څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول - ٢٧ مه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2380
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-03-19

ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ

ارتجاع، استبداد او استعمار

 

د افغانستان تاریخ ددې خبرې ویاندوی  دی چې کورنۍ ارتجاع ، استبداد او باندنی استعمار په افغانستان کې د ملي او مترقي سیاست په لاره کې ډیر ستر خنډ و او دی ، هر کله چې په دې هیواد کې ملي او مترقي سیاست سر راپورته کړی دی  . سمدستي استبداد او استعمار د هغه د ماتي او بربادۍ لپاره سره یو لاس شوي دي او افغانستان یې د خپلواکۍ ، پرمختګ او ټولنیز عدالت له رڼا څخه بې برخې کړی دی .

 

لکه څنګه چې یادونه وشوه افغانستان یو غرنی هیواد دی چې د لوړو غرونو سرونه یې د هسک تر لمنو رسیدلي دي .ډیر خلک د غرونو په ډډو او تنګیو(درو) کې ستونزمن ژوند کوي . په دغوتنګیوکې د کرهڼې ډیرې لږې ځمکې شته چې په ډیرو سترو ستونزو سره کرونده ترې اخیستل کیږي . ډیرځله نا برابره هوا او ډول، ډول ناروغۍ کروندې زیانمنې کوي او د بزګرو یو کلن زیار خاورې اېرې کیږي . دغه خلک له ډیرې اوږدې مودې  را پدیخوا د اوسنۍ زمانې له اسانتیاوو او خوندونو څخه بې برخې د غرونو او تنګیو په منځ کې شپې سبا کوي . کوم چې داسې ځایونو ته د مدني ټولنې د سامانونو رسول اسان کار نه دی، ډیرې پانګې، تخنیکې سامانونو او پوهو کسانو ته اړتیا لري؛ چې تر اوسه افغانستان د داسې اسانتیاوو د رامنځ ته کولو  توان نه لري او تر اوسه یې د داسې کارونو لپاره وخت نه دی پیدا کړی ځکه چې ان ترنن ورځې پورې د افغانستان تاریخ د جنګ تاریخ دی چې همیشه په ډول، ډول پلمو ددغو درو بلاګانو ( ارتجاع، استبداد او استعمار) له خوا پرې تپل شوی دی . ددغو خلکو ژوند د هرې ورځې په تېریدو سره لاپسې نیستمن کیږي ځکه چې د کورنیو شمېر زیاتېږي او ځمکې  د کورنیو د غړو په سر کمېږي. د جغرافیه یې ستونزو او د کمزوري اقتصاد له کبله مرکزي دولت لکه څنګه چې ښایې هغسې نه دی توانیدلی چې دغو سیمو ته مدني، فرهنګي او ټولنیز خدمتونه تر سره کړي دا ځکه د دوی د ستونزو تر سره کولو یوازینی ځای ملک او ملا دی چې له ډیرې زمانې را پدیخوا مرکزي دولت هم خپلې چارې او ستونزې د دوی له لارې پرمخ وړې دي  او دې خبرې هم د ملا او ملک اتبار زیات کړی دی . څرنګه چې دا ډول چارواکي او کړه وړه له ډیرې اوږدې مودې راپدیخوا په کټ، مټ ډول روان دي د ملا او ملک اغېزه یې په خلکو باندې طبیعي او دودیزه کړي ده . ملک او ملا هم نسلونه، نسلونه له دې لارې ژوند کړی دی . داځکه چې هر نظام غوښتی دي دغه دودیز کړه وړه د خلکو په ګټه بدل کړي سمدستي د ملا او ملک له مخالفت سره مخامخ شوی دی . او لکه د غومبسو ټوپکی چې را وبڼوې ملا او ملک له خپلې سیمه ییزې اغېزې کار اخیستی او هغه سیاسي نظام یې په کفر تورن کړی دی او خلک یې د ځان وژنې تر ټکه اړ دوړ او یاغیتوب ته راپارولي دي .

 

ځنو په استعمار پورې تړلودولتونوهم هماغه حالت په خپله  ګټه بللی اونه یې دي غوښتي چې دغه دمنځنۍپیړۍ بې عدله نظم  بدل کړي . استعمارهم د خلکو بېسوادي او نه بیداري په خپله ګټه بللي اود وخت په تېریدو سره یې هماغه ناروا حالات لا پسې ټېنګ  او غزولي دي . هر کله چې کوم وطنپال دولت رامنځ ته  شوی دی اوغوښتي یې دي چې خلک د وطنپالنې، ملي ګټو اوپرمختیاپه لوري  وهڅوي په ډیره لږه موده کې یې د ارتجاع او استبداد په مرسته نسکور او بد نام کړی دی .

 

د افغانستان د وروسته پاتې کیدو یو بل بد مرغه  لامل دا هم دی چې دغه هیواد همیشه د دوو مخالفو هیوادونو تر منځ د ډال   ( Buffer State )  په توګه کارول شوی دی .

