مسايل افغاني ريشي لري  اوپه ځينو مواردو کي دغه ريشوته رنگ ورکول زيارت ورکو خپلي هي ي دهغو سره غبرگول  او تړل دا کيدلاي شي  چي بهرنيانو کړي وي يعني دگاوڼديانو نه مي مطلب دي.
ځکه چي  دهغوي زموږ دټولني سره ډير نږدي پاتى شويدى مخصوصاً دهجرت په وخت کي، نه يواځي  پاکستان بلکي ايران او ځيني   نورهيوادونه  دسيمي.  مگر په دي باندي ديوچامسووليت  نه رفع کيږي چي خپل داخلي مشکلات  داټول دبل  دکړنو  زاده وبولي  اوځانته برائت ورکړي. 
موږ بايد دخپلومشکلاتو خپل حل پيدا کړو خپ ي ريشي پيدا کړو ترڅوچي گاونډيانو ته هم ددي چانس پيدا نشي  چي هغوي لاس را اوږد کړي . که يولاس ددي خوا اوږد نشي  دهغي خوا څخه لاس نه را اوږديږي. طبيعي خبره  ده  چي د يوا فغان لاس به هغه ته وراوږد يږي  بيا به هغه  لاس ورته را اوږدوى.  کله چي  دلته جنگ  ختميږي مانا دا ده  چي  سوله راځي،  بيا بل چا ته دناامني  چانس  اوموقع هم نه ورکول کيږي .

س: ځيني سياست پوهان  په دې نظر دي  چې له ګاونډيانو سره تعامل  دافغانستان په ګټه دي .
  خو سوال دادي چې ګاونډيان په افغانستان کې د بهرنې حضورس ه انديښني لري . څنګه کيداې شي چي دغه انديښني لري شي ؟ 

