دولت په مورنۍ ژبه دزده کړو په چمتوکولو کې پاتې دى(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23813

دخبریدو نیټه : 2009-02-22

 يو شمېر کار پوهان،دولت په مورنۍ ژبه ماشومانو ته د زده کړې په چمتو کولو کې پاتې بولي.

 نن د ( فبرورۍ ٢١مه ) ده، دغه ورځ د ملګرو ملتونو د علمي، تعليمي او کولتوري سازمان  ( يونسکو) له خوا  په ١٩٩٩ ميلادي  کال کې د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه اعلان شوې  او هرکال په همدې ورځ لمانځل کېږي .  د هېواد اساسي قانون ٤٣ مادې هم ، دو ت مكلف کړى  چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تاْمين لپاره اغېزم ن پروګرام وضع اوتطبيق كړي او د مورنيوژبو د تدريس لپاره په هغوسيمو كې چې پرې خبرې كېږي، لاره هواره كړي . خو نن چې داساسي قانون له تصويب څخه  پنځه کاله  تېرېږي، بياهم په دې اړه د پام وړ څه نه دي شوي . د سرڅېړونکي استاد حبيب الله رفېع په باور، دولت په دې برخه کې نه دى توانېدلى چې خپله دنده ترسره کړي .  هغه وويل: (( دا د دولت دنده ده،  خو زه فکر کوم چې دولت يواځې په سلو کې پنځه بريالى شوى، چې دغه کار ترسره کړي . )) د کابل پوهنتون استادې  حميرا حقمل  په اند، يوشمېر کسان په لوى لاس د اساسي قانون ددغې مادې د پلي کېدو مخه، ډب کوي .

 هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: (( ټوله ستونزه د قانون نه حاکميت دى، که قانون پلي شي نو د يوشمېر کړيو ګټې له ګواښ سره مخ کېږي . ))  د حقمل په وينا، ځينې وسلوالې ډلې او بهرني لاسونه کوښښ کوي چې له دې مسئلې څخه هم ناوړه ګټه پورته کړي او ژبني تبعيض ته لمن ووهي . د حقمل د څرګندونو له مخې ،  هغه داسې کسان پېژني چې تېر کال يې د اساسي قانون د همدې مادې په پلي کولو کې له دولت سره همکاري کوله او  پښتنو او دري ژبو ماشوم انو ته يې د زده کړو برابرول پيل کړل، خو د چارواکيو لخوا جزايي شول او په لرې سيمو کې دندې ورکړل شوې . خو هغې په دې اړه د چا نوم وا نه خيست . که څه هم په مورنۍ ژبه ماشومانو ته د زده کړې برابرولو غوښتنه څو ځلې په پراخه کچه شوې ده خو لا عملي شوې نه ده .   تېرکال د لويې پکتيا قومي مشرانو په کابل کې د يوې غونډې پرمهال، په ټول هېواد کې په مورنۍ ژبه د زده کړو برابرولو غوښتنه کړې وه . په مورنۍ ژبه دزده کړې ستونزه تر ډېره په پلازمينه کابل کې ده ځکه په دغه ګڼ ميشتې ښار کې له دري او پښتو ژبو ويونکيو پرته د ځينو نورو ژبو ويونکي هم اوسېږي  خو تدريس تر ډېره په دري ژبه ده .  د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي جمعه ګل په هغه غونډه کې چې تېر کال جوړه شوې وه ،  ويلي وو :  ((که څوک کابل ته راځي نو ماشومان يې بايد اول دري زده کړي او بيا درس ووايي . ))

 دغه راز د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکي محمد نبي چې دا مهال په کابل کې اوسېږي پژواک خبري اژانس ته وويل: (( زموږ ماشومان چې را لوييږي نو پښتو زده کوي، کله چې مکتب ته لاړ شي نو يو دم ورته په درې  ژبه  درسونه شروع شي ، دا کار ددې باعث کېږي چې ماشومان  مو تنبل وي. ))  هغه وايي چې  له دوى نه ما ومان په کور کې اول د ښوونځي د درس مانا پوښتي او بيا ترې د زده کولو غوښتنه کوي .   د احمد شاه بابا مېنې د ابراهيم خليل الله د لېسې يوه زده کوونکي عبدالباري په وينا، د روان کال په سر کې د دوى ښوونځي کې په پښتو د زده کړو لړۍ پيل شوه، خو وروسته هرڅه ګډوډ شول .  هغه وويل: (( ما په پاکستان کې په پښتو زده کړې کولې او چې ک ه د کابل  ارزان قيمت ته راغلو نو  ډېر خوښ وو چې په پښتو به زده کړې کوو،خو داسې ونه شول . ))د هغه په وينا، دوى اړ دي لومړى د لوست مانا زده کړي او بيا يې مفهوم ذهن ته وسپاري .  د پوهنې وزارت که څه هم د روان کال په سر کې په مورنۍ ژبو زده کړه له  کابل څخه پيل کړه خو د يوشمېر کړيو له سخت غبرګون سره مخ شوه او دې حق ته يې د تبعيض نوم ورکړ .   افغان ماشومان په داسې حال کې په مورنۍ ژبه له زده کړې څخه محروم دي ، چې  کارپوهان د فکر ژبه مورنۍ ژبه ګڼي او باوري دي چې له مورنۍ ژبې پرته زده کړه ستونزمنه وي .

 د پژواک له ټیم څخه په مننې چې دا راپور یې مونږ ته وسپارل