لکه چې وویل شول افغانستان یو غرنی، په وچه کې پروت او ډیر غریب هیواد دی که څه هم  دغه هیواد د ځمکې لاندې ډیرې سترې بډایۍ لري او د پرمختګ امکان یې ډیر زیات دی خو ددغه بډایۍ په کار اچول زیاتې باندنۍ پانګې اچولواو پر مختللي تکنالوژۍ ته اړتیا لري او د هر باندني هیواد چې پانګه او تکنالوژي هیواد ته راشي ارومرو سیاسي او فرهنګي اغېزه هم ورسره راننوځي، همدغه باندنۍ سیاسي او فرهنګي اغېزه د دوو ځواکمنو هیوادونو تر منځ د ډال حالت څپڅپاند کوي او همدغه لړځنده حالت ارتجاع، استبداد اواستعمار رابیداره او په حرکت راولي، دا ځکه په افغانستان کې د ملي او مترقي سیاست پر مخ بیول دومره ستونزمن دي لکه د اوښ مار چې د ستنې له سلېم (سورې) څخه تېروې او تر اوسه په افغانستان کې داسې سیاسي مداري نه دی پیدا شوی چې دا کار د کوډو په ډول تر سره کړي .

 

د خپلواکۍ له بیا ګټلووروسته دوو ښکاره وطنپالوکړنو سر راپورته کړ؛ دواړو غوښتل د منځنۍ پیړۍ دودونه او وروسته پاتې والی د پرمختیا او پراختیاپه خوا روان کړي چې یود غازي امان الله خان بنیادي سمون اوبل دخلق  دموکراتیک ګوند( د خلقیانو) انقلابی عملونه ووچې دواړه په ډیر ویرجن او غملړلي ډول تربت شول او دغه ماتي ددې لامل شوه چې ټولنه د ترقۍ د پیل کوونکو عملونوله مهاله هم وروسته و غورځيده خو په هیواد کې د پرمختللیواو دموکراتیکوبدلونونو غوښتنې او هڅې په ټولو ستونزو برسیره خپل ژوند ته دوام ورکوي .

 

ددې دواړو پیښو په هکله د سیالانو او دښمنانو بړګندی قضاوت په لنډ ډول داسې دی چې  « دغو کړو وړو د افغانستان له کورنیو او باندنیو حالاتو سره سمون نه درلود. » نه شي کیدای چې د دوی خبره په بشپړ ډول رد شي . خو داخبره د لمر غوندې روښانه ده چې ددغو پرمختلونکو سمونونو اوعملونو په وړاندې ارتجاع، استبداد او استعمار د بشپړ ماتي تر پولې لاسونه سره یو کړل . که چیرې دا خبره ورسره ومنو چې دغو وطنپالو کړنو د افغانستان له شرایطو سره سمون نه درلود، نو د ظاهر شاه د وخت د ولسواکۍ او د محمد داود خان د جمهوریت په هکله څه  ویلای  شو ؟

 

دا چې د  ۱۳۷۱  لمریز کال د ثور په اتمه نیټه (۲۸ اپریل ۱۹۹۲) د وطن ګوندیانې  د ډاکټر نجیب  الله واکمني له منځه یوړل شوه او اسلامي ډلې واک ته ورسول شوې خو د افغانستان کورنی او باندنی حالت تر پخوا هم خراب شو، د وروڼو قومونو تر منځ جنګ او ورور  وژنه پیل شوه، کورنۍ او باندنۍ جګړه پسې و غزیده. د کابل تاریخي ښار او ټول افغانستان په کنډواله بدل شو، ټولې ملي او ځانګړي پانګې چور او تالا شوي،د کابل ښار په دولتي دفترونو کې د بیلګې په توګه یوه چوکۍ او په جوماتونو کې یوه پلاسټیکي کوزه هم نه شوه پاتې . بانکي زېرمه، د ټولو فابریکو ماشینونه او مواد، موزیمونه، ګالرۍ او نورې ارزښتناکې  شتمنۍ لوټ شوي نو په دې هکله به څه وویل شو ؟  ایا د محمد ظاهرشاه، محمد داود او د مجاهدو عملونه هم د افغانستان  له کورنیو او باندنیو شرایطو سره برابر نه وو ؟

 

ښایې ځواب یې دا وي چې په دې ټولو بربادیو کې ارتجاع، استبداد او استعمار په بیلو، بیلو ډولونو لاس درلود . له دې کبله ښکاره ده چې دغو درو تاریخي بلاګانو همیشه د افغانستان د ټولو پرمختګونو او ټولنیز عدالت په ماتي کې بشپړه او بنسټیزه برخه درلوده. کوم چې د افغانستان راتلونکي سیاستوال باید دا خبره زده کړي او په ډیره هوښیارۍ سره یې د خپلو وطنپالو سیاسي کړو وړو پر مهال په پام کې ونیسي .