 ج: داگرانه  ده چي سل په سلو کي ددوي م کلات ، يا ددوي انديښني موږ حل کړو  خوکولاي شو چي حل ته نږدي شو. که حل ته يومخ ونه رسيږو، نږدي  شو او په دي ډول باندي چي موږ نبايد هندي اوپاکستاني مسايلو ته دهند اوپاکستان  په عينکو کي وگورو، يعني  دافغانستان  روابط  دافغانستان موقعيت دافغانستان دلچسپياني نبايد دهند دروابطو قرباني شي .
  اونه بايد دپاکستان دروابطو  قربان شي. موږ بايد دافغانستان په توگه دهرچاسره  خپله معامله وکړو.
په سيم ي  کي دټولوسره خپلي تاريخي روابط خپل  جعرافيايي روابط تجارتي او نور روابط بايد موازن وساتو. س:  که هندوستان په افغانستان کې د بيا رغاوني کارونه پرمخ وړي ،  دمثال په توګه ، که هند زموږ په هيواد کې يو سړک جوړوي، دغه سړک ته افغانان ضرورت لري ، خوپاکستان دهندوستان دغسي فعاليتونو ته  دشک په سترګو ګوري . داشک او بدګوماني به څنګه لري شي ؟  ج : اوس حالت يوجنګي حالت دي. کله چي  موږ دا خبري کوو  چي څنگه کولاي شو دا  په اوږده موده ، اوطويل المدت لپاره خبري کوو ،   يعني نورمال حالت کي  ، کله چي په افغانستان کي داوسني  جنگ يادجنگ لمبي کراريږي بياسړي کولاي شي چي دا ټولو ته د يوحل لاره پيداکړي . دمثال په توگه ټو ي  هغه کمپني چي په افغانستان کي کارکوي  .
دهغو لپاره يوسيستم موجود دي .
  هرڅوک چي ښه کارکوي  باکيفيته کارکوي ارزان  کارکوي هغه بايد دلته حق داوليت  ولري.
  دافغاني گټو مطابق ده داخبره . 
همدا راز هغه څوک چي په افغانستان کي  پانګونه کوي  ياقرض ورکوي يامرسته کوي داهم  طبيعي خبرده چي زاده مقابله  ده که يوهيواد سل مليونو ډالره  ورکوي  بل لس مليونه دالره ورکوي هغه لس مليونه له دال   والا طبيعي خبره ده چي بايد ددي انتظار ونکړي چي دومره دي هغه دلته جوت شي ،ښکاره دي  شي اوحضوردي ول ي ، لکه سل مليونه والا يي چي لري .
اوس مشکل دا دي چي کله په افغانستان کي جنگ دي اوداجنگ دپاکستان داوږده سرحد په خاطر باندي دپړي ګوټه ټوله پاکستان ته نيو ل کيږي داسي دي  لکه نااعلان شوي شکل باندي چي  يوډول ښکيل  دي پاکستان  په جنگ  کي  نوپه  دي حالت کي  که اوس دهندوستان قنسلگري که خلاصيږي ياځيني  فعاليتونه کوي پاکستان په دي باندي شک کوي چي دا زموږ په خلاف  باندي کيږي همدا راز  که په پاکستان کي هلته ځيني جنگونه کيږي . قبيلوي  جنگونه ، هغوي به دافکر کوي چي دابه هند دلته لمن وهي دافغانستان څخه .
کيداي شي دهغو دا انگيرنه هم کاملا درسته ونه اوسي .
دغه هند چي د افغانستان څخه داکا کوي  داکار له ډهلي څخه  هم کولاي شي دا خو روابط  دي دا راز بايد مشخصي خبري وشي  اوډيري صافي خبري .
  دافغانستان دحکومت له خواڅخه هميشه  مخصوصا هغه وخت چي دا جنگ  ختم شي .
چي غلط فهمياني  په دنيا کي ترغلطيو ډيري وي داغلط فهمي بايددخبرو په نتيجه کي  دمنځه ولاړي شي ،هغوي ته قناعت ورکړل شي مستدلل او مدلل صفا خبري وشي  اودا راز هند هم شک کوي  چي که دلته پاکستاني مزدوران زيات  وي پاکستاني انجني ان  زيات وي  وايي چي  زموږ دکارگرو لپاره خطر موجود دي نو دا پاکستان ښيي اصلا،  پاکستان دي چي دهند حضور نه غواړي .
داغلط  فهمي  ددوي  خپل يواوږد جنگ دي زما منظور هم دا و چي دغه جنگ بايد  د ته په افغانستان کي ونه شي افغانستان بايد دهند اوپاکستان  دگټو دمقابلي ځاي ونه اوسيږي .
 س : په دي  وروستيو وختو کې روسانو دافغانستان لپاره خپله علاقه مندي زياته کړي ده .

