ننګرهار كې د يو شمير پروژو بشپړيدل(رپوټ)
احمدضياعبدالزی
دننګرهار ولايت قومونو او قبائلو چارو په رياست کې ديوې نوې ودانۍ دجوړيدو ترڅنګ ديوشمېر نورو خونو او تاسيساتو دبيارغاونې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وړاندې شوه .
په ننګرهار کې دشرقي ولايتونو ميشتو قومونو دجرګو او غونډو له پاره دننګرهار دقبائلو په رياست کې دبيارغاونې او نوو جوړونو چارې ددغه ولايت دوالي ښاغلي ګل اغاشيرزي له خوا دشيرزي فاونډيشن په مالي مرسته ترسره شوې ، چې په کې ديوې اوه خونيزې نوې او عصري ودانۍ او جامع جومات جوړول ، دپنځه ديرشو خونو ترميم او دجرګو ديولوى تالار درغولو ترڅنګ دڅلور ج يبه چمن ، فوارو ، فرشونو ، ضروري ملحقاتو او اوو ژورو څاګانو کيندل شامل دي .
پر دغه رغنيزو چارو اوخوا اولس ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او چارې يې دننګرهار دوالي ترڅارنې لاندې دښاروالۍ او ښاري پراختيا ياست په هڅو ديوکال په موده کې بشپړې شوي دي .
ديادې شوې ودانۍ او تاسيساتو دپرانستې پروخت دننګرهارقوم ونو او قبائلو چارو رئيس ډاکټر محمدايوب شرافت ، ولايتي شورا مرستيال مولوي عبدالعزيز خېرخوا او څوقومي مش انو ويناوې وکړې او دننګرهار دوالي څخه يې په دې مننه کوله چې ديو واقعي پښتون په توګه يې هروخت دجرګو دود ته په درناوي سره ټولې ستونزې دقومونو په خبرو حل کړي او هر ډول اسانتياوو دبرابرولو ترڅنګ نن دشرقي ولايتونو دج ګو کور په عصري ډول جوړ او دګټې اخېستنې وړ يې وګرځاوه
دپرانستې په دې مراسمو کې چې دننګرهارددوه ويشتوو سواليو په قومي مشرانو سربېره دجلال اباد ښار بېلابېلو ناحيو مشرانو ، ديني علماى کرامو او دختيځو ولايتونو ځينو وګړو برخه لرله ، قومونو دننګرهار والي ښاغلي ګل اغاشيرزي ته داعزاز لونګۍ ورپه سر کولو سره وويل چې پښتنو درته شمله وتړله او په راتلونکې کې دنورو سترخدمتونو غوښتونکي دي .
ديادونې وړ ده دننګرهارولايت دقومونو او قبائلو چارو درئيس شرافت په وينا دتيرو يوسلودرويشتو کالو راهېسې دا لومړى ځل وو ، چې دقومونو ديوالي او جرګو له پاره دنوو او رغنيزو چارو له پاره په لويه پيمانه کارونه ترسره شول .