په ويانا کي د ښځو نړيواله ورځ ونماځل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2372
نفيسه اصف - اتريش ويانا
دخبریدو نیټه : 2005-03-16

 د ښځو نړيواله ورځ د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقوقو د ملاتړ د ټولنې ( GURAF ) له خوا د ٢٠٠٥ زيږديز کال د مارچ دمياشتي پر  ١٢ نيټه د ويانا په ښار کی په ډير درنښت ونمانځل شوه .

په دغه غونډه کي د دې ورځي په هکله چه ولي دا ورځ او بيا ولي د مارچ په اتمه نمانځل کيږي او ددې اصلي موخه څه ده، د نفيسه آصف لخوا برخه والو ته په زړه پوری معلومات ورکړ ل شو ل او انساني کرامت او په تيره بيا مينې ته د احترام په هيله دا ورځ  د<  مينه سوله مينځ ته راوړي او سوله مينه > تر سرليک لاندی چه په هر ځای په تيره بيا د افغانستان لپاره مهمه خبره ده ونمانځل شوه.

 وروسته بيا د ټولنې مشرې ماسټرې  زرکه مليار  د ټولنې او  د دی ورځي په وياړ لنډي خبرې وکړې .

 

همدا راز دټولني مرستيالي د نړيوالو ادبياتو  څخه د پورتني سرليک په نظر کی نيولو سره په زړه پوری ليکني مينه والو ته وړاندې کړې.

 ښکلي شعرونه او نثرونه د افغانستان د ادبياتو  څخه غوره شوي وه چه د ملکه سيد او زکيه محسني  لخوا ولوستل شول چه دميلمنو لخوا په تودو ولولو سره  بدرګه شو ل .

همداراز  د له لارې دټولنې  د درې پوروژو مصور خبرونه چه دوه يې د محلي دايي پروژې په ننګرهار او بله يې د يوه ښونځي جوړولو پروژه په لغمان کی ده د غونډی  برخه والو ته وروښودل شول او څلورمه چه په بدخشان کې به په نژدې راتلونکې کې د محلي دايانو د روزنې پروژه پيل شي  معلومات ورکړل.

همدا راز دهجرت د  هنري فلم څو لنډې صحنې چه د محترم ډاکټر واحد نظري او زمونږ د درنو هيوادوالو  لخوا په اروپا کې جوړ شوۍ په ويانا کې افغانانو ته ورښکاره شوې چه په ١٣ د مارچ دا فلم د نندارې لپاره برابر شوی وو. غونډه د په زړه پورې کنسرت نه وروسته چه په سلګونو افغانانو او اطريشيانو  په کې برخه اخيستې وه پاې ته ورسيده.

افغانه حقوق پوه اغلې زرکه ماليار غونډي ته وينا کوي

د اطريش د ويانا په ښار کي د ښځو نړيواله ورځ  (د غونډي يوه څنډه )

په اطريش کي دښځو د نړيوالي ورځي په مناسبت جوړه شوې غونډه

يوه له وينا کوونکود ښځو د نړيوالي ورځي په اړه خبري کوي

 

يوه له وينا کوونکو غونډي ته وينا کوي

اغلې نفيسه اصف د هجرت هنري فلم د لوبغاړو په منځ کي