 ستاسو په نظر ددوي هدف به څه وي ؟

ج : په افغانستان کي بهرني حضور  داخپله ددي باعث  دي  چي دروسانو انديښنه را وپاروي . د اي ان  انديښنه هم را وپاروي  او دچين  انديښنه  هم راوپاروي .
موږ اوتاسو په دي لنډ وخت کي په خپ   ژوند کي  دوه دري ډوله  ميلمانه په ياد دي په افغانستان کي. دثورانقلاب  ميلمانه دپخواني شوروي اتحادخلک دلته وه. 
چي هغه هم  زموږ  دعام خلکو،زموږ ملي ګټو ته،په ګټه  تمام نشول.  زموږ مشک ات دهماغه وخت څخه په  ډيرزورداره شکل ترنن پورى را روان دي.
  بيا وروسته دجهاد ميلمانه  وچى هغه عرب  او  نورمسلمانان وه . هغه  دجهاد ميلمونوته  په تنظيمي حکومت کي هم اودطالبانو په وخت کي  هم دوام ورکول شو.
  دلته اوسيدل.  هغو لږو  دجهاد ميلمنو چي دومره مسلط  اوواکمن  هم نه وه،  هغه نتيجه دا ورکړه چي نن  موږ گورو  چي ټوله دنيا راغلي ده.
  څلويښت  هيوادونه راغلي دي. که هغوي نه واي، کيداي شو داحالت په افغانستان  کي اوس نه واي.
اوهغه ميلمانه ولي راغلي و، هغه له دي وجي راغلي و چي  نور تر  هغه مخکي  روسان ميلمانه و .  په يوه خارجي ميلمانه پسي نورميلمانه راغلل.   دهغو په تعقيب باندي دادي دريم  ګټه گوري ميلمانه راغلل.   دا ميلمانه  اوس مسلسله دادي ددي قومونو گټي تهديدوي. 
کله  يي په کور کي ماشومان سپي داړي ، کله يي بمبارد وي کله  پرکور  چاپه  وهي .
نور مشکلات  هم دي دلته . نوزه فکرکوم دروسانو انديښنه به همدا وي ، چي دلته دبهرنيانو وجود دهغو ونډه  دهغو اينده . 
کله چي موږ وايو چي جنگي صورت حال دافغانستان څخه خداي دي وکړي چي  ژر ايسته  کړاي شي . 

زه داسي نه وايم چي داټول په يوه ورځ کيدلاي شي يايي يوحاکم کولاي شي. دا  يوچا کړي  نه دي.  دايوسړي  نه دي کړي.  داپه ټول مجموع کي افغانانو دا  صورت  حال راوستلي دي په  دريو لسيزوکي  په  سلسله  کي ،نودالکه څنگه چي تدريجي  راغلي دي  همداسي تدريجي به سړي  بيرته ځان تري خ اصوي.  نوترڅوپوري چي دغه جنگي صورت حال  وي انديښني ورسره ملگري وي ، هم به روسان  ځان په انزوا کي ويني  او په اصطلاح ، دوي  دځان  حق به ئي سوځيدلي گڼلي وي نسبت نورو هيوادو ته . 

 س: د خارجي قواوو بمباردمان پرملکي  خلکوباندي ،  دکورونو په خپل سر تلاشي  او داسي نور ، دا دهغه سوالونه دي  چې دبهرنيانو حضورتر پوښتني لاندې نه راولي ؟  

  ج: يو دخارحي هيوادونو  قانوني راتگ  او انوني اوسيدل دي .
  يودخارجي قواو په زور راتگ اوپه ز ورځان پاتي کول او په جنگي  صورت حال  کي حتي ترقانونه فوق اوسيدل دي . دا اساسي قانون چي افغانستان يي اوس لري  اودځينو پرغياب  باندي جوړشوي دي  دځينو افغاني جريانو. 
لکه دطالبانو اسلامي تحريک  اودافغانستان اسلامي گوند حزب  اسلامي دهغو په غياب باندي جوړ شوي دي.
هغوي مسلح اپوزيسيون دي  اودباندي پاتي شوي دي .
  همدا اساسي قانون چي ددوي بهرنيانو تر حمايت لاندي  جوړ شوي دي  همدوي يي نه مراعاتوي  .
ديوچا کور مصوون  دي. کورته  و تلل ، گرفتاري کول  په يوه هيواد کي دننه دنورو محبسونو موجوديت ، داخپله سوال برانګيزه  خبري دي.
 او دا پاته کيدل اوروابط  چي دي داد زور خبري  نه دي په نوره دنيا کي موږ گورو خلک دځينو هيوادونو زموږ سره اگريمنت  کوي بيا هغه راځي مشخصه واکونه لري مشخصه ځاي کي  اوسيږي او خپل قرائين لري اوتريوه وخته پوري ديوڅه  دپاره يوڅه په بدل کي لري. داسي نه چي بي قرارداده بي له هيڅ حدودو او بي له محدود وخته چي هلته هرڅه کولاي شي او حتي دقانون فوق،  دغه  حالت يوغيرعادي حالت دي .