د کليفورنيا په ايالت کې د هېواد د
پېژندل شوؤ ليکوالانو په وياړ د غونډې لڼد راپور
د کليفورنيا په ايالت کې افغاني کلتوري ټولنې د هېواد د پېژندل
شوي شاعر او ليکوال ښاغلي انجنير عبدلاوکيل متين د اشعارو، او د ښاغلي ډاکتر عبدالرحمن زماني د نوؤ کتابونو
د خپرېدو په وياړ د فريمانت په ښار کې يوه درنه غونډه رابللې وه چې زمونږ ګڼ شمېر هېوادوالو په کې ګډون درلود
٠
دا غونډه د پاک کلام د مباره کو ايتونو په لوستلو سره چې د الحاج ډګروال احمدسعيدخان خوګېاڼي له خوا قرائت
شوه ،پېل او بيا د افغاني کلتوري ټولنې مشر ښاغلي الحاج عزيزالله زمريالي دا درنه غونډه په خپله وينا او ګ
ونوالو ته د ښه راغلاست، او هر کلي په وړاندې کولو سره پرانېستله٠
وروسته د غونډې وياند ښاغلي حبيب
هوتکي ويناوالو ته په خپل نوبت سره د خبرو بلنه ورکوله چې دا لاندې ښاغلو او اغلو ويناوالو په نوبت سره د غونډې
د اجندا په اړه خپلې ويناوې او شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړې، چې د ګډونوالو د تاوده هرکلي سره مخامخ
وې٠
د غونډې په لمړيؤ شيبو کې د دواړو ليکوالانو لنډه پېژندنه د انجنير فريد وردګ له خوا غونډې ته وړاندې
وه٠
١-ښاغلي پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ
٢-ښاغلي داکتر سيد عبدالله کاظم
٣-ښاغلي فضل الغني م
جددي
٤- ښاغلي داکتر صبحان هاتفي
٥-ښاغلي ا نجنير سميع ستانکزۍ
٦-مېرمن ناجيه کريم قيوم
٧-ښاغلي محمد ح
امد الوتاند
٨-ښاغلي عبدلا سلام فرزام
٩-ښاغلي حېدر جبارخېل
١٠-ښاغلي تېمورشا ه مست خېل
د يادونې وړ ده چې
دا لمانځنې ته زمونږ هېوادوالو د نړۍ له ګوډ ،ګوډ څخه خپلې ليکنې او اشعار را استولي وه چې د کنړ د ولايت څ
خه د ښاغلي سلطان محمود سالمزي شعر د غونډې وياند ښاغلي حبيب هوتکي او د کانادا د تورنتو د ښار څخه د ښاغلي
انجنير سېدا جان کليوال مقاله د ښاغلي الحاج محمد حسن شېرزاد له خوا ولوستل شوه٠
په پای کې د کليفورنيا د
هېوارد د ښار د پوهنتون رئيس ښاغلي داکتر عبدالقيوم قيومي له خوا دا درنه غونډه وه ارزول شوه٠